• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د جبهو د بریدونو زیاتېدل؛ په شمال کې د هبت‌‌الله سيوری د څه په لټه کې دی؟

۸صبح ۸صبح
۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791194248]
didpress

didpress

د طالبانو پر ضد د جبهو له زیاتېدو وروسته، په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا چې په شمال کې د «هبت‌الله په سیوري» مشهور دی، د بلخ، سرپل، سمنګان او بامیان غرنیو ولسوالیو ته سفر کړی او د دغو سیمو وضعیت یې له نږدې ارزولی دی. نوموړي په وروستي مورد کې په شمال کې د طالبانو له پوځي قوماندانانو سره په کتنه کې د بشپړ تیارسئ امر کړی دی. له دې سره هممهاله، په بدخشان کې د طالبانو والي هم د دغه ولایت خلک هبت‌الله ته پر اطاعت ګواښلي او خبرداری یې ورکړی هر هغه څوک به چې د دغې ډلې د مشر له فرمانه سرغړونه وکړي، ووژل شي. دا په داسې حال کې ده چې په نورستان او زیباک کې د ازادۍ جبهې بریدونه په تېره یوه میاشت کې زیات شوي او د مقاومت ملي جبهې هم پرون اعلان کړی چې په بدخشان کې یې د طالبانو د استخباراتو مرستیال په فیض‌اباد ښار کې په یوه برید کې وژلی دی.

په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا په وروستیو ورځو کې د دغې ډلې د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو وزارتونو د استازو په ملتیا، په بلخ کې له البرز، زارع، کشنده، سفیدخاک، شولګرې، مارمل او چارکنت ولسوالیو؛ په سرپل کې له الجهاد، ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو؛ په سمنګان کې له دره‌صوف بالا او دره‌صوف پایین ولسوالیو او د بامیان له یو شمېر سیمو لیدنه کړې ده. نوموړي په دغو سفرونو ک د طالبانو پر ځايي چارواکو سربېره، د سیمو له مشرانو سره هم کتلي او هغوی ته یې د دغې ډلې له مخالفانو سره د همکارۍ او همغږۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.

په وروستي مورد کې، په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند عطاالله زید ویلي چې یوسف وفا د جمعې پر ماښام په شمال کې د طالبانو پوځي قوماندانان او د دغې ډلې د قطعو مسوولان راغوښتي او له هغوی یې غوښتي چې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د بشپړ تیارسئ په حالت کې وي د نوموړي په وینا، د طالبانو د مرکزي قول اردو مرستیال غوث‌الدین رهبر هم په دې غونډه کې حضور درلود.

په همدې حال کې، د افغانستان د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت معین میرزامحمد یارمند له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو تحولاتو ته په پام سره، طالبان اندېښمن شوي چې په ولسوالیو او د ولایتونو په مرکزونو کې د دغې ډلې د مخالفانو شبکې او مرکزونه د جوړېدو او پیاوړتیا په حال کې دي.

د نوموړي په وینا، بېلابېلو ولایتونو ته په بلخ کې د طالبانو د والي سفرونه د امنیتي وضعیت د ارزونې، د هسته‌ګذارۍ او له کلیو څخه ولسوالیو او له ولسوالیو څخه مرکز ته د راپور ورکولو د یوه سیسټم  د رامنځته کولو په موخه ترسره شوي دي. نوموړی زیاتوي چې یوسف وفا او ورسره مل ټیم په دغو سفرونو کې خلکو ته د طالبانو د مرکزي چارواکو پیغامونه هم رسولي او ورسره هممهاله یې د خلکو پر وړاندې د ګواښ ژبه کارولې ده. د یارمند په وینا، خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې له هر هغه چا سره به سخت چلند وشي چې د طالبانو د نظام پر وړاندې راپورته شي.

له بلې خوا، په بدخشان کې د طالبانو والي رحمت‌الله نجیب هم په دې وروستیو کې د دغې ډلې د مخالفانو د فعالیتونو په تړاو د راپورونو په غبرګون کې ګواښوونکی دریځ غوره کړی دی. نوموړي ادعا کړې چې په بدخشان کې هېڅ امنیتي ستونزه نشته او خبرداری یې ورکړی چې هر څوک د طالبانو پر وړاندې مخالفت یا وسله‌وال اقدام وکړي، د دغې ډلې له سخت چلند سره به مخ شي. نجیب د بدخشان له خلکو غوښتي چې له هبت‌الله «اطاعت» وکړي او د طالبانو د مشر پیروي یې د خلکو لپاره «واجبه» بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو پر ضد د جبهو بریدونه زیات شوي دي. په دې وروستیو کې  ازادۍ جبهې د نورستان په ځینو سیمو کې پر طالبانو د پراخو بریدونو خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې د طالبانو یو شمېر پوستې یې نیولې او تجهیزات او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

په نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ پر طالبانو د ازادۍ جبهې له بریدونو وروسته، د طالبانو تر ولکې لاندې رسنیو او د دې ډلې اړوندو مستعارو حسابونو د جعلي ویډیوګانو او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د جوړې شوې منځپانګې په خپرولو سره د دغې جبهې او د طالبانو د نورو مخالفو ځواکونو پر ضد تبلیغات پیل کړي دي. هغوی له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو د مخالفو جبهو د هدفي بریدونو په تړاو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د جوړو شویو یو شمېر ویډیوګانو په تولید او خپرولو سره هڅه کړې چې دغه بریدونه ناکام وښيي.

د مقاومت ملي جبهې هم پرون ادعا کړې وه چې د دغې جبهې ځواکونو په یو لړ هدفي عملیاتو کې په بدخشان کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال له خپلو دوو ساتونکو سره یوځای وژلی دی. دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه عملیات د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار په شپږمه ناحیه کې ترسره شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.