وچکالي په یوه سیمه کې د اوبو کمښت او یا هم نه شتون په داسې ډول سره چې د انسانانو باارزښته سرچینو کرنې او تولید له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي د وچکالۍ په نامه یادېږي، یا هم په یوه سیمه کې د اوبو نه شتون د وچکالۍ په نامه یادېږي. د باران په اورېدو کې بدلونونه د موسمي بدلون (Climate Change) له لویو نښو څخه دي، چې اوس مهال ټوله نړۍ ورسره مخامخ ده. د دې ترڅنګ د موسمي بدلون لویې (نړیوالې تودوخې/Global Warming) په کرنه کې د اوبو د تبخیر کچه زیاته کړې او ستونزې یې نورې هم زیاتې کړې دي. که د نړۍ تاریخ ته کتنه وکړو نو په ډېرو هغو سیمو کې چې اوبه کمې وې نورې هم کمې شوې، برعکس په هغو ځایونو کې چې زیاتې وې نورې هم زیاتېږي، چې د انساني ټولنې په ګډون یې ټوله بشري ټولنه له مستقیمو او غیر مستقیمو ستونزو او ننګونو سره مخ کړې ده، په ایکو سېستمونو کې ایکالوژیکي ستونزې منځته راغلې، یعنې د ژوندي او غیر ژوندي چاپېریال ترمنځ اړیکې له نورمال حده وتلې، ټول ژووي له چاپېریال سره په نورماله توګه خپلې اړیکې نه شي ساتلای. وچکالي د ژوند پر ټولو برخو بدې اغېزې کوي، په ځانګړي ډول پر کرنه تر ډېره اغېز کوي چې د حیواني ټولنې لپاره د خوړو د برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري.
په عمومي ډول د باران په اورېدو، شدت، ځای او وخت کې زیات بدولونونه راغلي چې له امله یې په ځینو ځایونو کې چې اوبه کمې وي نورې هم کمې شوې په هغو سیمو کې چې اوبه زیاتې وې نورې هم زیاتې شوې، انساني ټولنه یې له ستونزې سره مخ کړې ده. افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې په زیاته اندازه چاپېریالي ستونزې «موقعیت، د باران کمه اندازه، دومداره وچکالۍ، د ځنګلونو کمښت او پرې کېدل، د څړځایونو له منځه تلل، د عامه پوهاوي د کچې ټيټوالی، د سرچینو کموالی، پر فسیلی(Fossil) او بایومس (Biomass) موادو باندې زیاته تکیه، د چاپېریال ککړتیا، د ښاري او کلیوالی ساحو پراختیا او د خاورې تخریب» لري، له بلې خوا، اقتصاد یې پر ځان بسیا نه دی چې ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
افغانستان د نړې یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د باران اندازه پکې (۷-۱۲۰۰ میلي متره) او کرنه یې پر ژمنیو واورو او بارانونو تړلې، نو له همدې امله د وچکالۍ په وړاندې په یوه حساسه سیمه کې موقعیت لري، په هغه کال کې چې د ژمي په موسم کې د بارانونو اندازه کمه وي د هېواد زیاتره سیمې له وچکالۍ سره مخامخ کېږي، ددې ترڅنګ یې زیاتره وګړي پر کرنه بوخت دي او د ژوند چارې له همدې لارې سمبالوي. وچکالي په مستقیم ډول انسانان د څښاک او د ژوند په نورو چارو کې د اوبو له کمښت سره مخامخ کوي، له بله پلوه، په غیر مستقیم ډول پر صنعت او کرنه اغېز کوي او انسانانو ته اقتصادي زیانونه رسوي، یعنې د کښت لپاره چې کافي اوبه موجودې نه وي، یا له منځه ځي او یا یې هم پر خوراکي ارزښت بدې اغېزې کوي، چې په پایله کې د انسانانو او څارویو د خوراکي سرچینو د کمښت لامل کېږي.
له دې سره سره چې وچکالۍ زیاتې شوې او د اوبو سرچینې د هېواد په ټولو برخو کې د کمښت په حال کې دي کرنه هم میکانیزه نده، چې له امله یې د اوبو او محصولاتو ضایعات زیاتېږي او انساني ټولنې ته اقتصادي زیان رسوي. له دې سره سره چې وچکالۍ زیاتې شوې د ژورو څاه ګانو د اوبو د استعمال له امله د ځمکې لاندې اوبه هم د کمښت په حال کې دي چې په اوږده موده کې انسانان له یوه لوی ناورین سره مخامخ کولای شي، یعنې د ځمکې لاندې اوبو په کمښت سره د ځمکې کېناستل (Land subsidence) منځته راځي او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي. کابل ښار د افغانستان له هغو ښارونو څخه دی چې ښايي په راتلونکي کې د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د خالی کېدو له امله د اوبو له نشتوالي سره مخامخ شي، ځکه پدې ښار کې د اوبو رسونې لږ شبکې شتون لري چې په نشت حساب دي، زیاتره په کرنیزو فارمونو، شرکتونو، کارخونو او استوګنو سیمو کې د ژورو څاه ګانو له اوبو زیاته ګټه اخیستل کېږي، بدیل هم نشته او پر یوه نامعلوم لوري په حرکت یوو.
د وچکالۍ په وړاندې مبارزه (Combat Against Drought)
لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه د باران په اورېدو کې د ځای او وخت له پلوه زیات بدلون راغلی، په ځینو ځایونورکې وچکالۍ زیاتې شوې، نو د موسمي بدلون (Climate Change) په وړاندې مبارزه «له چاپېریال سره توافق، د شین کوریزه ګازونو د خپرېدو مخنیوی» هم کولای شي په سېستماتیک ډول د وچکالۍ اغېزې کمې کړي. د وچکالۍ په وړاندې په مستقیم ډول مبارزه ناشونې ده، خو په غیر مستقیمه توګه د توافقي او احتیاطي کړنو په رڼا کې ورسره مبارزه کېدای شي، له شته سرچینو او فرصتونو سالمه ګټه پورته کړو، چې وکولای شو د خپلې ټولنې اړوند اړتیاوې پوره کړو. د توافقي کړنو په لړ کې په کرنه، صنعت او د ژوند په نورو چارو کې ځانګړې کړنې باید په پام کې ونیول شي، لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله موخو ته داسې ستراتېژيک او عملیاتي پلانونو جوړ او پلی شي چې له یوې خوا مو د ټولنې اړتیاوې پوره کړې او بل لوري ته له فرصتونو مو اعظمي ګټه اخیستې وي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.
۱- د اوبو مدیریت (Water Management)
د اوبو مدیریت د موسمي بدلون له امله په نړیواله کچه د ټولو هېوادونو او دولتونو لومړیتوب دی، د انرژي له تولیده نیولې بیا تر کرنې ټولې برخې پکې شاملې شي.
– د کانالونو کیندل: د اوبو له ټولو حوزو باید په ممکن ډول د کرنې لپاره ویالې وکېندل شي چې د کرنې برخې ته وده ورکړل شي.
– د اوبو زېرمه کول: دولت باید په ټولو هغو ځایونو او سیمو کې چې د کرنیزو اوبو د زېرمه کولو جوګه وي لوی او واړه د اوبو بندونه ورغوي، تر څو د کرنې لپاره د باران په نه شتون کې د اوبو کافي سرچینې برابرې کړي. له بلې خوا، د پاکې انرژي څېښتن هم کېدلی شو.
– د اوبو بیا ځلې پراسېس: په ټولو هغو ځایونو کې چې د فاضلاب زیاتې اوبه شتون لري باید پراسېس شي او بېرته په کرنه او صنعت کې ولکول شي، د بېلګې په توګه د کابل ښار د فاضلاب اوبو بیاځلې پراسېس کول د خصوصي یا هم دولتي څانګې له خوا په داسې ډول چې اغېزمنتیا يې په نظر کې ونیول شي.
– د اوبو د ککړتیا مخنیوی: دولت باید نقطوي) (Pointاو غیرنقطوي(Non point) د اوبو د ککړتیا د سرچینو د مخینوي په خاطر لازم تدابیر غوره کړی ونیسي چې شته اوبه تر ممکنه حده له ککړتیا وژغورل شي. ددې ترڅنګ باید دولت او نور اړوند بنسټونه د ټولنې د عامه پوهاوي کچه د اوبو د ارزښت، اړتیا او کمښت په اړوند لوړه کړي.
– د اوبو رسونې شبکو تمدید او د ژورو څاه ګانو د اوبو د ګټې اخیستو مخینوی: باید ټول څاه ګان د اړوندو ادارو په اجازه وکیندل شي، ددې تر څنګ دولت باید په اړوندو ښارونو کې په ځانګړي ډول کابل ښار کې د اوبو رسولو شبکې جوړې کړي، چې له ژورو څاه ګانو د ګټې اخیستو اندازه کمه شي، په دې سره کولای شو له یوې خوا تر ځمکې لاندې اوبو(Ground Water) سرچینې پياوړې کړو او له بله پلوه په راتلونکي کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت مخنیوی وکړو.
۲- په کرنه کې د وچکالۍ په وړاندې مبارزه(Combat Against Drought in Agriculture)
– د کرنې میکانیزه کول: لکه چې مخکې یادونه وشوه؛ کرنه د هېواد لویه برخه ده او په ناخالصو ملي تولیداتو(GNP) کې ډېره ونډه لري، دولت باید د کرنې د میکانیزه کولو لپاره لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه جوړ کړي، چې له یوې خوا، حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شي او بل لوري ته د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی وشي. د کرنې پر میکانیزه کېدو سره د اوبخور نوي سېستمونه رامنځته کېږي چې د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی کوي. دودیز د اوبخور سېستمونه د اوبو د ضایعاتو ترڅنګ د بېکاره بوټو پر لېږد او د کرنیزو محصولاتو د غذايي ارزښت د کمښت لامل کېږي.
– د اصلاح شویو تخمونو(Improve Seed) دود او معرفي کول: داسې اصلاح شوی تخمونه باید په کرنه کې د جین د انجینرۍ (Gin Engineering)په واسطه رامنځته شي چې له یوې خوا کمو اوبو ته اړتیا ولري او له بله اړخه یې غذايي ارزښت لوړ وي.
– سهار وختي کروندو ته اوبه ورکول: ټولې هغه اوبه چې سهار وختي کروندې ته ورکول کېږي د اوبو د ضایعاتو اندازه یې کمه وي، یعنې له یوې خوا، ځمکه یخه وي او بل طرف ته د حرارت درجه ټيټه وي چې په پایله کې یې پر کمه اندازه اوبه تبخیرېږي.
– د کرنیزو ځمکو قلبه یا یووې کول: له یوې خوا، قلبه یا یووې د کرنیزې ځمکې خاوره اصلاح کوي او له بل لوري یې د اوبو ساتلو ظرفیت لوړېږي.
– د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی: د اوبو له سرچینو تر کروندې پورې باید د اوبخور په وخت کې سمه څارنه وشي چې د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وشي.
– د عادتي اوبخور مخینوی: ځینې کروندګر خپل کښت ته پر عادتي شکل اوبه ورکوي چې پر دې سره له یوې خوا، د کرنیزو محصولاتو غذایي ارزښت کمېږي او له بله پلوه د اوبو د ضایع کېدو لامل کېږي.
– د عضوی سرو استعمال: عضوي سرې د خاورې جوړښت ښه کوي او د اوبو ساتلو ظرفیت زیاتوي، برعکس کېمیاوي سرې بیا د اوبو اړتیا زیاتوي، که چېرې اوبه کروندې ته په وخت ور نه کړل شي ښايي کرونده له منځه ولاړه شي.
۳- فردي او ټولنیز مسؤلیتونه (Individuals & Social Responsibilities)
لکه چې مخکې یادونه وشوه له وچکالۍ سره پر مستقیم ډول مبارزه ناشونې ده، خو کېدای شي په غیر مستقیم ډول د فردي، ټولنیزو او حکومتي مسؤلیتونو له لارې داسې کړنې ترسره شي چې د اوبو ککړتیا کمه کړو او همداراز د اوبو د زیات لګښت او ضایع مخنیوی وکړو. ځینې فردي او ټولنیز مسؤلیتونه په لاندې ډول دي:
– د اوبو د زیات لګښت مخینوی: اوبه په هره کورنۍ کې د بېلابېلو موخو لپاره لګول کېږي، چې لګښت یې توپير لري. په یوه داسې کورنۍ کې چې تشانابونه یې په عصري ډول رغول شوي وي، یعنې په کمود او شاور سمبال وي، د پخواني یو فلشه کمښت په یو ځل استعمال سره ۱۷ لېتره اوبه لګول کېږي، پداسې حال کې چې دو فلشه کمودونه په یو ځل استعمال سره د ۴-۶ لېتره پورې اوبه لګښت لوي، یعنې پدې برخه کې د اوبو د لګښت زیات توپير لیدل کېږی. همدارنګه د ژوند په ټولو اړخونو کې باید د اوبو په لکښت کې کموالی راشي.
– د اوبو د ککړتیا مخنیوی: ټولې کورنۍ باید د خپل کور کثافات او پاتې شوني پداسې ډول کنترول او مدیریت کړي چې چاپېریال پاک وساتل شي او د اوبو د ککړتیا سبب هم ونه ګرځي.
– د باران اوبو زېرمه کول: ټولې هغه کورنۍ چې کورونه یې په عصري ډول رغول شوي باید د باران د اوبو د زېرمه کولو لپاره ځانګړې ټانکۍ ولري چې د بامونو د باران اوبه زېرمه او په کالیو وینځلو، کمود او داسې نورو اهدافو ترې کار واخلي.
– د عامه پوهاوي د کچې لوړول: هغه وګړي چې د اوبو په ارزښت پوهېږي باید په ټولنه کې د اوبو د زیات لګښت په مخنیوي کې خپل ایماني او وجداني مسوولیت ادا کړي.


