۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د هالنډ سفارت ویلي چې له زدهکړو د نجونو او ښځو راګرځول پر هغوی ناوړه اغېز کوي.
دغه سفارت پنجشنبه د وري پر ۲مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د نوي تعلیمي کال پېل د څه باندې یو میلیون افغان نجونو او ښځو لپاره «توره» ورځ وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا پرلپسې درېیم کال دی چې نجونې او ښځې د زدهکړو له حقه بېبرخې دي.
نوموړي سفارت لیکلي: «د حقونو دا سرغړونې پر نجونو او ښځو ناوړه اغېز لري او ټولنه اغېزمنوي.»
نږدې درې کاله کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته زدهکوونکې نجونې له زدهکړو محرومې دي.
پرون د طالبانو پوهنې وزارت ۱۴۰۳ تعلیمي کال د نجونو له حضور پرته پېل کړ.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) ویلي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ۱.۴ میلیونه نجونې د زدهکړو له حقه بېبرخې دي.