د دوحې موافقې ارزول؛ طالـبانو ګـام په ګـام شاتک ته مخه کړې ده
لیکوال: حسيب بهش، ژباړن: م. ع. پردېس

د بايدن ادارې له لوري د دوحې هوکړه ليک د بيا ارزونې بهير سره هم مهاله، طالبانو ځيني نوي ګامونه پورته کړي دي. د طالبانو د مشرتابه شورا له لوري په جلا جلا فرمانونو کې دغې ډلې خپلو غړو ته ويلي چې په خپلو ليکو کې د بهرنيو وګړو له جذب او پناه ورکولو ډډه وکړي او مجرمينو ته هم د محکمې له حکم پرته سزا ورنه کړي. دې ډلې مخکې له دې خپلو جنګياليو ته لارښوونه کړې وه چې د هېواد د لرغونو آثارو ساتنه او بهر ته یې د لېږدولو مخه ونيول شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له يو اوږده ځنډ وروسته بېرته د مذاکراې مېز ته راګرځېدلي دي؛ د سرچینو په وینا هغه ناسته چې په دوحه کې ترسره شوه تقريبا نمایشي بڼه يې لرله. طالبان په داسې وخت کې دا ګامونه اخلي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د بايډن ادارې تر ذره بين لاندې ده او د امریکایي ځواکونو وتل يې ددې هوکړه ليک د شرايطو په عملي کولو پورې اړوند ګڼلې دي. په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو ډلې ځيني غړي د بايډن له لوري د دوحې هوکړه ليک په عملي کولو کې د ځنډ په اړه اندېښمن دي. هغوی ويلي، سره له دې چې مذاکرات بېرته پیل شول، خو ددې ډلې له ۷ زره زندانيانو آن يو هم نه دی خوشې شوی او د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت ملامتوي چې د طالب بندیانو په خلاصون کې ځنډ کوي.
د دوحې هوکړه ليک د بيا کتنې په اړه د بايډن ادارې له پرېکړې يوازې څو ورځې وروسته «طالبانو مشرتابه» خپلو جنګياليو ته د هغو مواردو په اړه چې مخکې جنجالي ؤ، لارښوونه کړې ده. دغه ډله چې له ۳۸ ورځيني ځنډ وروسته په دوحه کې، د مذاکراتو مېز ته راوګرځېده، د روان کال د کب په پنځمه، یې اعلان کړی چې مجرمين بايد د محکمې له حکم پرته مجازات نشي او له مجرمينو ويډيو اخيستل يې هم منعه کړي دي. طالبانو ويلي چې د مجرمينو د جرم ثبوت او د سزا کولو صلاحيت يې يوازې شرعي محکمې ته ورکړی او هېڅوک حق نلري چې په خپل سر مجرمينو ته سزا ورکړي. ددې ډلې مشرتابه خپلو نومول شويو واليانو ته ويلي چې، تر خپل لاس لاندې جنګیالیو ته اجازه ورنکړي چې د محکمې له حکم پرته څوک په سوک، لرګي، دُرې او کېبل ووهي او يا په بله بڼه سزا ورکړي. دغې ډلې خبرداری ورکړی، که جنګيالي له دغې لارښوونې سرغړونه وکړي، نو مجرم پېژندل کېږي او سزا به ورکړل شي.
که څه هم د طالبانو ډلې اعلاميه د کب په پنځمه خپره شوه، خو دې ډلې ويلي چې په دې اړه د طالبانو د مشرتابه فرمان د روان کال د لړم مياشتې په دولسمه نېټه صادر شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډله ډېر کله د بشري حقونو د بنسټونو له لوري د صحرايي محکمو په ترسره کولو تورنېږي. طالبانو همداراز د کب په دويمه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د لرغونو اثارو پر ساتنې ټينګار وکړ. دې ډلې خپلو جنګياليو ته لارښوونه کړې وه چې د لرغونو آثارو له ايستلو ډډه وکړي او اجازه نلري چې د پلور يا بل کار لپاره دې لرغوني اثار له هېواده بهر ته ولېږدوي. ددې اعلاميې په اساس د طالبانو مشرتابه خپلو جنګياليو ته لارښوونه کړې چې، د لرغونو اثارو او د تاريخي ځايونو له ويجاړولو ډډه وکړي او ساتنه دې ترې وکړي. د طالبانو د مشرتابه له لوري خپلو جنګياليو ته دغه لارښوونه په ټولنيزو رسنيو کې له يو لړ غبرګونونو سره مخ شوه؛ ځکه چې د يو لرغوني اثر په توګه د باميان بودا مجسمه د طالبانو له لوري د دوی د واکمنۍ پرمهال په بشپړه توګه له منځه وړل شوې وه.
د دې ترڅنګ طالبانو د سلواغې په پنځه ويشتمه د خپلو ډلګيو مشرانو ته خبرداری ورکړ چې په خپلو ليکو کې د بهرنيو اشخاصو له ځای پرځای کولو يا پټولو ډډه وکړي. د طالبانو د پوځي کمېسیون هغه اعلاميه چې رسنیو ته رسېدلې، پکې راغلي چې، که داسې يو مورد ولیدل شي نو اړوند قومندان به له دندې ګوښه او دې کمېسيون ته به وروپېژندل شي. دغه اعلامیه په داسې وخت کې صادرېږي چې له دې وړاندې د طالبانو ډلې په خپلو ليکو کې د بهرنيو وګړو او په ځانګړي ډول د القاعدې د جنګياليو حضور رد کړی ؤ. امریکا لا تر دې دمه د طالبانو ډلې د وروستيو اقداماتو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. طالبان په داسې حال کې دا ګامونه پورته کوي چې په دوحه کې بين الافغاني مذاکرات هم له سره پيل شوي دي.
خو په دوحه کې سرچينې وايي چې د مذاکرې مېز ته د طالبانو بېرته راتګ «نمایشي» بڼه لري او ددې ډلې تمرکز د خپلو زندانيانو په خوشې کېدو دی. په قطر کې د دغې ډلې د سياسي دفتر ځينو غړو حکومت د دوحې کړه لیک ته په نه ژمنتيا تورن کړی. په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر يوه غړي الجزيرې شبکې ته ويلي چې، د بين الافغاني مذاکراتو له پيلېدو پنځه مياشتې تېرېږي خو د حکومت له زندانونو آن د دغې ډلې يو زنداني هم نه دی خوشې شوی. د طالبانو ډلې دا غړی افغان حکومت ملامتوي چې د طالب زندانيانو په خوشې کېدو کې ځنډ کوي. له دوحې څخه سرچينې وايي چې طالبان له جدي مذاکراتو مخکې د خپلو نورو بندیانو پر خلاصون ټينګار لري. د طالبانو ډلې دغه غړي د بایدن له لوري د دوحې په هوکړه ليک کې د ځنډ په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې امريکا بايد دغې هوکړې ته ژمنه پاتې شي.
بين الافغاني مذاکرات د روان کال د وږي مياشتې په وروستيو کې پيل شوي ؤ او د مرغومي په وروستيو کې په ټپه ودرېدل. د مذاکراتو د دويم پړاو له پيلېدو سره هممهاله، طالبانو د خپلو ۷زره بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د ملګرو ملتونو له تور لېسته د دې ډلې د غړو پر وتلو هم ټينګار کړی ؤ. خو د بايډن ادارې د دوحې هوکړه ليک بيا ارزونې ته مخه کړه او ټينګار يې وکړ چې د طالبانو ډلې د تاوتريخوالي کچې له ارزونې، په معنی لرونکو مذاکراتو کې د دې ډلې د ګډون او ترهګريزو ډلو سره د طالبانو د اړيکو پرې کولو څخه وروسته به له افغانستانه د وتلو په اړه تصميم ونيسي.