• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کندهار کې وچکالي؛ ۳۰ سلنه بڼونه د وچېدو له خطر سره مخ دي

۸صبح،کندهار ۸صبح،کندهار
۳۱ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790067437]

پرله‌پسې وچکالیو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې پر کرنې او بڼوالۍ جدي اغېز کړی دی. کروندګر او بڼوال وايي، د چینو او کاریزونو په وچېدو سره د انارو او انځرو سلګونه بڼونه له منځه تللي او د اوبو موندلو لپاره اړ شوي چې تر سلګونو مترو پورې ژورې څاه‌ګانې وکني. د کندهار د شاه‌ولي‌کوټ، ارغستان، معروف، دامان، نېش، میانشین، غورک، خاکریز، تخته‌پل او میوند په ګډون د ۱۰ ولسوالیو اوسېدونکي د اوبو له بې‌سارې کمښته شکایت کوي. دوی وايي، پخوا د ځمکې لاندې اوبه په څو متره ژورتیا کې موندل کېدې، خو اوس په ځینو سیمو کې د اوبو کچه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ مترو پورې ټیټه شوې ده. په دغو ولسوالیو کې تر ډېره د انځرو او انارو بڼونه دي چې د سیمې د اوسېدونکو د عاید اصلي سرچینه بلل کېږي.

د شاه‌ولي‌کوټ ولسوالۍ یو بڼوال سیدآغا وايي، د اوبو موندلو لپاره یې دوه ځله د څاه‌ د کېندلو هڅه کړې، خو دواړه هڅې یې ناکامې شوې دي. هغه وايي: «پخوا به مو اوبه په ۵۰ تر ۶۰ مترو ژورتیا کې موندلې، خو اوس د ۲۵۰ تر ۳۰۰ مترو په ژورتیا کې دي. د دغو اوبو ایستل نه اسانه دي او نه په دې ژورتیا کې د څاه‌کېندل ساده کار دی.» د هغه په وینا، د ژورو څاه‌ګانو د کېندلو لپاره د «پیچي برمو» کارولو ته اړتیا ده چې ډېر لوړ لګښت لري او د یوې څاه د ‌کېندلو لګښت شاوخوا ۵۰۰ زره افغانیو ته رسېږي.

د کندهار اوسېدونکی عبدالسلام وايي، د اوبو د کمښت له امله یې د انځرو ټول بڼ وچ شوی او اړ شوی چې ونې یې له ځمکې وباسي. هغه وايي، له ژورو څاه‌ګانو د اوبو ایستلو لپاره لسګونو لمریزو تختو ته اړتیا ده چې د کورنیو پر اوږو له اقتصادي پلوه دروند لګښت اچوي.

بڼوال وايي، هغه ونې چې د څو نسلونو لپاره د دوی د کورنیو د عاید سرچینه وې، اوس د اوبو د کمښت له امله له ځمکو ایستل کېږي. دوی خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت دوام وکړي، کلیوالي سیمې به له اوسېدونکو تشې شي.

د ارغستان ولسوالۍ د چینې سیمې اوسېدونکی دادالله وايي، پخوا چینې او کاریزونه فعال وو او د ځمکې لاندې اوبه یوازې د دوو یا درېیو مترو په ژورتیا کې وې؛ خو اوس دغه سرچینې وچې شوې دي. هغه زیاتوي: «اوس هغه کسان چې د ژورو څاه‌ګانو د کېندلو توان لري، څاه‌ګانې باسي؛ خو هغه کسان چې مالي توان یې نه لري، بڼونه یې وچېږي او له سیمې کډه کوي.»

  اوبو د ګابو کولو لپاره کمزوري بنسټونه

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي د اوبو د کابو کولو لپاره د بندونو او اوبو د زېرمه‌ځایونو نشتوالی د بڼونو د وچېدو اصلي لامل بولي.

د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی فتح‌محمد وايي، په سیمه کې د اوبو د زېرمه کولو او کابو کولو لپاره لوی بند نشته او هغه کوچني بندونه یا «چک‌ډیمونه» چې جوړ شوي، هم پر کرنې او بڼوالۍ د پام وړ اغېز نه لري.

په خاکریز ولسوالۍ کې هم کروندګر د اوبو د زېرمه کولو لپاره د جوړو شویو کوچنیو بندونو له کیفیت او ظرفیته شکایت کوي.

د دغې سیمې یو اوسېدونکی الله‌ نظر وايي، په ځینو دغو بندونو میلیونونه افغانۍ لګول شوې دي؛ خو د اوبو د زېرمه کولو توان نه لري او یو شمېر یې هم له خټینو رسوباتو سره ډک شوي دي.

په کندهار کې اقلیمي بدلون او د اوبو کمښت

د اوبو د برخې کارپوهان اقلیمي بدلون د وچکالۍ د لا سختېدو له مهمو عواملو بولي.

د دې برخې یو کارپوه محمدعارف وايي، په کندهار کې د وچکالۍ ستونزه یوازې د ورښتونو تر کمېدو محدوده نه ده؛ بلکې د تودوخې لوړېدل، نامنظم ورښتونه، د ځمکې له لاندې اوبو له حده زیاتې ګټې اخیستنې او د اوبو د کابو کولو لپاره د بنسټونو نشتوالی د دې ناورین له اصلي عواملو دي. د هغه په وینا، د کرنیزو محصولاتو پر کمېدو سربېره، مالداري هم د پام وړ زیانمنه شوې ده. دغه کارپوه خبرداری ورکوي چې د اوبو د بې‌سارې کمښت له دوام سره به د اوبو پر سرچینو د خلکو ترمنځ د شخړو او ناندریو د زیاتېدو احتمال هم ډېر شي.

څه باندې ۳۰ سلنه بڼوڼه  د وچېدو له خطر سره مخ دي

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، د اوبو کمښت او اقلیمي بدلون د دغه ولایت څه باندې ۳۰ سلنه بڼونه د وچېدو له جدي خطر سره مخ کړي دي. د دوی په وینا، د شاه‌ولي‌کوټ، معروف او ارغستان ولسوالیو د انارو او انځرو بڼونه تر نورو سیمو ډېر زیانمن شوي دي.

له بلې خوا، بڼوال او کروندګر له طالبانو غواړي چې د بې‌پایلې ژمنو او خیالي پروژو د پلي کولو پر ځای، د دغه ستر بشري ناورین د کابو کولو لپاره عملي اقدامات وکړي. دوی د دهلې بند د اوبو د زېرمه کولو د ظرفیت د لوړولو، د کوچنیو بندونو د جوړولو او د څاڅکي د اوبو لګولو سیسټم اړوند د اسانتیاوو او روزنې د برابرولو غوښتنه کوي، څو د اوبو لګښت راکم او له شته سرچینو په اغېزناکه توګه ګټه واخیستل شي.

کارپوهان ټینګار کوي چې په کندهار کې د اوبو د ناورین د کمولو لپاره د باران او سېلابونو د اوبو کابو کول، د ځمکې لاندې اوبو د ایستلو تنظیم، د لږو اوبو مصرفوونکو کرنیزو سیسټمونو دودول، د کاریزونو او طبیعي چینو ساتنه او له وچکالۍ زیانمنو بڼوالو ته د اقتصادي مرستو برابرول هغه اساسي اقدامات دي چې د دې ناورین د پراخېدو مخه نیولی شي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو د وچکالۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغې وچکالۍ د پرله‌پسې پنځم کال لپاره د بڼوالو پر محصولاتو منفي اغېز کړی او د انارو د تولید کچه یې ۱۰ سلنه راکمه کړې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.