له پاکستان سره د را روانو لوبو د ترسراوي په تړاو، په افغانستان کې د ټولنیزو رسینو ځينو کاروونکو غبرګون ښودلی دی. ځینو کاروونکو ویلي، چې روان وضعیت ته په کتو دې له پاکستان سره دغه لوبې نه کېږي، خو ځينو بیا ویلي، چې دا لوبې باید وشي، ځکه دا د کرېکټ نړیوالې شورا پلان کړې دي او که و نه شي، زیان یې افغان ملي لوبډلې ته اوړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ، چې افغان لوبډله به د پاکستان پر وړاندې را روانو لوبو کې ګډون وکړي.
د کرېکټ بورډ چارواکو د روان کال د زمري په شپاړسمه، د پاکستان په وړاندې له ملي لوبډلې سره غونډه کړې وه.
کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به په نږدې راتلونکي کې د پاکستان په وړاندې لوبلړۍ ته د لا غوره چمتووالي په موخه سریلانکا ته لاړه شي.
دغه اعلان ته د ټولنیزو رسینو کاروونکو غبرګون ښودلی دی. ځینو کاروونکو ویلي، چې روان وضعیت ته په کتو دې له پاکستان سره لوبې نه کېږي، خو ځينو بیا ویلي، چې دا لوبې باید وشي، ځکه دا لوبې د کرېکټ نړیوالې شورا پلان کړې او که و نه شي، تاوان یې افغان ملي لوبډلې ته اوړي.
شفیقې خپلواک چې په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان سره د لوبو مخالفه ده، پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، موږ له نړۍ غواړو چې پاکستان تحریم کړي خو خپله بیا ورسره د کرېکټ سیالي کوو؟ نوموړې زیاته کړې ده: «نورې ټولې ناخوالې یوې خوا ته آن سلسله مو سترګو ته درېږي…؟ که دا ستاسې د کورنۍ کومه نجلۍ وه، بیا هم تللئ او لوبې مو کولې؟»
د فیسبوک ځینو نورو کاروونکو هم ویلي، چې په اوسینو شرایطو کې ملي ګټې مهمې دي او له پاکستان سره دغه لوبلړۍ د هېواد روان وضعیت ته په کتو باید ونشي.
همدارنګه بهیج عثماني هم چې د دغو لوبو مخالف دی لیکلي، دا وخت له پاکستان سره د کرېکټ د لوبو نه دی. د نوموړي په خبره، لومړی دې افغان حکومت دا لوبې لغوه کړي او که دا کار نه کوي، ښه ده چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دې له لوبېدو ډډه وکړي. د هغه په باور، د ملي لوبډلې د لوبغاړو دغه ډول اعلان به په ټوله نړۍ کې انګازې وکړي او افغان حکومت ته به فرصت ورکړي چې سیاسي ګټه ترې واخلي.
ځينو نورو بیا ویلي، چې د کرېکټ له نړیوالې شورا دې ډلییزه غوښتنه وشي، چې د کرېکټ دغه لوبې لغوه کړي، له دې سره به نړۍ پوه شي، چې افغانان په څومره لویه کچه له پاکستان څخه نفرت لري.
له بلې خوا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ویلي، له پاکستان سره د کرېکټ دغه لوبې دې وشي، ځکه د دغو لوبو د نه ترسراوي زیان یوازې افغان ملي لوبډلې ته رسېږي. د دوی په اند، کرېکټ باید د سیاست ښکار نه شي. هغوی وايي، که څوک لږ هم د دغو لوبو په ارزښت پوه وي، و به نه وایي چې دا لوبې دې لغوه شي.
ځینو نور چې د دغو لوبو له ترسره کېدو سره موافق دي ویلي، که له پاکستان سره دا لوبلړۍ لغوه شي، دا به په لوی لاس پاکستان ته بریا ورکړي. د هغوی په باور، پکار ده افغان ملي لوبډله په دې لوبو کې ښه کارکردګي وښیي او بریا ترلاسه کړي.
له پاکستان سره دا درې لوبې د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا پلان شوې او د ۲۰۲۳ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د مخامخ ورتګ لپاره کېږي. افغانستان اوس مهال درې لوبې کړي، درې واړه یې ګټلي دي او ۳۰ پاینټه لري. که افغانستان له پاکستان سره دا سریز لغوه کړي، ښايي پاکستان ته د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا ټولې دېرش نومرې ورکړل شي یا دا نومرې دواړو ته په مساوي توګه ووېشي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو ځينو کاروونکو د (Pakistan_Sanction#) هشتک په کارولو سره د پاکستان د تحریم غوښتنه کوي او په افغانستان کې د روانو ناخوالو پړه پر دغه هېواد اچوي.