• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ملګروملتونو د ستونزمنو مامـوريتونـو ډيپلـومـات؛ جان آرنو څوک دی؟

راپور: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيز پردېس

 راپور: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيز پردېس راپور: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيز پردېس
۸ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1616912610]

د ملګروملتونو سازمان څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې تجربه لرونکی فرانسوی ډيپلومات يې په افغانستان کې د يوه نوي ماموريت لپاره ګومارلی دی. دغه ګام د استانبول ناستې په درشل کې ترسره کېږي، دا ناسته چې د بُن لومړۍ غونډې ته ورته ده، ملګري ملتونه يې مشري په غاړه لري. جان آرنو له دې وړاندې د ملګروملتونو سازمان لپاره په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی. هغه له ۱۹۹۰ کال راهيسې له افغانستان سره بلدتيا لري او د لوړپوړي سياسي کارکوونکي په توګه يې کار پيل کړی. آرنو چې د دوو کلونو لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ؤ، په ۲۰۰۴ کال کې د اخضر ابراهيمي ځای ناستی شو. نوموړی د کولمبيا او ګواتيمالا د سولې په بهیرونو کې د منځګړيتوب او په ګرجستان کې د اوربند د څارنې تجربه هم له ځان سره لري. د زلمي خليل‌زاد له خوا افغانستان د ناسم تصوير وړاندې کولو او د طالبانو واکمنۍ له پرځېدو وروسته د اخضر ابراهيمي او حامدکرزي لخوا د افغانستان د قومونو د څرګندونو په اړه د نوموړي خبرې په ټولنيزو رسنيو کې خورا کښته او پورته شوې وې. ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه فرانسوي ډيپلومات له ټاکلو هرکلی کړی دی.
افغان ډيپلوماتان هم په دې باور دي چې اوسني وضعيت او د سولې بهیر پېچلتيا ته په کتو، جان آرنو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د حساس ماموريت لپاره غوره ټاکنه ده.
۷۰ کلن فرانسوی ډيپلومات، جان پاول آرنو د ۱۳۹۹ کال د کب په ۲۷مه نېټه د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتيريش له لوري د افغانستان لپاره د نوموړي د استازي په توګه وټاکل شو. هغه په کال ۱۹۷۶ زېږديز کې د پاريس له سوربن پوهنتون څخه د فراغت سند ترلاسه کړ او په ۱۹۸۰ زېږديز کال کې يې د کنفرانسونو د تفسير او شننې په برخه کې روزنه ترلاسه کړه. آرنو په فرانسوي، انګليسي، روسي او هسپانيوي ژبو خبرې کولی شي. نوموړي په ۱۹۸۹ کال کې په ملګروملتونو کې دنده پيل کړه او په ناميبيا کې د سياسي چارو د مامور په توګه وټاکل شو. يوازې یو کال وروسته هغه د خپل نوي ماموريت لپاره د ملګروملتونو سازمان له خوا د سياسي چارو د لوړپوري مامور په توګه کابل ته راولېږل شو. څه موده وروسته دغه فرانسوي ډيپلومات لوېدیځې صحرا «Western Sahara» هېواد ته ولېږل شو او بیا ګواتیمالا ته ولاړ. آرنو په ګواتيمالا کې د څارونکي په توګه کار پيل کړ او په دوام يې د منځګړيتوب مسؤليت واخیست. په هغه وخت کې د ګواتيمالا جګړه څلورمې لسيزې ته د ننه شوې وه. آرنو مسؤليت درلود چې د هغه هېواد د حکومت او څو ياغي ډلو ترمنځ منځګړيتوب وکړي؛ چې هغه وخت پکې بريالی شو.
ملګروملتونو د ۱۹۹۴ کال په مارچ مياشت کې د ګواتیمالا سولې بهیر مسؤلیت په غاړه واخيست او له هغې يو کال وروسته دا بهیر د بریاليتوب تر پولو ورسېد. په ۱۹۹۶ کې د ګواتيمالا د سولې بهیر پايلې ته ورسېد او د ګواتيمالا ملي انقلابي وحدت سازمان د هغه هېواد د ياغي ډلو په توګه د يو رسمي ګوند په جوړولو ۳۶ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښود. په دې توګه د ګواتيمالا جګړه د ملګروملتونو په منځګړيتوب چې اصلي رول پکې د آرنو درلود پايته ورسېده. د ملګروملتونو د هغه وخت سرمنشي کوفي عنان، جان آرنو په کال ۱۹۹۷ کې د ګواتيمالا لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي په توګه وټاکه. آرنو په ۲۰۰۰ زېږديز کال کې د ځانګړي استازي په توګه بورنډي هېواد ته ولاړ او هلته دوه کاله پاتې شو. له هغې وروسته د ۲۰۰۲ کال په مارچ کې بياځلې افغانستان ته راغی او د ملګروملتونو ځانګړي استازي د مرستيال او د دې سازمان د سياسي چارو رئيس په توګه يې کار ته دوام ورکړ. په هغه وخت کې اخضر ابراهيمي د ملګروملتونو د سرمنشي له لوري په افغانستان کې ځانګړی استازی ؤ. په ۲۰۰۴ زېږديز کال کې هغه د اخضر ابراهيمي پرځای په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړی استازی شو. پر دې دندې سربېره هغه په افغانستان کې د ملګروملتونو د دفتر مسؤليت په غاړه درلود. آرنو په افغانستان کې له څه مودې ماموريت وروسته په ۲۰۰۶ کال کې د ګرجستان په لور وخوځېده او په هغه ځای کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي شو. نوموړي هغه وخت په ګرجستان کې د ملګروملتونو له خوا د څارونکي مسؤليت هم په غاړه درلود. د ملګروملتونو د ډيپلومات په توګه د جان آرنو ماموريت د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې دوام درلود. هغه په ۲۰۰۸ کال کې د «پاکستان ډيموکراتيکو ملګرو» لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي سلاکار په توګه غوره شو. دغه ډله د امريکا، برېتانيا او پاکستان له لوري رامنځته شوې وه چې د هغه هېواد له ملکي حکومته ملاتړ وکړي؛ ځکه چې په هغه وخت کې د پاکستان اقتصادي-امنیتي وضعیت له جدي ننګونو سره مخ ؤ.
آرنو په پاکستان کې د خپل ماموريت په پايته رسېدو سره کوم ځانګړی ماموريت نه درلود خو په ۲۰۱۴ کال کې د ملګري ملتونو سرمنشي بان کي‌مون له لوري د سولې د عملياتو ډلې د لوړپوي او خپلواک غړي په توګه وګومارل شو. هغه يو کال له دې ډلې سره کار وکړ او د نورو غړو ترڅنګ يې د جګړې د مخنيوي او په جګړو او د سولې په مذاکراتو کې د منځګړيتوب مسؤليت او د لارښوونو وړاندې کولو رول په غاړه درلود. آرنو هلته له يو کلن ماموريت وروسته کلمبيا ته ولاړ. هلته يې ددغه هېواد د سولې مذاکراتو په بهیر او د شخړو حل‌لارو په فرعي کمېسیون کې د ملګروملتونو سرمنشي د استازي په توګه کار وکړ.
آرنو په ۲۰۱۶ کال کې په کلمبيا کې د ملګروملتونو د ماموريت ریاست ته ورسېد. هغه چې د کلمبيا د جګړې پرمهال دې ماموریت ته دوام ورکړی و، د دايمي اوربند د عملي کېدو، د جګړې درېدو او د وسلو ټولولو لپاره يې چمتووالی وښوده. د کلمبيا د سولې خبرې په ۲۰۱۶ کال کې پايلې ته ورسېدې او د فارک ډله او د کلمبيا دولت د جګړې په پايته رسېدو هوکړه وکړه. په دې توګه په کلمبيا کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي او د دې سازمان د مرستيال پلاوي د رئيس په توګه د آرنو ماموريت په ۲۰۱۸ کال کې پايته ورسېد. آرنو د ۲۰۱۹ کال په وروستيو کې د ملګروملتونو عمومي منشي له لوري د بوليويا لپاره د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو او د هغه مسؤلیت د ۲۰۲۰ کال په ډيسمبر کې پايته ورسېد.
په دې توګه جان آرنو د ملګروملتونو لپاره د بېلابېلو ماموريتونو، په ځانګړي توګه د کلمبيا د سولې، د ګواتيمالا د سولې او د ګرجستان له اوربند وروسته د افغانستان جګړه ځپلي هېواد ته راوګرځېد.
د افغانستان وړاندې شوی انځور «په بشپړه توګه ناسم» ؤ
د حامد‌کرزي حکومت په لومړيو کې که د ځانګړي استازي مرستيال او د ملګروملتونو سرمنشي ځانګړي استازي په توګه د جان آرنو حضور دوه جلا جلا ماموريتونه وګڼل شي، نو د افغانستان لپاره د ملګروملتونو شخصي استازي په توګه د هغه ټاکنه په حقيقت کې د افغانستان لپاره څلورم ماموريت دی چې آرنو يې مخ ته وړي. په ۱۹۹۰ کال کې د هغه د فعالیت په لړ کې راپور ورکړل شوی چې جان آرنو د احمد شاه مسعود په مشرۍ له شمالي ټلوالې سره اړيکې لرلې. په ورته وخت کې د نوموړي د کار نور اړخونه په هغه وخت کې رسنيو ته راونه وتل. له ۲۰۰۲ کال وروسته جان آرنو په خپله کاري دوره کې د ملګروملتونو په ماموريت کې اساسي رول لرلی دی. آرنو او په هغه وخت کې د امریکا سفير زلمي خليلزاد د وخت د ټاکنو ستونزې منلې وې، خو ټینګار يې درلود چې د ټاکنو پايلې بايد ومنل شي. جان آرنو په هغه وخت کې ويلي ؤ چې اختلافات بايد جدي ونه ګڼل شي او مشارکت دې پرته له تاوتريخوالي رامنځته شي. خليلزاد هم ويلي ؤ چې بايد ټول نوماندان پايلو ته درناوی وکړي.
په هغه وخت کې آرنو د لوریو له خوا د باور وړ شخص په توګه پېژندل کېده، نوموړي د وسلو ټولولو په بهیر کې پر بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو پر حقونو ټینګار درلود. هغه همداراز له ۲۰۰۲تر ۲۰۰۶ کاله پورې په افغانستان کې د خپل ماموريت پرمهال څو ځله له بندیانو سره د بهرنيو پوځیانو د ناوړه چلند په اړه سخت غبرګون وښوده او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه وکړه. په ورته وخت کې آرنو په ځينو مواردو کې په داسې اقداماتو کې شريک ؤ چې وروسته يې هغه ناسم وګڼل.
د ولسي جرګې مخکينی غړی محی الدين مهدي د «د ثبات د ټينګښت نظريه او د نژادي مناسباتو حل» تر سرلیک لاندې په يوه مطلب کې له دې فرانسوي ډيپلومات څخه نقلوي؛ «هغه انځور چې خليلزاد، ابراهيمي او ولسمشر کرزي کښلی و دا ؤ چې په افغانستان کې مطلق اکثريت پښتانه دي. له څو پېړيو راهيسې هېواد د پښتنو په مشرۍ په سمه توګه اداره کېده. کمونيستي کودتا د مرکزي دولت د کمزوري کېدو سبب شوه او د لږکيو لپاره يې دا زمينه برابره کړه چې وسلې پيدا او د زور له لارې د دولت لوړو پوستونو ته لار ومومي. د حل لاره دا ده چې دDDR پروګرام له لارې، هغوی [لږکي] بې وسلې او د PPR له لارې هغوی له ملکي ادارو لیري شي». خو آرنو بيا ويلي ؤ چې په افغانستان کې له درې کلن ماموريت وروسته هغه دا موندلي چې دا انځور سم نه دی.
د جان آرنو ټاکل کېدو ته هیله مندي
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د استازي په توګه د جان آرنو ټاکنه تر ډېره هیله مندي له ځان سره لري. ولسمشرۍ ماڼۍ هم د دغه خبر له اعلان وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو د دغه تجربه لرونکي ډيپلومات له ټاکنې هرکلی وکړ. ولسمشر غني ويلي چې افغان ډيپلوماتان هم جان آرنو د افغانستان لپاره مناسبه ټاکنه ګڼي. مخکيني افغان ډيپلومات عمر صمد په خپل ټوېټر کې ليکلي چې آرنو «يو پوخ او تجربه لرونکی ډيپلومات» دی. د نوموړي په وينا د سولې بهیر په چټکوالي او سيمه‌ييزو ناستو سره هم‌مهاله به د آرنو رول د برياليتوب د ډاډ لپاره مهم وي. په جاپان کې افغان سفير شيدا محمد ابدالي هم د جان آرنو ټاکنه په اوسنيو شرایطو کې د افغان سولې بهیر لپاره د ملګروملتونو ماموريت ته غوره ټاکنه ګڼي.
د آسيا زړه ټولنې بنسټ اېښودونکي او مرستيال او مخکيني ډيپلومات جانان موسی‌زي له ۸صبح سره په خبرو کې وويل چې، آرنو په افغانستان کې د ملګروملتونو له لوري په ماموريت کې «اوږده مخينه» لري. د نوموړي په وينا، دغه فرانسوي ډيپلومات د اتيايمې زېږديزې لسيزې په وروستيو کې د جنيوا د مذاکراتو په بهير کې رول درلود او په کابل کې يې فعالیت درلود. موسي‌زي څرګنده کړه چې، آرنو په افغانستان کې د خپلو تجربو ترڅنګ د ځينو هېوادونو د شخړو په حل، د جګړې پايته رسېدو او د سولې بهیر په عملي کېدو کې پراخ رول لرلی دی. هغه وايي چې اوسني وضعیت او د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع اړتيا ته په کتو جان آرنو «ښه انتخاب» دی. د جانان موسی‌زي په وينا د فرانسوي ډيپلومات تجربه، د افغانستان بهیر د ته نوموړي لېوالتيا او په کارونو کې رښتينولۍ د انتونيو ګوتيريش پاملرنه راجلب کړه.
دغه افغان ډیپلومات په خپلو خبرو کې وويل چې د آرنو ټاکنه د افغانستان قضيې ته د ملګروملتونو جديت ښيي. د هغه په باور، اوسمهال د افغانستان په کشاله کې د لوري په توګه د امريکا رول ټولو ته د منلو وړ نه دی او هېڅ هېواد نشي کولی چې د سمبال چاري او منځګړي رول ولوبوي.
د موسی‌ زي په وينا، د مذاکراتو بهیر د خلکو له غوښتنو سره سم مخ ته نه دی تللې او اړتيا ده چې ملګري ملتونه د بې پرې منځګړي په توګه رول ولوبوي. موسی‌ زی وايي چې، دغو شرايطو ته په کتو له جان آرنو پرته بله ښه ټاکنه نه وه چې دغه حساس او پېچلی مديريت مخ ته بوزي. هغه څرګنده کړه چې د جان آرنو کاري تجربې ته په کتو، دغه فرانسوي ډيپلومات د ټولو اړخونو لپاره د درناوي وړ او د سولې موخو ته ژمن دی.
آرنو په داسې وخت کې افغانستان ته د نوي ماموريت لپاره راځي چې تمه ده په اپرېل مياشت کې د ملګروملتونو په مشرۍ د استانبول ناسته ترسره شي، امريکا په دې وروستیو کې يوه طرحه وړاندې کړې چې په هغې کې د سولې انتقالي دولت د رامنځته کېدو سناريو وړاندې شوې ده. د استانبول ناسته به هم د دغې طرحې د بحث او وروستي کېدو په پار ترسره شي چې د افغانستان ناورين ته د پای ټکی کېږدي. ويل کېږي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو يا يوناما د دفتر رئيسې ديبرا لاينز ماموريت به هم دوام لري او آرنو به د افغانستان په برخه کې له دغه بنسټ سره همکاري کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.