طالبانو له درېیو میاشتو واک وروسته د جمعې پر شپه د لیندۍ پر شپږمه د خپل چارسمبالي حکومت د رییسالوزرا غږیز پیغام خپور کړ. دا وینا داسې مهال خپره شوه، چې په دې وروستیو ورځو کې د ملا محمدحسن آخند چوپتیا غبرګونونه راپارولي وه. د طالبانو چارسمبالي حکومت رییسالوزرا په خپله وینا کې د نظام د سقوط، د بېوزلۍ او بیکارۍ، د پخوانیو پوځيانو د ترور، د ښځو حقونو، د طالبانو د رهبرۍ تګلارې، د حکومت مالي چارې او همدارنګه د بهرنیو هېوادونو سره یې پر پالیسۍ وغږېده.
نوموړي په خپله وینا کې پخوانی حکومت د اوسنیو ستونزو پړ وګاڼه. د ملا محمدحسن آخند په خبره، فقر له پخوا و او د دې تړاو د طالبانو له حکومت سره انصاف نه دی. نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د خلکو د رزق وعده ورکړې نه ده او اړتیا ده، چې هېوادوال دې د قحطۍ او وچکالۍ د پای لپاره خدای تعالی ته زاري وکړي. د طالبانو د چارسمبالي حکومت رییسالوزرا وویل، د اوس په پرتله خلکو ته په پخواني حکومت کې د کار زمینه برابره نه وه.
د ملا محمدحسن آخند په خبره، د پخوانیو پوځیانو ترور د طالبانو کار نه دی او هغوي یوازې هغو کسانو ته سزا ورکوي، چې «جنایت» او «خباثت» کوي. هغه د ښځو د حقونو پر رعایت د ټینګار ترڅنګ په تېر حکومت کې د دوی د حقونو پر وضعیت نیوکه وکړه. همدارنګه د طالبانو چارسمبالي حکومت رییسالوزرا وویل، پخواني ولسمشر اشرف غني مالي ادارې تر خپل کنټرول لاندې لرلې او ټول مالي مسایل یې له ارګه اداره کول. د نوموړي په خبره، طالبان به وروسته دا ادارې تنظیمې او کارونه به یې سم کړي. نوموړي د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته هم ډاډ ورکړ، چې طالبان به د دوي په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د ملا حسن اخند څرګندونې چې تر ډېره د موعظې بڼه یې لرله، د وروستیو ننګونو په اړه یې د طالبانو د چلن په تړاو ډېر ټکي په ډاګه کړل. هغوي داسې مهال چې واکمن دي، له هغو مسوولیتونو تېښته کوي، چې پر غاړه یې دي او د شاوخوا ۴۰ میلیونه وګړو راتلونکی خدای تعالی ته پر زارۍ کولو کې رانغاړي.
د طالبانو چارسمبالی حکومت پر ځای د دې چې د بشري ناورین په تړاو کومه د حل لاره وړاندې کړي وايي، هغوي خلکو ته د رزق ژمنه کړې نه ده. د حکومتولۍ بنسټ په ټولنه کې د افرادو د ګټو او حقونو ساتنه ده. که څوک مسؤلیت ونه مني او ټول د خدای په تمه ناست وي، نو د حکومت تر نامه لاندې اداري تشکیلاتو ته څه اړتیا ده؟
خلکو ته د کار زمینې برابرولو په تړاو د طالبانو چارسمبالي حکومت رییسالوزرا له خبرو ښکاري، چې طالبان له اوسني نسل څخه کافي شناخت نه لري. هغوي تراوسه د نوي ژوند اړتیاوې او د هېوادوالو غوښتنې درک کړې نه دي. ښکاري چې طالبان ټول کاري فرصتونه په بزګرۍ او مزدورۍ کې ویني او د دې پر ځای چې په ادارو کې د کار زمینه برابره کړي، تمه لري چې هر وګړي ته بیلچه او کولنګ ورکړي او کروندو ته یې واستوي. که ننني لوستي نسل ته په دې سترګه وکتل شي، د هېواد راتلونکي ته هیله نه شي کېدای.
د طالبانو د چارسمبالي حکومت رییسالوزرا د پخواني حکومت د کارکوونکو د وژنې په غبرګون کې وویل، چې هغوي عمومي بښنه په پام کې نیولې ده. نوموړي ټينګار وکړ، د پخواني حکومت هغو کارکوونکو چې «جنایت» او «خباثت» پیل کړی، تر ابده ورته عفو نه شته او خپله سزا به وویني. په دې توګه هغه په غیر رسمي ډول په وروستیو پیښو کې د طالبانو رول تایید کړ. له بده مرغه د خلکو صحرايي وژنې په هېواد کې د بدبختیو له دوام پرته بله پایله نه لري. دا ډول دریځ نیونه، ګټه اخیستونکو ته لار جوړوي، چې پخواني حکومت کې خپل مخالفین په بېلابېلو نومونو له منځه یوسي. په داسې حالاتو کې چې خلک ډاډ او مصونیت ته اړتیا لري، د طالبانو په مشرۍ حکومت له خوا د داسې کړنو مشروعیت کولی شي، ناوړه پایلې ولري.
طالبان داسې مهال د ښځو پر حقونو ټينګار کوي، چې دا مهال افغانې ښځې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري. ټولو خپل کارونه له لاسه ورکړي او یوازې لږ شمېر یې د اړتیا له مخې خپلو کارونه ته ځي. د دې تر څنګ طالبان د ادارو پر تنظیم ټينګار لري، په داسې حال کې چې اوسني حکومت کې تراوسه د مسلکي کسانو د ګمارلو ډېر څه نه لیدل کېږي. تراوسه د هېواد تحصیل کړي پر کار ګمارل شوي نه دي او کار اهل کار ته سپارل شوی نه دی. دا ډول بېپامیو اوسنی نسل د خپلې راتلونکې په تړاو اندېښمن کړی دی.
د طالبانو د چارسمبالي حکومت رییسالوزرا د ارزي زېرمو ازادول د اوسني بحران حل لار وګڼله او زیاته یې کړه، چې له دې سره به ستونزې حل شي. له بده مرغه طالبانو تراوسه د ارزي زېرمو وجودي فلسفه درک کړې نه ده. هغوي نه پوهېږي، چې دا زېرمې د ملي پیسو پشتوانه ده او نه شو کولای له هغې په بودیجې او نورو برخو کې کار واخیستل شي. د دې پیسو یوازینۍ ګټه چې طالبانو ته په اوسني وضعیت کې رسېدای شي دا ده، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت مخه ونیسي. د حکومتولۍ موخو لپاره د دغو زیرمو کارول اصولي نه دي، که دا کار وشي، د هیواد اقتصادي راتلونکی په جدي توګه ننګولی شي.
د ملا حسن اخند له وینا څخه څرګنده شوه، چې طالبانو د اشرف غني حکومت د خپل حکومت د ښه او بد د پرتلې لپاره د معیار په توګه کاروي. هغوي هر ګواښ د غني له دورې سره پرتله کوي او وايي، چې طالبانو د غني ادارې پرتله ښه عمل کړی دی. طالبان باید د خلکو او هېواد د وضعیت د ښه کېدو په موخه داسې حکومت جوړ کړي، چې هېوادوال یې غواړي. دا حکومت دې داسې جوړ شي، چې د خلکو حقوق، په ځانګړې توګه د ښځو حقوق خوندي وي. کار اهل کار ته وسپارل شي، خلک د امنیت له اړخه ډاډه وي، د هېواد اقتصادي حالت مخ په ښه کېدو روان وي، د رسنیو ازادیو او پر ځای نیوکو ته درناوی وشي او له نړیوالې ټولنې سره د اړتیا له مخې تعامل وشي. تر هغه چې دا اصلاحات رانه شي، نه شو کولای راتلونکې ته خوشبین واوسو. طالبان له هر څه وړاندې باید خپل مسوولیت ومني او اوسنۍ نړۍ کې د حکومتولۍ منطق دې تر پوښتنې لاندې نه راولي.