افغانستان کې د نوي سياسي بدلون له رامنځته کېدو وروسته بېلابېلې برخې زيانمنې شوې، له دې ډلې يو يې د رسنيو فعاليت دی چې د رسنيو ملاتړ بنسټونو رسمي شمېرې ښيي، تېر يو کال کې ۲۱۸ رسنۍ چې په هغه کې ټلويزيون، راډيوګانې، چاپي رسنۍ او اژانسونه شاملېږي، تړل شوي او څه باندې ۶زره خبریالان هم بېدندې شوي دي.
دا ستونزه د پخواني نظام تر سقوط مخکې هم وه، هغه مهال د رسنيو د سقوط په تړاو اندېښې ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې وې او هر ورځ د ګڼو رسنيو د تړل کېدو راپورونه خپرېدل.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د رسنيو د ملاتړ تر عنوان لاندې ګڼ شمېر بنسټونه فعاليت لري، پوښتنه دا ده چې د دغو بنسټونو له فعاليت سره سره ولې د رسنيو د تړل کېدو بهير لاهم په چټکۍ روان دی.
د دې ترڅنګ يو شمېر نور عوامل هم شته چې د رسنيو سقوط يا په ټوله کې د تړل کېدو لامل کېږي چې دلته پرې په مفصل ډول بحث شوی دی.
ولې په افغانستان کې رسنۍ ثبات نهلري؟
په افغانستان کې د رسنيو ثبات نهشتون بېلابېل عوامل لري چې مهم لامل يې اقتصادي ستونزې بلل کېږي.
د ژورنالېزم متخصصین پهدې باور دي چې دلته د رسنيو د ژر سقوط لامل د دوی لپاره د اقتصادي بازار نهشتون دی، په نورو هېوادونو کې کله چې رسنۍ تاسيسېږي او دوام پيدا کوي، اصلي لامل يې د عايداتي منابعو شتون دی.
ترڅنګ يې په افغانستان کې د رسنيزو کمپاينونو او د پراخو سوداګريزو کمپنيو فعاليت نهشتون د دې لامل کېږي چې د رسنيو تکيه پر اعلاناتو راکمه شي، حال دا چې په نړيواله کچه رسنۍ خپله ډېره بودجه د اعلانوتو له لارې برابروي.
ډېر کله رسنيو پر نړيوالو مرستو تکيه کړې او د خپل ثبات لپاره يې د ثابتو سرچينو پلټنه نهده کړې چې ډېر کله بيا د نړيوالو مرستو له بندېدو سره سم رسنۍ هم بندې شوې دي.
د اقتصادي ستونزو وراخوا، ډېر کله باور دا وي چې رسنۍ په افغانستان کې د داسې کسانو له خوا د ځينو شخصي اهدافو لپاره رامنځته کېږي چې په رسنیزو اصولو او معيارونو په بشپړ ډول پوه نهوي.
د رسنيو د ثبات لپاره تر ډېره باور دا دی چې بايد رسنۍ د مسلکي او تجربه لرونکو کسانو له خوا مديريت او رهبري شي.
ډېر کله بیا داسې هم شوي چې ځينې رسنۍ د ځينو لنډمهاله سياسي اهدافو لپاره د ځينو کسانو لخوا د بېطرفه او خپلواکه رسنيو تر نوم لاندې رامنځته شوي چې اهدافو ته تر رسېدو يا نهرسېدو په پايله کې بېرته تړل شوي او دا په خپله په افغانستان کې د رسنيو پر فعاليت خپل اغېز لري.
دې ټولو مسايلو ته په کتو يو بل مهم لامل هم چې په افغانستان کې رسنۍ ژر د سقوط له ګواښ سره مخ کېږي، د حکومتونو او بنسټونو له خوا د رسنيو د ثبات لپاره د مالي ملاتړ نهشتون دی.
په تېر شل کلن مزل کې د رسنيو دوامداره سقوط ته کتو دا په ډاګه کېږي چې د رسنيو ملاتړ لپاره بنسټونو او حکومتونو چندان پام نهدی کړی چې لاهم دا بهير روان دی.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنيو وضعيت
د نوي سياسي بدلون له رامنځته کېدو يا په ټوله کې د طالبانو تر حاکميت وروسته رسنيو ترټولو بد وضعيت تجربه کړ، لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه په تېر يو کال کې شاوخوا ۲۱۸ غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ تړل شوي، شاوخوا شپږ زره خبریالان بېدندې شوي او ترڅنګ یې اتيا سلنه ښځينه خبريالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي او په کور ناستې دي، دا شمېرې ښيي چې په تېر يو کال کې د طالبانو تر حاکميت لاندې رسنيو چندان ښه وضعيت نهدرلود.
طالبانو د خپل يو کلن حاکميت پر مهال پر رسنيو ډول ډول بنديزونه وضع کړل، د ښځينه خبريالانو لپاره د ماسک کارول جبري شول، اطلاعاتو ته لاسرسی تر بل هر وخت محدود شو، د ټلویزیونونو او راډیوګانو پر تفریحي، ټولنیزو او فرهنګي خپرونو ډول ډول محدودتونه وضع شول او ترڅنګ یې د هر ډول سريالونو خپرول هم پر داخلي رسنيو بند شول.
د دې ترڅنګ د اعلاناتو په برخه کې هم د طالبانو لخوا ځينې محدودیتونه وضع شوي دي، د هرې رسنۍ سوداګریز اعلان بايد تر هر څه دمخه د طالبانو د چارواکو له نظره تېر شي، دا مسايل هغه څه دي چې کاري فضا یې پر رسنيو راتنګه او محدوده کړه او پايله کې ډېرې رسنۍ وتړل شوې.
د طالبانو د حاکميت پرمهال ډېر شمېر خبريالان هم وخت ناوخت ونيول شول، بنديان شول، ووهل شول، وډبول شول او ان ځينې خبريالان د هېواد پرېښودو ته هم اړ شول.
يو بل اساسي بحث چې خبريالان په تېر يو کال کې له هغه سره مخ وو، د لاريونونو خبري پوښښ و، رسنۍ مکلفې دي، څو بېطرفه پاتې شوي او د ټولنې د بېلابېلو اقشارو غږ ته انعکاس ورکړي، خو طالبانو ډېر کله او ان تر ننه بيا په ټولو هغو لاريونونو کې خبريالان نيولي او بنديان کړي چې د دوی پر ضد شوي وو، خو بيا ډېر کله داسې شوي چې طالبانو په هغو لاريونونو کې خبريالان ستايلي او امنيت یې ورته ساتلی چې د دوی په ګټه شوي وو.
پر دې موضوعاتو سربېره طالبانو د خپل د حاکميت پرمهال د نړيوالو رسنيو پر انځوریزو يا ټلویزیوني خپرونو هم بنديز ولګاوه چې دا په خپله د دې ښکارندوي کوي چې دلته په افغانستان کې د رسنيو فعاليت لپاره فضا خورا محدوده شوې.
باورونه دا دي که چېرې وضعيت همداسې دوام پيدا کوي، نو له شک پرته چې په افغانستان کې د بيان ازادۍ يا په ټوله کې د رسنيو راتلونکی خواشينونکی او د اندېښنې وړ دی او ليرې نهده چې د داسې محدودیتونو په دوام سره شته رسنۍ هم وتړل شي.
د رسنيو د ملاتړ لپاره څه شوي او دا ملاتړ څومره اړین دی؟
په افغانستان د رسنيو دومداره سقوط پر دې دلالت کوي چې د دوی د ثبات او ملاتړ لپاره خاص څه نهدي شوي، رسنۍ د حکومت او ولس ترمنځ د پل چيثيت لري، د خلکو غږ تر حکومت او د حکومت لاسته راوړنې او ستونزې بيا تر خلکو رسوي، فساد سره د مبارزې په برخه کې رغنده رول لوبوي او تر ډېره د ټولنې ښکاره او پټ واقعیتونه رابرسېره کوي.
رسنۍ د حکومتونو د څلورمې قوې په نوم هم يادېږي چې ډېر کله د حکومتونو پر فعاليتونو څارنه هم کوي.
که چېرې رسنۍ فعاليت ونهلري، له شک پرته چې د حکومتوالۍ ډېرې چارې به ټکنۍ شي.
رسنيو په ډېرو لويو مسايلو او ستونزو کې حکومتونو ته وګه ورکړې او خپل مسووليت يې په ښه ډول ترسره کړی دی، د کرونا په عصر کې د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنيو پراخ فعاليت د دې مسلې ښه ثبوت او بېلګه ده.
که چېرې رسنۍ نهوي د حکومت اطلاعاتي او مالوماتي دستګاه په ټوله مانا له کاره لوېږی او حکومت نهشي کولی په کم وخت کې د ټولنې ټولو اقشارو ته خپلې برنامې او لاسته راوړنې تشریح کړي.
دې ټولو مسايلو ته په کتو حکومتونو ته په کار ده چې د رسنيو ملاتړ او په ټوله مانا يې د ثبات لپاره کار وکړي، خو په ډېرو هېوادونو کې حکومتونه د شته رسنيو د ملاتړ ترڅنګ ځينې دولتي رسنۍ هم فعالوي او له دې لارې ځان ته تبليغات کوي.
په افغانستان کې هم په وروستيو کلونو کې دا کار شوی، حکومت پر دولتي ټلویزیون پانګونه کړې او ښه نتيجه يې هم ترې اخيستې، که چېرې دا کار په دوامداره توګه وشي او ترڅنګ يې د خصوصي رسنيو ملاتړ هم وشي، نو دا په افغانستان کې د رسنيو ثبات تضمينوي.
خو د افغانستان رسنيو اوسني وضعيت ته په کتو ښکاري چې حکومتونو د رسنيو د ثبات لپاره ډېر څه نهدي کړي او نه هم د رسنيز فعاليت د دوام لپاره ځانګړې برنامه لري.
د حکومت ترڅنګ په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو د ملاتړ تر عنوان لاندې يو شمېر بنسټونه هم فعالیت لري چې د دې بنسټونو ډېری فعالیت بيا پر کلنيو راپورونو، غندونو او لنډمهاله روزنيزو پروګرامونو راڅرخي.
ممکن دې بنسټونو د رسنيو لپاره ډېر څه کړي وي، خو د رسنيو دوامداره سقوط او د زيات شمېر خبريالانو اوزګارېدل هغه څه دي چې د دې بنسټونو پر رښتيني فعالیتونو شکونه زياتوي.
د افغانستان پخواني نظام د سقوط پرمهال تر هر څه دمخه د ډېر شمېر ملاتړو بنسټونو مشران له هېواده ووتل او خبريالان يې هغه مهال يوازې پرېښودل چې دوی ته يې اړتیا لرله، دا په خپله د دې ښکارندوي کوي چې خبريالان او رسنۍ په سختو شرایطو کې يوازې پاتې شوي دي.
باورونه دا دي چې په افغانستان کې ملاتړو بنسټونو په سيستماتيک ډول له رسنيو ملاتړ نهدی کړی، هر کله چې رسنۍ تړل کېږي، له دې ادرسونو د خواشينۍ پيغامونه خپرېږي، خو ډېر کم داسې شوي چې د ملاتړو بنسټونو په مالي ملاتړ د يوې رسنۍ د سقوط مخنيوی شوی وي.
د رسنيو د ژر سقوط د مخنيوي حللارې
د رسنيو دومدار سقوط ته په کتو داسې برېښي چې د رسنيو د سقوط مخنيوي لپاره خاص څه نهدي شوي، په افغانستان کې د رسنيو ثبات، اقتصادي ثبات پورې تړلی دی، که چېرې اقتصادي ثبات موجود وي، له شک پرته دلته رسنيو لپاره بازار پيدا کېږي او رسنۍ کولی شي خپلې عايداتي سرچينې پياوړې کړي.
پر رسنيو بايد شته محدوديتونه راکم شي، پهدې وروستيو کې ليدل کېږي چې د رسنيو بيا په ځانګړي ډول د ټلويزيونو ډېری تفريحي او ټولنیزې خپرونې بندې شوې، حال دا چې همدې خپرونو زيات مالي ملاتړ يا سپاسنر درلود، کله چې دا خپرونې بندې شي، نو له شک پرته چې رسنۍ مالي ملاتړ له لاسه ورکوي.
عمومي اقتصاد ته بايد زيات کار وشي، د عمومي اقتصاد له سمېدو سره دلته په افغانستان کې سوداګريز او اقتصادي فعاليتونه زياتېږي او د دې فعاليتونو له زياتېدو سره رسنۍ په اسانۍ کولی شي اعلانات ترلاسه کړي.
حکومت بايد پر رسنيو شته محدويتونه ختم او اوسنيو شرايطو ته کتو وضع شوي ماليات هم پر رسنيو راکم کړي.
د اقتصادي مسايلو ترڅنګ يو بل لامل چې د رسنيو د سقوط مخه نیول شوي، په رسنيو کې د مسلکي او مختصصو کسانو ګمارل دي، څو دا کسان په کمو امکاناتو رسنۍ په داسې ډول مدیریت کړي چې تر ډېره دوام ومومي.
د ملاتړ بنسټونو له فعاليت بايد څارنه وشي، په تېرو شلو کلونو کې د رسنيو د ملاتړ تر نوم لاندې ډېرې پيسې افغانستان ته راغلې، خو پهدې برخه کې لاهم په واقعي مانا وضاحت نهشته چې دا پيسې څنګه مصرف شوي او ولې د دومره مرستو سره سره بيا هم رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل کېږي.
اوس بايد پهدې برخه کې واضح مېکانيزم شتون ولري، څو ټولې مرستې چې د رسنۍ تر نوم لاندې راځي، بايد په داسې شکل مدیریت شي چې رسنۍ له اوسني کړکېچ څخه وباسي.
د رسنيو راتلونکی برخليک
لکه څنګه چې په بشپړ ډول يادونه وشوه، د په افغانستان کې د رسنيو برخليک د هېواد اقتصادي برخليک پورې تړلی دی، که چېرې اقتصادي وضعيت وده کوي او فعاليتونه يې پراخېږي، نو لهدې سره د رسنيو راتلونکی ثبات هم تضمينېږي.
پهدې وروستيو کې د بد اقتصادي وضعيت له امله ډېرو رسنيو انلاين فعاليت ته مخه کړې، څو لهدې لارې عوايد ترلاسه کړي.
د مالي او اقتصادي وضعيت له ښه کېدو سره په افغانستان کې سوداګريز فعاليتونه زياتېږي او دا بيا مرسته کوي چې رسنيو ته بازار پيدا شي، رسنۍ کولی شي له دې لارې سپانسر او اعلانات راجذب کړي او د خپل پاېښت تضمين کړي.
خو که چېرې دا کار ونهشي، اقتصادي فعاليتونه په ټپه ولاړ وي، اعلانات او سپانسر شتون ونهلري، محدوديتونه همداسې روان وي، نو له شک پرته چې رسنۍ به له سخت وضعيت سره مخ شي او ان باورونه دا چې ممکن په افغانستان کې شته رسنۍ هم د سقوط له جدي ګواښ سره مخ شي.
د رسنيو د ثبات لپاره د حکومتونو ونډه
د رسنيو د ثبات په برخه کې د حکومتونو رول او ونډه خورا مهمه او حياتي ده، حکومتونه بايد د رسنيو د دوام او پاېښت لپاره ځانګړې برنامې ولري، پر رسنيو بايد شته محدويتونه راکم کړي، د مالوماتو او اطلاعاتو د ورکولو ترڅنګ يې بايد مالي ملاتړ وکړي.
که چېرې رسنۍ نهوي د حکومتونو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي او په يوېشتمې پېړۍ کې چې د اړيکو يا ارتباطاتو د عصر په نوم هم يادېږي، د رسنيو فعاليت پهکې يو له اساسي او مهمو مسايلو ګڼل کېږي.
د رسنيو اطلاعاتي او معلوماتي دستګاه تر ډېره پر رسنيو تکيه وي او همدا رسنۍ يې فعاليتونه تر خلکو او نړيوالو رسوي.
دې ټولو مسايلو ته کتو له شک پرته چې د رسنيو د دوام په برخه کې د حکومتونه ونډه مهمه ده، خو هغه څه چې واضح دي، په افغانستان کې د رسنيو د ثبات لپاره په تېرو شلو کلونو کې حاکمو نظامونو خاص څه نهدي کړي او نه يې هم د رسنيو د ملاتړ لپاره کوم داسې عملي پروګرامونه لرلي چې د رسنيو د دوامداره پاېښت لامل شي.
اوسنيو شرايطو ته په کتو چې ډېره تکيه پر اطلاعاتو، معلوماتو او اړیکو کېږي، حکومتونه مکلف دي چې د رسنيو ثبات لپاره ځانګړي پلانونه ولري او دوی لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.