۸صبح: د امریکا په سنا جرګه کې جمهوري غوښتونکو په یوه یادښت کې ویلي چې یوازې لږ شمېر افغان کډوال چې امریکا ته لېږدول شوي، معاینه او ارزول شوي دي.
واشنګټن اګزمینر رپوټ ورکړی چې ددغه هېواد دولت د اطلاعاتي مرکزونو له لارې د څه د پاسه ۸۲ زره کډوالو په اړه یې پلټنې کړې دي.
له بلې خوا، چارواکو له ترلاسه شویو مالوماتو او مرکو استفاده نه ده کړې او کابو ۷۵ سلنه وګړي چې امریکا ته ورغلي په اړه یې پلټنې نه دي شوې.
دغې ورځپاڼې ویلي چې زیات شمېر کسان د دفاع وزارت له خوا لېږدول شوي چې په اړه یې ارزونه د عادي نوملړ په شان وه.
په دغه راپور کې راغلي چې د ډېری ورغلو کسانو د ورتلو بهیر د بایډن له خبرو سره ټکر لري او د کډوالو په چارو کې د امریکا له سیاست سره اړخ نه لګوي.
واشنګټن اګزمینر رپوټ ورکړی چې کابو ۷۵ سلنه وګړي چې امریکا ته د ورتلو اجازه ورکړل شوې، د وېزې، پېژندګلوۍ او ګرین کارت په شان لازم اسناد نه لري.
دا په داسې حال کې دي چې د ۲۰۰۱ لومړي کال د سپتمبر له یوولسمې وروسته، امریکا ته تلوونکو وګړو ارزونه اړینه ده.
د جمهوري غوښتونکو نیوکه په داسې حال کې مطرح کېږي چې ولسمشر بایډن د افغانانو د ایستلو پرمهال په یوه بیانیه کې ویلي و: «هغه الوتکې چې د کابل له هوايي ډګره الوتنې کوي، په مستقیمه توګه امریکا ته نه ځي، دوی د امریکا په اډو کې له ارزونې وروسته لېږدول کېږي او ترې پلټنې کېږي.»
له بلې خوا د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې له افغانستانه د خارج شویو کډوالو په اړه څو اړخیزه ارزونه شوې ده.
امریکايی چارواکو ویلي، ډول ډول اقدامات ترسره کوي چې ډاډ ترلاسه شي ترڅو کډوال د امریکا د کورني امنیت لپاره خطر نه دي.
ددغو چارواکو په وینا، د دقیقې او هراړخیزې ارزونې بهیر د پلټنو د فډرالې ادارې د اطلاعاتي مرکز«FBI» او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملي مرکز«NCTC» ارزول شوې دي.
په دغو ارزونو کې امریکا ته د سفر اجازې له صادرېدو وړاندې د هر افغان د ګوتو نښې، عکسونه او بیوګرافي ترسره شوې ده.
د جورج ډبلیو بوش دولت د بهرنیو چارو د مخکیني وزیر د سلاکار رابرت چارلز د جمعې په ورځ په «FOX and Friends First» پروګرام کې ویلي چې د ۸۳ زره افغان کډوالو ارزونه وخت ته اړتیا لري او دا بیړه یې سخته تراژیدي بللې ده.
هغه جوته کړه: «موږ امریکایانو د عادي وېزو، د ځانګړو او دایمي کډوالۍ د وېزو لرونکي او د سفارت پخواني کارکوونکي په افغانستان پرېښودل او ۷۳ زره تنه چې واقعاً یې د وتلو لپاره هېڅ دلیل نه درلود هغوی مو وایستل.»
د ویلو ده چې د امریکایي ځواکونو وتلو او همداراز د افغانانو د ایستلو بهیر له ډېرې مودې راهیسې په امریکا کې جنجالونه رامنځته کړي دي.
سنا جرګې په تېره بیا جمهوري غوښتونکو له دې مخکې په ځلونو د بایډن ادارې پر پروګرامونو نیوکې کړې دي.