• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د نورسـتان بـې ځـایه شـوې کورنـۍ له ګڼـو ستونزو سره مخامخ دي

حفيظ الله علي خېل

 حفيظ الله علي خېل حفيظ الله علي خېل
۴ سلواغه/دلو ۱۳۹۹ - ۲۳ جنوري ۲۰۲۱ [t_time:1611390796]

دغه بې ځایه شوې کورنۍ وايي چې د ناامنیو له امله د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوې او له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
د مسوولينو په وينا دغه بې ځایه شوې کورنۍ یوازې له ناامنیو نه بلکې د کار و بار او اقتصادي ستونزو له کبله کډه شوې دي. د مسؤلینو په خبره له کډوالو سره په خپل وخت مرستې شوې او په راتلونکي کې به هم ورسره مرستې وشي.
د نورستان کامدېش، برګمټال، وانت ویګل او دواب هغه ولسوالۍ دي چې وګړو یې خپلې سیمې پريښي او مرکز پارون، واما او آن کونړ ولایت ته کډه شوې دي.
دوی وایي چې د ناامنیو له امله له خپلو سيمو را کډه شوې او تراوسه چا ورسره مرسته نه ده کړی.
فضل امین چې واما ولسوالۍ ته را کډه شوی وايي: «له نورو ولسوالیو واما ولسوالۍ ته خلک مهاجر شوي، دلته له معلومو وګړو سره مرستې کېږي، مرسته شوي توکي په خپلوانو وېشل کېږي، له یوې کورنۍ د لسو تنو نومونه لیکلي وي او هغوی ته مواد ورکول کېږي، اصلي مستحقو کورنیو ته مرستې نه ورکول کېږي.»
ځینې بې ځایه شوي زیاتوي چې مسؤلین له دوی سره توپیري چلند کوي. په دغه ولسوالۍ کې د کډوالو شورا رییس عظمت الله هم وایي چې د مرسته شويو توکو په وېش کې توپیري چلند کیږي، نوموړي وويل: «په واما ولسوالۍ کې تقریباً ۳۳۰ کډوالې کورنۍ اوسېږي، مرستې راځي، د مهاجرینو رئیس د خپلو اولادونو او خپلوانو نومونه ورته ليکي، هغوی ته توکي ورکوي، خو موږ چې بې کوره او بې وسه یو موږ ته مرستې نه راکول کېږي.»
له بلې خوا، د نورستان ولایت ځایي مسوولين له بې ځایه شویو سره د توپیري چلند خبره ردوي او وایي، چې واما ولسوالۍ ته راغلي کډوال یوازې د ناامنیو له امله نه، بلکې د اقتصادي ستونزو له کبله بې ځایه شوي دي.
د نورستان والي ډاکټر عبدالغفور ملکزی وایي: په بېلابېلو لاملونو له شاوخوا ولسوالیو کابو ۲۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې او دغه راز له پاکستان څخه هم یو شمېر کورنۍ بېرته راستنې شوې چې په خپل وخت ورسره مرستې شوې دي.
د نورستان د والي په وینا له زمري میاشتې راهیسې یې له بې ځایه شویو سره درې ځله مرستې شوې، له ۹۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته شوې چې هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکړل شوې او همداراز د بې ځایه شویو کورنیو لپاره څه کم ۸ میلیونه افغانیو مرسته په پام کې نیول شوې چې له قانوني پړاوونو ورسته به ورکړل شي.
د نورستان والي وایي چې د بې ځایه شويو کورنیو لپاره د مرستو جلبولو په موخه یې د بېلابېلو ادارو له مسوولينو سره کتلي او دغه مرستې هم کافي نه بولي.
نوموړی زیاتوي، داسې پلانونه لري چې له مخې به یې هغو کډوالو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي چې نه غواړي په لنډه موده کې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.
د واما ولسوال سیف الاسلام ۸ صبح ته وویل: هغه شمېر چې ویل کېږي، دومره کورنۍ دلته نه دي کډه شوې ځکه او اوس د کونړ او نورستان زیاتې سیمې امنې شوې خو ډېر شمېر یې د کاروبار لپاره کډه شوې دي.
د ده په خبره، دې ولسوالۍ ته ورغلي کډوال له ۵ تر شلو کلونو راپدېخوا دلته مېشت دي چې لږ شمېر یې امنیتي ستونزې لري خو ګڼ شمېر یې په ورځنیو اقتصادي چارو بوخت دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.