اورنګزېب د دوو کلونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رییس په توګه وټاکل شو
م. ظ. صمیم

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې ددغه کمېسیون په داخلي ټاکنو کې اورنګزېب د دوو کلونو لپاره د نوموړي کمېسیون د رییس په توګه ټاکل شوی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د کب په دیارلسمه نېټه ددغه کمېسیون له خوا خپره شوې راغلي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرتابه، د رییس، مرستیال او منشي د ټاکلو لپاره د رییس، مرستیالانو او ددې کمېسیون د دارالانشا د حقوقو او روزنیزو چارو د رییسانو په ګډون د ددغه بنسټ د اداري پلاوي انتخابات ترسره کړل.
د خبرپاڼې له مخې، د آزادو ټاکنو له لارې او د رایو په اکثریت سره اورنګزېب د کمېسیون د رییس، مولانا محمد عبدالله د مرستیال او مسافر قوقندي د منشي په توګه وټاکل شول.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د ټاکنو قانون د څوارلسمې مادې پر بنسټ، د کمېسیون رییس د دوو کلونو، مرستیال او منشي د یوه کال لپاره دندې ترسره کوي.
په دې توګه د ښاغلي اورنګزېب د کار موده د ۱۴۰۱ کال د کب په دوولسمه او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مرستیال او منشي کاري دوره د ۱۴۰۰ کال د کب په دوولسمه نېټه پای ته رسېږي.
د وېلو ده چې له دې مخکې حوا علم نورستانۍ د ټاکنو کمېسیون د رییسې، عصمت الله مل د مرستیال او رحیمې ظریفي د منشي په توګه دنده ترسره کوله.