• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د انګورو د بیې راټیټېدل؛ د کوهدامن بڼوال د طالبانو د عشر او مناسب بازار د نشتوالي تر فشار لاندې

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793180829]
AFP + AI

AFP + AI

د کوهدامن یو شمېر بڼوال د خپلو محصولاتو د بیو له ټیټېدو، د سړو خونو له نشتوالي او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي له محدودیته شکایت کوي. دوی وايي، په کورنیو بازارونو کې د محصولاتو د بیو د ټیټېدو له امله اړ شوي چې د خپل لاس د تڼاکو حاصل په ډېره ټیټه بیه وپلوري؛ داسې چې ان د تولید لګښتونه یې هم نه پوره کېږي. بلخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې د معیاري سړو خونو کمښت او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي محدودیت د بڼوالو د محصولاتو د پلور فرصتونه محدود کړي او په کوهدامن او د افغانستان په نورو سیمو کې یې د بڼوالو عواید راکم کړي دي.

د کابل د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکی او د انګورو بڼوال ګل‌احمد وايي، په وروستیو کلونو کې په بازار کې د انګورو د بیې د ټیټېدو له امله اړ شوی چې خپل محصولات په ډېره ټیټه بیه پر سوداګرو وپلوري؛ داسې چې ان د دې محصول د تولید لپاره لګول شوي لګښتونه یې هم نه دي پوره شوي.

د فرزې دغه اوسېدونکی زیاتوي: «د کال له پیل راهیسې مې په خپل بڼ کې ورځني مزدوران ګومارلي، سره مې اخیستې او د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره مې یوه ژور څاه د کیندلو په موخه شاوخوا ۴۰۰ زره افغانۍ لګولې دي. خو اوس چې مې انګور راټول کړي، اړ شوم چې هر خروار یې پر سوداګرو په څلور زره افغانۍ وپلورم. دغه پیسې ان زما لګښتونه هم نه پوره کوي. که مې انګور نه وای پلورلي، خرابېدل. له بلې خوا، د سړو خونو شمېر محدود دی او په هغو کې د محصولاتو د ساتلو لګښت هم لوړ دی. ان ویلای شو چې په ټول کوهدامن کې هېڅ سړه خونه نشته.»

دغه بڼوال وايي، په تېرو کلونو کې کله چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې پرانیستې وې، کولای یې شول چې خپل انګور په ډېره مناسبه بیه وپلوري؛ خو اوس د بیو ټیټېدو او بازار ته د لاسرسي محدودیت هغه او نور بڼوال له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د فرزې ولسوالۍ دغه اوسېدونکی وايي: «پخوا چې له پاکستان سره لارې پرانیستې وې، هر خروار انګور مې ان په ۲۰ تر ۳۰ زره افغانیو هم پلورل؛ خو اوس له دومره زحمت او لګښت سره سره خپل محصولات په ډېره ټیټه بیه پلورم. له دې ټولو بې‌پایلې هڅو ستړي او ناهیلي شوي یو.»

د کوهدامن یو بل بڼوال، شیرآغا هم د کرنیزو محصولاتو د بیو له ټیټېدو شکایت کوي او وايي، د بیو ټیټوالی او د تولید لوړ لګښتونه د دې لامل شوي چې په راتلونکو کلونو کې د بڼوالو د فعالیت او د محصولاتو د پالنې لپاره انګېزه کمه شي.

شیرآغا زیاتوي: «موږ زحمت باسو او لګښت کوو، خو خپل محصولات په ډېره ټیټه بیه پلورو. په بازار کې یو من انګور له ۴۰ تر ۱۰۰ افغانیو، یو من  رومي بانجان شاوخوا ۵۰ افغانۍ، یو کیلو امرود ۲۰ افغانۍ، یو من کچالو او پیاز له ۵۰ تر ۶۰ افغانیو او یو من مڼې له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو پلورل کېږي. هغه هم که موږ بڼوال یې په خپله نېغ په نېغه پر خلکو وپلورو؛ خو که یې پر سوداګرو وپلورو، بیه یې تر دې هم ټیټېږي. د هندواڼو او خټکیو د راټولولو په موسم کې هم اړ شوو چې خپل محصولات په ډېره ارزانه بیه، ان هره دانه په ۱۰ تر ۲۰ افغانیو، وپلورو.»

دغه بڼوال وايي: «د دې وضعیت دوام د بڼوالو اندېښنې راپارولې دي؛ ځکه د تولید لګښتونو او د محصولاتو ټیټو بیو ته په پام سره، څرګنده نه ده چې دوی به څنګه وکړای شي د راتلونکي کال لپاره د خپلو کرنیزو فعالیتونو د دوام انګېزه او مالي توان وساتي.»

د شکردرې ولسوالۍ د مڼو بڼوال،سردار وايي، له یوه کال هڅو او زحمتونو سره سره یې د محصولاتو له پلوره ترلاسه شوي عواید د تولید او د بڼ د ساتنې لګښتونه نه شي پوره کولای. هغه وايي، بڼوال د کال په اوږدو کې د خپلو محصولاتو د پالنې او ساتنې لپاره لګښتونه کوي او د اوبو له کمښت سره سره، د خپلو محصولاتو له پلوره د عاید ترلاسه کولو په هیله هڅې کوي؛ خو د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې په بازار کې د مڼو د عرضې په زیاتېدو سره بیې ټیټېږي او محصولات یې په مناسبه بیه نه پلورل کېږي.

سردار زیاتوي: «موږ بڼوال د کال په اوږدو کې زحمت باسو او لګښت کوو، په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې د اوبو له کمښت سره هم مخ یو. زموږ هیله له هغو عوایدو سره تړلې ده چې د خپلو محصولاتو له پلوه یې ترلاسه کوو؛ خو د کال په پای کې په بازار کې د عرضې د زیاتېدو له امله د مڼو بیې ټیټېږي او زموږ محصولات په هغه بیه نه پلورل کېږي چې د تولید لپاره مو یې څومره زحمت او لګښت کړی دی.»

دغه بڼوال وايي، په شخصي سړو خونو کې د محصولاتو ساتل ډېر لګښت لري او له بڼوالو غواړي چې دولتي سړې خونې جوړې کړي او نړیوالو بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادرولو زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار کوي: «د شخصي سړو خونو کارول ډېر لګښت لري. زموږ بڼوالانو غوښتنه دا ده چې دولتي سړې خونې جوړې شي او بهر ته زموږ د محصولاتو د صادرولو زمینه برابره شي، څو وکړای شو خپل محصولات په مناسبه بیه وپلورو.»

د کوهدامن یو اوسېدونکی احمد (مستعار نوم)، وايي: « طالبان له خلکو عشر اخلي. د انګورو له هرې کڅوړې چې د خیرخانې له کوتله تېرېږي، ۳۰ روپۍ اخلي او له بڼوال هم ۵۰ روپۍ اخلي. خلکو انګور ممیز کړي دي، خو څوک مميز نه اخلي. په دې حالت کې خلک د خپلو لګښتونو د پوره کولو توان هم نه لري، خو عشر ورکوي.»

په همدې حال کې، د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وايي، په کوهدامن کې د سړو خونو نشتوالی د دې لامل کېږي چې بڼوال ونه کړای شي خپل محصولات د اوږدې مودې لپاره وساتي. د هغه په وینا، د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې بازار ته د محصولاتو هممهاله عرضه بڼوال اړ باسي چې خپل محصولات تر خوسا کېدو مخکې او په ټیټه بیه وپلوري.

ښاغلی قریشي زیاتوي: «بهرنیو پېرېدونکو ته محدود لاسرسی د تقاضا کچه راټیټوي او په پایله کې د بڼوالو عواید هم کمېږي. د صادراتو لپاره یوازې د محصولاتو ښه کیفیت بسنه نه کوي؛ بلکې معیاري بسته‌بندي، د روغتیايي تصدیق‌لیکونو ترلاسه کول او د سړې لېږدونې د اسانتیاوو برابرول هم اړین دي. د دغو اسانتیاوو رامنځته کول او له بهرنیو پېرېدونکو سره د مستقیمو اړیکو ټینګول کولای شي د محصولاتو د باوري او دوامداره صادراتو زمینه برابره کړي.»

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه، شکیب (مستعار نوم) خبرداری ورکوي چې د معیاري سړو خونو کمښت او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي محدودیت د کوهدامن او د افغانستان د نورو سیمو د بڼوالو عواید راکم کړي دي.

د هغه په وینا، بڼوال د محصولاتو د ساتنې لپاره د کافي اسانتیاوو د نشتوالي له امله اړ دي چې انګور، مڼې، زردالو او نورو محصولاتو د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې په ټیټه بیه وپلوري، یا یې یوه برخه د خرابېدو له امله له لاسه ورکړي. دې وضعیت د محصولاتو ضایعات زیات کړي او د بڼوالۍ په برخه کې یې د پانګونې انګېزه کمه کړې ده.

هغه وايي: «د معیاري سړو خونو نشتوالی د صادراتو د فرصتونو د له لاسه تلو او له ګاونډیو هېوادونو د مېوو او سبزیجاتو د وارداتو د زیاتېدو لامل شوی دی؛ حال دا چې سړې خونې کولای شي د عرضې د تنظیم، د محصولاتو د کیفیت د ساتلو او سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ښه لاسرسي زمینه برابره کړي.»

د اقتصادي چارو دغه  کارپوه د محصولاتو د خرابېدو وېره او بازار ته په یو ځل او له اړتیا د زیاتو محصولاتو عرضه د بیو د ټیټېدو له لاملونو ګڼي.

هغه زیاتوي: «د ترانزیټ ستونزې، د پولو تړل کېدل، د سړو خونو کمښت، پر دودیزو بازارونو تکیه، په بازارموندنه او د سوداګریزې نښې په رامنځته کولو کې کمزورتیا، سیمه‌ییزه سیالي او د پروسس په صنعتونو کې د پانګونې کمښت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو له مهمو خنډونو دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمېر سوداګرو تېره میاشت له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په هېواد کې د معیاري سړو خونو له نشتوالي شکایت کړی و. دوی ویلي وو چې د محصولاتو د ساتنې لپاره د مناسبو اسانتیاوو کمښت هر کال د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د تازه مېوو، د یوې برخې د خوسا کېدو او ضایع کېدو لامل کېږي او سوداګرو او کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړوي. دغو سوداګرو زیاته کړې وه چې که څه هم په وروستیو کلونو کې په هېواد کې یو شمېر خصوصي سړې خونې جوړې شوې دي، خو د دغو سړو خونو ظرفیت د سوداګرو او کروندګرو اړتیاوې نه شي پوره کولای. د دوی په وینا، د زېرمه کولو لپاره د کافي ظرفیت نشتوالی سوداګر اړ باسي چې خپل محصولات په لنډ وخت کې او په ټیټه بیه بازار ته وړاندې کړي، څو د هغو د خرابېدو مخه ونیسي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.