• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

نشه‌يي توکو ته اسانه لاسرسی؛ تنکي ځوانان څنګه د روږدتیا په لومه کې لوېږي؟

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790240337]
AFP

AFP

په دې راپور کې له یو شمېر هغو تنکیو ځوانانو سره خبرې شوې دي چې پر نشه‌يي توکو روږدي شوي دي. ډېری دغه تنکي ځوانان وايي چې په لومړي ځل یې د خپلو ملګرو یا نږدې کسانو په هڅونه د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړې او له څه مودې وروسته پرې روږدي شوي دي. د دوی په وینا، اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او د ژوند سختو شرایطو هم نشه‌يي توکو ته د دوی د مخه کولو زمینه برابره کړې ده. یو شمېر دغه تنکي ځوانان وايي چې د ډېر کار کولو او د ستړیا د کمولو لپاره یې له « ټابلیټ کا» کار اخیست؛ خو له لنډې مودې وروسته یې د دې ټابلیټ کارول عادت وګرځېدل او په پای کې پرې روږدي شول.

ځينې دغه تنکي ځوانان وايي چې په پیل کې یې فکر کاوه، د دغو توکو کارول به دوی ته د کار لپاره ډېره انرژي ورکړي او ستړیا به یې کمه کړي؛ خو د وخت په تېرېدو یې د نشه‌يي توکو د کارولو اندازه زیاته شوه او پرېښودل یې ورته سخت شول.

۱۷کلن نوید (مستعار نوم) وايي چې د یوه ملګري په هڅونه د « ټابلیټ کا» پر کارولو روږدی شوی دی. هغه وايي چې د موټر د کلینر په توګه یې له یوه موټرچلوونکي سره کار کاوه او ملګري یې ورته ویلي وو چې د دې ټابلیټ په کارولو به یې ستړیا له منځه ولاړه شي.

نوید وايي: «زه کلینر یم. کله چې په اتم ټولګي کې وم، ښوونځی مې پرېښود. ملګري مې وویل چې یوه ټابلیټ درکوم، خوشحاله به شې، ستړیا به دې لېرې شي او درس به ژر زده کړې. کله چې مې هغه وخوړه، بیا مې ستړیا احساس نه کړه. درې ورځې مې وکاروله او وروسته پرې عادت شوم. اوس درې کاله کېږي چې پوډر او شیشه کاروم. سره له دې چې غواړم نشه‌يي توکي پرېږدم، خو د درملنې د مرکزونو ډېرې بدې کیسې کېږي او زه ترې وېرېږم.»

هغه زیاتوي: «موږ نشه‌يي توکي او د ټابلیټ کا د سړک غاړې له ماشومانو او بوټ رنګوونکو پېرو.»

۱۶ کلن منیر (مستعار نوم) وايي چې لومړی ځل یې د یوه ملګري په هڅونه نشه‌يي توکي کارولي او له هغې وروسته له خپلو هم‌زولو ملګرو سره یوځای د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړې ده. هغه وايي: «د نشه‌يي توکو د لګښت د برابرولو لپاره مې د نشه‌يي توکو پلورلو ته مخه کړې ده. څلور کاله کېږي چې هم نشه‌يي توکي کاروم او هم یې پلورم. په لومړي ځل مې نشه‌يي توکي له خپل ملګري واخیستل او د لګښت د برابرولو لپاره مې غلا کوله.»

۱۵کلن جاوید (مستعار نوم) هم وايي چې لومړی ځل د خپلو ملګرو په هڅونه نشه‌يي توکو ته روږدی شوی او اوس د دغو توکو له پلورلو د خپلې کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابروي.

دغه تنکی ځوان وايي: «دوه کاله مخکې یوه شپه د یوه ملګري په کور کې له پنځو نورو ملګرو سره مېلمه وو. هماغه شپه مې د لومړي ځل لپاره نشه‌يي توکي وکارول او پرې عادت شوم. دوه کاله کېږي چې د نشه‌يي توکو له پلورلو د کور لګښتونه برابرم. نشه‌يي توکي له یوه شرکته اخلم، تیاروم یې او بیایې پلورم.»

هغه زیاتوي: «غوښتل مې چې زده‌کړې وکړم، خو نه پوهېدم چې یوه شپه مېلمستیا به زما د ژوند لوری بدل کړي.»

۱۵ کلن عبدالله (مستعار نوم) وايي چې کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او دی د نشه‌يي توکو د لګښت د برابرولو لپاره څو ځله غلا ته اړ شوی دی. هغه وايي چې د روږدتیا او له هغې  سره د تړلو چلندونو له امله یې له خپلې کورنۍ سره څو ځله شخړې کړې او په پای کې یې پلار له کوره شړلی دی.

عبدالله وايي: «په کور کې مې جنجالونه کول او کورنۍ مې رانه ستړې شوې وه. زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی. د نشه‌يي توکو د برابرولو لپاره مې غلا کوله. پلار مې له کوره وایستم. ډېر پښېمانه یم او غواړم نشه‌يي توکي پرېږدم.»

ابراهیم (مستعار نوم) وايي چې د هغه د کار ځای خاوند هغه او څو نور کارګر د نشه‌يي توکو کارولو ته هڅولي او د ده د روږدي کېدو لامل شوی دی. هغه وايي: «په یوه فابریکه کې کار کوم. څو نور ماشومان هم هلته کار کوي. زموږ د کار خاوند چرس کاروي او د دې لپاره چې موږ له ستړیا پرته ډېر کار وکړو، موږ یې د نشه‌يي توکو کارولو ته وهڅولو. په سر کې مو له سګرټو پیل وکړ، وروسته چرس، بیا شيشه او ټابلیټ کا.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر رغېدلو روږدو کسانو او د هغوی کورنیو څه موده مخکې ادعا کړې وه چې په کندهار کې د روږدو کسانو د درملنې په ځینو مرکزونو کې، د نشه‌يي توکو د کارولو د مخنیوي پر ځای ناروغانو ته د دغو توکو د لاسرسي او پلور زمینه برابره شوې ده. دوی ویلي وو چې په ځینو مواردو کې د درملنې د مرکزونو کارکوونکي ناروغانو ته نشه‌يي توکي رسوي یا په دغو مرکزونو کې دننه د دغو توکو د پېر او پلور زمینه برابروي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.