• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې؛ ښځې طبي بوټو ته مخه کوي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۱۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794122440]
AI

AI

یو شمېر ښځې وايي، د درملو د لوړو بیو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي د ستونزو له امله یې د میاشتني عادت د دردونو د کمولو او له زېږون وروسته د ستونزو او شنډوالي د درملنې لپاره د طبي بوټو کارولو ته مخه کړې ده. د دوی په وینا، له دغو بوټو سره بلدتیا او د هغو کارول تر ډېره د کورنۍ د مشرانو او تجربه‌لرونکو ښځو د سپارښتنو له مخې دود شوي دي. دغه ښځې وايي، ډاکټر ته د ورتګ او د هغه له خوا د تجویز شویو درملو د پېرلو پرتله د طبي بوټو ټیټه ټيټ لګښت یو له هغو مهمو لاملونو دی چې دوی یې د درملنې دې لارې ته هڅولي دي.

۳۶ کلنه شبنم وايي، د دې لپاره چې زوی وزېږوي، له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې طبي بوټي کاروي. د هغې په وینا، په هغې سیمه کې چې نوموړې ژوند کوي، په هغو ښځو کې د بوټو کارول دود دي چې د اولاد لرلو ته لېوالتیا لري.  د نوموړې په وینا، دغه بوټي په ځانګړې توګه د میاشتني عادت پرمهال ډېر کارول کېږي.

دغه مېرمن زیاتوي: «۱۰ کاله کېږي چې واده مې کړی او څلور لوڼې لرم. مېړه مې له ما غواړي چې زوی وزېږوم. له همدې امله، درې میاشتې کېږي چې د کبانو هګۍ او د ګازرو تخم کاروم. له نورو مې اورېدلي چې دغو توکو د ځینو ښځو لپاره ښه پایله ورکړې ده.»

۲۵ کلنه نرګس وايي، شاوخوا درې کاله کېږي چې د میاشتني عادت له امله د رامنځته کېدونکو دردونو د کمولو لپاره طبي بوټي کاروي. د هغې په وینا، د کورنۍ د مشرانو او تجربه‌لرونکو ښځو په سپارښتنه یې د دغو بوټو کارول پیل کړي او تر اوسه د میاشتني عادت د دردونو د ارامولو لپاره له همدې لارې ګټه اخلي.

دغه مېرمن زیاتوي: «هره میاشت د عادت پر مهال د درد د کمولو لپاره نعناع، سونډی او بابونه کاروم. د طبي بوټو کارولو ته زما د مخه کولو یو لامل دا دی چې ډاکټر ته د ورتګ په پرتله یې لګښت کم دی. اوس د ډاکټر د معاینې فیس لوړ شوی او طبي معاینات او د درملو پېرل هم ډېر لګښت لري. څرنګه چې ډېری ښځې، په ځانګړې توګه هغه چې دندې نه لري، خپلواک عاید نه لري، نه شي کولای دا لګښتونه ورکړي او په منظم ډول د درملنې مرکزونو ته ولاړې شي. له همدې امله د طبي بوټو کارول له اقتصادي پلوه زموږ لپاره ارزانه تمامېږي.»

۲۰ کلنه شګوفه وايي، یو کال مخکې یې له زېږون وروسته د ملا د دوامدار درد له امله د ډاکټر په سپارښتنه طبي بوټي کارولي دي. هغه وايي: «له زېږون وروسته مې د ملا سخت درد درلود او درد مې دومره زیات و چې تل به مې ملا تړله. قابلې راته میتي» شنبلیله» له څو نورو توکو سره ګډه کړه او سپارښتنه یې وکړه چې ویې ایشوم او ویې څښم. د دغو بوټو ترکیب له کارولو وروسته مې هم د ملا درد کم شو او هم مې د شیدو اندازه زیاته شوه.»

هغه وايي: «موږ په یوه لېرې پرته سیمه کې ژوند کوو او روغتیايي مرکزونو او خدمتونو ته لاسرسی راته ستونزمن دی. پردې سربېره، د درملنې او تګ راتګ لګښتونه د ټولو کورنیو له مالي وسه پورته دي. له همدې امله اړ یو چې هغه لارې چارې وکاروو چې له خپلو مشرانو او اناګانو مو زده کړې دي. پر دې سربېره، طبي بوټي د درملنې د نورو لارو پرتله ارزانه او په اسانه ترلاسه کېدای شي.»

په همدې حال کې، قابله مسرت‌بخشي خبرداری ورکوي چې د ځینو طبي بوټو په خپل‌سري ډول کارول د ښځو روغتیا ته، په ځانګړي ډول د امیندوارۍ، زېږون او شیدو ورکولو پر مهال ناوړه پایلې لرلای شي. د هغې په وینا، ځینې دغه بوټي د رحم د انقباضونو، سقط، له وخته مخکې زېږون، د شیدو ورکولو بهیر د ګډوډېدو او ان د ځیګر د مسمومیت لامل کېدای شي.

دغه قابله وايي: «د امیندوارۍ پر مهال د ځینو طبي بوټو په خپل‌سري ډول کارول ښايي د رحم انقباضونه تحریک کړي او د سقط یا جنین ته د زیان رسېدو خطر زیات کړي. د شیدو ورکولو پر مهال هم د ځینو بوټو ترکیبونه د مور د شیدو له لارې د ماشوم بدن ته لېږدېدای شي او ناوړه عوارض رامنځته کولای شي.»

بخشي زیاتوي: «د میاشتني عادت پر مهال د ځینو طبي بوټو کارول ښايي د وینې پر بهېدو او د میاشتني عادت پر نظم اغېز وکړي. ځینې دغه توکي د وخت مخکې زېږون، د رحم د انقباضونو د ګډوډېدو او د ځیګر د مسمومیت لامل هم کېدای شي. ډېری ښځې فکر کوي چې که طبي بوټي ګټه ونه لري، لږ تر لږه جانبي عوارض خو به نه لري؛ خو دا فکر سم نه دی. په ځانګړي ډول هغه بوټي چې ډېر ګرم دي، په ځینو حالتونو کې د مور او جنین لپاره ستونزې رامنځته کولای شي. له همدې امله، د دغو توکو کارول باید د پوهاوي او د روغتیايي متخصصانو په مشوره ترسره شي.»

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدحنیف هاشمي د طبي بوټو د خپل‌سري او اوږدمهاله کارولو په اړه، په ځانګړي ډول له امیندوارۍ مخکې، د امیندوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته خبرداری ورکوي. د هغه په وینا، طبي بوټي د احتمالي ګټو ترڅنګ ناوړه عوارض او ناغوښتل شوې پایلې هم لرلای شي؛ له همدې امله، باید له پوهاوي او د ډاکټر له مشورې پرته ونه کارول شي.

هغه وايي: «هغه ښځې چې له امیندوارۍ مخکې یا د امیندوارۍ په موخه په خپل‌سري ډول او د اوږدې مودې لپاره طبي بوټي کاروي، ښايي د تخمدانونو د فعالیت له ستونزو او د میاشتني عادت له بې‌نظمۍ سره مخ شي. دغه راز، د امیندوارۍ پر مهال د ځینو دغو درملو کارول د وینې بهېدو، د بدن د هورموني توازن د ګډوډېدو او ان د سقط خطر زیاتولای شي. د ځینو طبي بوټو اوږدمهاله کارول هم پښتورګو او ځیګر ته زیان رسولای شي.»

دغه متخصص زیاتوي: «موږ ښځو ته سپارښتنه کوو چې د طبي بوټو له اوږدمهاله او خپل‌سري کارولو ډډه وکړي او که له هر ډول روغتیايي ستونزې سره مخ کېږي، متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړي. دغه راز، اړینه ده چې د مشورې او درملنې لپاره مسلکي کسانو او باوري روغتیايي مرکزونو ته ولاړې شي او له غیرمسلکي کسانو سره له مشورې او هغوی ته له مراجعې ډډه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې یو شمېر هېوادوال اوسېدونکو په بازارونو کې د درملو د بیو له لوړېدو او د ځینو درملو له کمښته شکایت کړی و. هغوی ټینګار کړی و چې د درملو د بیو لوړېدو او د اړینو درملو کمښت د درملنې لګښتونه زیات کړي او د ناروغانو کورنۍ یې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې ترافیکي پېښه؛ د طالبانو موټر د ملکیانو له موټر سره ټکر کړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.