۸صبح، کندوز: ځایي سرچینې وايي چې د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په مرکز کې د «خالیدین قرلق» په نوم یو ډاکټر د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی.
سرچینو چهارشنه د تلې پر لومړۍ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دا ډاکټر پرون غرمه مهال د خپل درملتون دننه د ناپېژاندو کسانو له خوا د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.
تر اوسه د دغه ډاکټر د قتل د علت او انګېزې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم د بادغیس ولایت په مرکز کې یو ډاکټر وژل شوی و.
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنايي پېښې، وسلهوالې غلاوې، وژنې او ناامنۍ زیاتې شوې دي او هېوادوال طالبان د خلکو د امنیت په ټينګښت کې ناکام بولي.





