د پاچایانو پر هدیره تېرېدل، په دې هدیره کې یې وژل شوي پاچایان په یوه کتار او په خپل مرګ مړه شوي پاچایان په بل کتار کې خښ کړي وو. د هر پاچا پر شناخته یې د هغه د ژوند وروستی پیغام لیکلی و. وژل شويو پاچایانو د خپل دوښمن په اړه یو څه ویلي وو او په خپل مرګ مړه شويو د خپلې کورنۍ یا میراث سپارښتنه کړې وه.
ببرسری پیر د یوه پاچا شناختې ته ودرېده، ویې لوسته، بیا یې ولوسته او کټ کټ یې وخندل، مرید حیران شو او په ځیر یې د دغه پاچا شناخته بیا ولوستله :
زما لپاره د تاریخ تر ټولو لوی درس دا و: ځان پیاوړی کړئ، چې هیڅوک مو پرهېواد بلوسلو او یرغل ته زړه ښه نه شي کړای ! تر هغو چې په کور دننه کمزوري یاست او خپلو کې شخړې کوئ، یو پردی به پردروازه درننوځي او بل په کړکۍ.
مرید خپل ببرسری پیر وپوښت: د دې شناختې د پیغام توپیر له نورو سره څه دی؟
پیر بیا وخندل او ځواب یې ورکړ: ښه ځیر شه، د وژل شویو پاچایانو د قبرونو شمېر تر هغو ډېر دی، چې په خپل مرګ مړه شوي دي، د دې هېواد د واکمنو ټول عمر د واک پرسر په شخړو کې تېرشوی دی، یو بل یې سره وژلي او ژوبل کړي دي، بس چې کمزوري شوي، بیا بهرنیان راغلي او پرېمانه مرګ ژوبله یې کړې ده.
په دوی کې تر ټولو هوښېار پاچا همدا دی، چې له تاریخه یې اخیستلی درس پرخپله شناخته لیکلی دی.
مرید چې ځیرشو، په حیرانتیا یې ولیدل، چې د وژل شویو پاچایانو د قبرونو کتار ډېراوږد دی، دومره اوږد چې اخر سر یې نه ښکارېده.
یوې سمسورې درې ته ورسېدل، لوړ غرونه او شنه ځنګلونه، په منځ کې یې مست سیند بهېده. د درې خلکو په پټه د ځنګلونو لرګي وهل او په غلا یې ګاونډي هېواد ته د پلورلو لپاره وړل. مرید یو کلیوال وپوښت: دا ځنګلونه د چا دي؟
کلیوال ورته وویل: زموږ خپل ځنګلونه دي؟ مرید بیا پوښتنه وکړه، نو ولې یې ونې په غلا وهئ؟
کلیوال ورته وویل: شرمیږو، خو څه وکړو؟ که دا لرګي ونه پلورو له ولږې مرو. نو له سیند څخه اوبه ولې نه غلا کوئ؟
کلیوال د مرید لیونتوب ته حیران شو، لږ یې وموسل او په حیرانتیا یې وویل: د سیند اوبه ولې غلا کړو؟ سیند خو چې څومره اوبه وغواړو راکوي يې.
مرید وویل: نو ولې یې نه ترې غواړئ، چې له لوږې مو وژغوري؟
کلیوال وویل: دا زموږ کار نه دی.
ببرسري پیر خپل مرید پراوږه وټپاوه او ورته ویې خندل: له هغوڅخه، چې له ځانه غلا کوي، اوبه مه غواړه، هغوی همداسې (بې آبه) ښه دي.