د دوحې د سولې مذاکرات چې په لوړه کچه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو د پلاویو ترمنځ د قطر په پلازمیني دوحه کې ترسره شول، د چنګاښ په ۲۷مه نېټه پای ته ورسېدل. په دغو خبرو کې دواړو لوریو یوې عادلانه او تلپاتې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره د مذاکراتو د چټکتیا پر اړتیا هوکړه کړې ده.
دواړو لوریو د ناستې په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې په هغې کې د اوربند یادونه نه ده شوې.
د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو هوکړه کړې چې د خبرو بهیر چټک شي ترڅو له دې لارې د افغانستان د اوسني وضعیت د پای ته رسولو لپاره زرترزره دایمي حل لاره پيدا شي.
دواړو خواوو همداراز ژمنه کړې چې عادلانه او تلپاتې هوکړې ته تر رسېدو پورې په لوړه کچه په مذاکراتو کې ونډه ولري او دغې موخې ته د رسېدو لپاره په راتلونکي کې دا ډول ناستې دوام وکړي.
د دواړو لوریو مشرانو مرکچي پلاویو ته حکم وکړ چې مذاکرات ګړندي کړي. په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه خواوې داسې هوکړې ته رسېدل چې د اسلامي اصولو په رڼا کې د ټولو افغانانو غوښتنې پکې ځواب شوې وي درک کوي.
دواړو لوریو ډاډ ورکړی چې په ټول افغانستان کې ملکي بېخ بنسټونه خوندي شي، د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی وشي او د بشردوستانه مرستو په اړه همکاري کوي.
په اعلامیه کې راغلي چې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس پراختیا ته په پام سره، د واکسینو د صحي کارکوونکو د امنیت لپاره مناسب اقدامات کوي او همداراز د اکسیجن د لېږد او کووېډ نولس ناروغانو د درملنې لپاره د نورو اړتیا وړ توکو د لېږد رالېږد په اړه ډاډ ورکوي.
که څه هم افغان اولس تمه لرله چې په دغو مذاکراتو کې به د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او اوربند په اړه هوکړه وشي، خو په اعلامیه کې د اوربند په هکله څه نه دي ویل شوي، په داسې حال کې چې له دې مخکې ویل شوي و چې اوربند د مذاکراتو اصلي اجنډا ده.
د لوړې کچې دغه مذاکرات د چنګاښ په ۲۶مه پيل شول او دوه ورځې یې دوام وکړ. اوربند، موقت دولت او د مذاکراتو لپاره د منځګړي ټاکل ددغو خبرو آجنډاوې بلل شوې وې.
عبدالله عبدالله، محمد کریم خلیلي، عبدالسلام رحیمي، عطامحمد نور، محمدمعصوم ستانکزی، فاطمه ګیلاني او باتور دوستم د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ملا عبدالغني برادر، شهابالدین دلاور، عبدالسلام حنفي، ملا دین محمد، مولانا فرید، ملا فاضل او شیخ عبدالحکیم حقاني د طالبانو په استازیتوب په دغو خبرو کې ګډون درلود.
په اختتامیه ناسته کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د طالبانو سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر لنډې خبرې وکړې.


