• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له وخته مخکې ودونه؛ هغه بیه چې نجونې یې له ښوونځي د محرومېدو له امله پرې کوي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790599895]
AI

AI

یو شمېر نجونې چې په کم عمر کې او له خپلې خوښې پرته واده ته اړې شوې دي، له واده وروسته د خپلو سختو تجربو کیسې کوي. دوی وایي، د واده پر مهال لا د ګډ ژوند د مسوولیتونو، د کور سمبالولو، کورنیو اړیکو او د واده د ژوند د غوښتنو په اړه یې بشپړ درک نه درلود او په ناڅاپي ډول دې پړاو ته ورتګ ورته له ډېرو ستونزو ډک و. د دغو ښځو په وینا، تر هغې وروسته چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، ځینو کورنیو هغه نجونې چې له ښوونځي محرومې شوې وې، واده ته اړې کړې دي. له بلې خوا، د نسایي او ولادي برخې متخصصان وایي چې تنکې نجونې د جسم  او هډوکو له پلوه ښایي لا د امیندوارۍ او زېږون لپاره بشپړې چمتو نه وي. دوی خبرداری ورکوي چې په کم عمر کې امیندواري د مور او ماشوم لپاره د ځینو روغتیايي ستونزو خطر زیاتولای شي.

زهرا (مستعار نوم) هغه نجلۍ چې په ۱۶ کلنۍ کې واده ته اړه شوې، وایي چې هغه مهال د اتم ټولګي زده‌کوونکې وه چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې. د هغې په وینا، کورنۍ یې د هماغه کال په مني کې هغه له داسې سړي ته واده کړه چې هېڅ پېژندګلوي یې ورسره نه لرله. هغه سړی چې اوس یې مېړه دی، هغه مهال ۲۷ کلن و. هغه وایي: «زما مېړه مخکې هم یوه مېرمن لرله چې طلاق یې ترې اخیستی و. بل کال، کله چې ۱۶ کلنه شوم، واده مې وشو. کله مې چې واده وکړ، د واده، کورنۍ جوړولو، اړیکو او خپلوانو په اړه هېڅ نه پوهېدم.» د زهرا په وینا، د واده په لومړي کال امیندواره شوه؛ خو ماشوم یې په غیرنورمال ډول وزېږېد او درې ورځې وروسته مړ شو.

زهرا زیاتوي: «ډاکټرانو وویل چې رحم مې کوچنی دی. دویم ځل بیا امیندواره شوم، هغه هم ضایع شو. مېړه مې ښه انسان دی او ښه ژوند لرم، خو اوس چې لویه شوې یم، له ځان سره وایم کاشکې مې واده نه وای کړی؛ درس مې ویلی وای، ځوانه شوې وای او بیا مې د واده پرېکړه کړې وای.»

زینب (مستعار نوم) هغه نجلۍ ده چې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې. نوموړې وایي هغه مهال د اووم ټولګي زده‌کوونکې وه چې طالبان راغلل. د هغې په وینا، کورنۍ یې هیله لرله چې ښوونځي به بېرته پرانیستل شي؛ خو د یوه کال له تېرېدو او د ښوونځیو له نه پرانیستل کېدو وروسته یې کورنۍ هغه له یوه ۲۶ کلن هلک سره کوژدنه کړه. هغه وایي، یو کال کوژدنه وه او بل کال یې په داسې حال کې واده وکړ چې ۱۵ کلنه وه.

زینب وایي: «دا چې عمر مې کم و، په هېڅ نه پوهېدم. د خواښې او اندرندو چې هر څه ویل، هماغسې مې کول. تر دې چې له ما یې نوکره جوړه کړه. هغوی ټوله ورځ ناستې وي او ټول کارونه زه کوم. دوه ماشومان هم لرم او شپه او ورځ د ماشین په څېر کار کوم؛ کالي منیځم، ډوډۍ تیاروم او د ماشومانو پالنه کوم. ډېر راته سخت دي.»

نوموړې زیاتوي: «که زما په خوښه وای، واده مې نه کاوه او ځان مې په دومره جنجال کې نه اچاوه. خواښې مې وایي: څه دې کول؟ درس هم نه و. خپل د کور کارونه کوه.»

په همدې حال کې د نسایي او ولادي برخې متخصصه ، خدیجه مصباح وایي چې د تنکیو نجونو بدن ښایي د جسم او هډوکو له پلوه لا د امیندوارۍ او زېږون لپاره بشپړ چمتو نه وي او په دې عمر کې امیندوارۍ د مور او ماشوم لپاره د ځینو روغتیايي ستونزو خطر زیاتوي.

دغه متخصصه وایي: «د امیندوارۍ پر مهال د بدن خوراکي اړتیاوې زیاتېږي او کمزوری تغذیه کولای شي په کم عمره نجونو کې د وینې د کمښت خطر زیات کړي. دغه راز، په هغو نجونو کې چې د حوصلې هډوکي یې لا بشپړ وده نه وي کړې، د سخت زېږون او د زېږون پر مهال د ځینو زیانونو خطر زیاتېږي.»

مصباح زیاتوي: « له وخته مخکې واده او امیندوارۍ کولای شي ټولنیزې پایلې ولري؛ لکه د زده‌کړو پرېښودل، د پرمختګ فرصتونو محدودېدل او له اقتصادي پلوه د خپلواکۍ کمېدل. دغه راز، په لنډو واټنونو کې پرله‌پسې امیندوارۍ د مور او ماشوم لپاره د وینې  دکمښت او نورو ستونزو خطر زیاتوي.»

څه موده وړاندې یو شمېر هېوادوالو ویلي وو چې د طالبانو له واکمنېدو، د دوامدارې بېوزلۍ او لوږې له امله د جبري ودونو پېښې هم زیاتې شوې دي. د دوی په وینا، پر اقتصادي ستونزو سربېره، په ځینو سیمو کې د کورنیو ترمنځ د دښمنیو او شخړو د پای ته رسولو لپاره هم نجونې له وخت مخکې او له خپلې خوښې پرته واده ته مجبورېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.