د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په تړاو د طالبانو له ادعاوو سره سره، کارپوهان د نشهيي توکو د قاچاق له دوام، د مصنوعي نشهيي توکو د تولید له پراختیا او د دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو د مالي سرچینو په تامین کې د دغې سوداګرۍ له روله پرده پورته کوي. دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو تر دې وړاندې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره د رضوي خراسان ولایت په پولو کې د مصنوعي نشهيي توکو د کشف د کچې د څلور برابره کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې کارپوه فرهاد بشریار وايي، د نشهيي توکو قاچاق د طالبانو یوه مالي سرچینه ده. د هغه په وینا، طالبانو په افغانستان کې د نشهيي توکو د پروسس لابراتوارونه جوړ کړي دي. هغه ادعا کوي چې تر دې وړاندې دغو لابراتوارونو د پاکستان په قبایلي سیمو کې فعالیت کاوه.
دغه کارپوه پر دې باور دی، چې د طالبانود نشهيي توکو پر سوداګرۍ د عایداتو د یوې برخې تکیه او په نړیوالو بازارونو کې د دغو توکو پراخه غوښتنه د دې قاچاق د دوام له عواملو دي. هغه زیاتوي چې پر طبیعي نشهيي توکو سربېره، د مصنوعي نشهيي توکو، لکه نشهيي ګولیو، شیشې او کرسټال پراختیا هم په افغانستان کې پر یوې جدي ننګونې بدله شوې ده.
ښاغلی بشریار زیاتوي: «په تېرو درېیو لسیزو کې نشهيي توکي د ترهګرۍ د تمویل له مهمو سرچینو وو. د جمهوریت په دوره کې په هلمند او نورو سویلي ولایتونو کې د جګړو لویې برخې د نشهيي توکو له سوداګرۍ سره تړاو درلود او په ډېرو ناامنو ولسوالیو کې دغه توکي کرل کېدل او تولیدېدل. د حاجي لالجان، حاجي بهاویدالدین او حاجي بختآورپه ګډون د نشه یي توکو لوی قاچاق کوونکي چې نومونه یې د ملګرو ملتونو او د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې په تور نوملړ کې وو، د پاکستان په کوټه او کراچۍ شوراګانو ته پیسې لېږدولې. په هغه وخت کې د افغانستان د نشهيي توکو د مافیايي شبکو له خوا سلګونه میلیونه ډالره د کوټې شورا ته لېږل کېدل.»
د اداري فساد او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې بل کارپوه راشد بهروز وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نشهيي توکو کرکېله، تولید او قاچاق زیات شوي دي. د هغه په وینا، د طالبانو په رژیم کې د اداري فساد پراختیا د دې ښکارندې د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده. هغه زیاتوي چې له قاچاق کوونکو او د نشهيي توکو له لویو تولیدوونکو سره د طالبانو پخوانۍ اړیکې لا هم دوام لري او تر هغو چې دا ډله پر افغانستان واکمنه وي، دغه ښکارنده به نه یوازې کمه نه شي، بلکې د لا پراختیا احتمال یې هم شته.
ښاغلی بهروز وايي، څارونکي هېوادونه، ملګري ملتونه او نورې هغه ادارې چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي، د دغو توکو د کرنې، تولید او قاچاق په زیاتېدو کې د طالبانو له روله خبر دي.
دغه کارپوه وايي: «د جمهوریت د شلو کلونو په موده کې د نشهيي توکو کرنه، تولید او قاچاق د افغانستان د حکومت له مهمو ننګونو وو. د دې وضعیت اصلي لامل دا و چې نشهيي توکي د طالبانو یوه مالۍ سرچینه وه. د دغو توکو کرنه او تولید د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ډېر پراخ وو او د هېواد امنیتي ځواکونو د دې ښکارندې اړوندو نښتو او د طالبانو پر وړاندې د مبارزې پر مهال درانه تلفات ګاللي دي. هغه مالي سرچینې چې طالبانو له دې لارې ترلاسه کولې، میلیاردونو ډالرو ته رسېدې.»
په همدې حال کې، د اقتصادي چارو کارپوه محمد بشیر دودیال وايي، په افغانستان کې د نشهيي توکو کرنه، پروسس او سوداګري اوږده مخینه لري. د هغه په وینا، ناامني، اقلیمي بدلونونه، بېوزلي، د کرنیزو محصولاتو لپاره د مناسب بازار نشتوالی او د محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو کمښت په هېواد کې د نشهيي توکو د کرنې او تولید د پراختیا له اصلي لاملونو دي.
ښاغلی دودیال وايي: «په تېرو ۴۷ کلونو کې د هېواد ټول ولایتونه او ولسوالۍ له تلپاتې امنیته برخمن نه وو او په ډېرو سیمو کې د قانون حاکمیت په اغېزناک ډول نه و تأمین شوی. له بلې خوا، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د ډېرو ګټورو نباتاتو د کرنې زمینه محدوده کړې ده؛ په داسې حال کې چې نشهيي توکي لږو اوبو ته اړتیا لري. دغه راز، کله چې کروندګر ونه کړای شي د کرنیزو محصولاتو له کرلو د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونه برابر کړي، د نشهيي توکو د لوړې بیې له امله د دغو محصولاتو کرلو ته مخه کوي. له بلې خوا، د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار نشتوالی، د پاکستان د سوداګریزو لارو تړل کېدل او د محصولاتو د ساتنې د اسانتیاوو کمښت د دې لامل کېږي چې د کروندګرو محصولات خوسا شي او هغوی ته اقتصادي زیانونه واوړي.»
بلخوا، د بدخشان ولایت اوسېدونکی نعمت (مستعار نوم) وايي، سره له دې چې طالبانو په وار وار په افغانستان کې د نشهيي توکو د کرنې، تولید او قاچاق صفر ته رسولو اعلان کړی، خو عیني واقعیتونه د دې ډلې له ادعاوو سره سمون نه لري. د هغه په وینا، تېر کال د کوکنارو او چرسو د کرنې پراختیا، په ځانګړې توګه په بدخشان او تخار ولایتونو کې ښيي چې په هېواد کې د نشهيي توکو کرنه لا هم دوام لري.
د بدخشان دغه اوسېدونکی زیاتوي: «د تریاکو پر پلور د سختو محدودیتونو له لګولو سره سره، په تېرو دوو کلونو کې د دې توکي زېرمې زیاتې شوې دي؛ ځکه د تېرو کلونو د تولید شویو تریاکو یوه برخه ونه پلورل شوه او نوي تولیدات هم له دغو زېرمو سره یوځای شول. د تریاکو ترڅنګ، د طبیعي او مصنوعي نشهيي توکو نور ډولونه هم په افغانستان کې تولیدېږي، قاچاقېږي او پېر او پلور یې روان دی. له بده مرغه، د طالبانو د رسمي ادعاوو خلاف، د دغې ډلې د واکمنۍ تر سیوري لاندې د ځوانانو او ان تنکیو ځوانانو ترمنځ د مصنوعي نشهيي توکو کارول زیات شوي دي. د دې وضعیت د پراختیا یو له اصلي لاملونو په افغانستان کې روان بحرانونه دي؛ ځکه په بحراني شرایطو کې د تور او غیررسمي بازارونو، د نشهيي توکو د تولید او قاچاق او د روږدو کسانو د زیاتېدو زمینه لا ډېره برابرېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو د تلې پر ۲۰مه ویلي وو، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره د رضوي خراسان ولایت په پولو کې د «مصنوعي» نشهيي توکو د کشف کچه د تېر کال د همدې مودې پرتله څلور برابره لوړه شوې ده. د رضوي خراسان د سرحدي ساتونکو قوماندان زیاته کړې وه چې په دې موده کې په دغو پولو کې د تریاکو، هیرویینو او مصنوعي نشهيي توکو په ګډون یو نیم ټن بېلابېل نشهيي توکي کشف شوي دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر هم په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کارول لا هم تر ډېره د دودیزو نشهيي توکو تر اغېز لاندې دي؛ خو د مصنوعي نشهيي توکو او درملو کارول مخ پر زیاتېدو دي. د دغه راپور له مخې، د نارینهوو ترمنځ د نشهيي توکو د کارولو تر ټولو لوړه کچه د چرسو ۴۶ سلنه او د تریاکو ۱۹ سلنه ښودل شوې ده.. دغه راز، د «کا» ګولیو کارول ۱۱ سلنه او د شیشې یا متامفیتامین کارول ۷ سلنه ښودل شوي دي.
همدا راز، د ۸صبح ورځپاڼې د یوه راپور د ساحوي موندنو له مخې، تر هغې وروسته، چې طالبانو د نشهيي توکو پر کرکېلې بندیز اعلان کړ، په هلمند کې د یو کیلو تریاکو بیه له درې زره افغانیو ۵۰ زره افغانیو ته لوړه شوې ده. د شرافت، ساروان کلا، سنګین، موسیکلا، بهرامچې او چنجیر بازارونه په دغه ولایت کې د تریاکو د پېر او پلور له مهمو مرکزونو دي.


