د ۸صبح یادښت: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بیا راستنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې ۸صبح د ځانګړو مرکو یوه لړۍ خپروي. په همدې لړۍ کې د ازادۍ او عدالت غورځنګ له پوځي مسوول حامد سیفي سره اوسنۍ مرکه په لیکلې بڼه شوې ده. د دې مرکې پوښتنې په ۸صبح کې یو شمېر ښځینه خبریالانو او لیکوالانو مطرح کړې دي. د ۸صبح د خبریالانو او لیکوالانو نومونه په افغانستان کې د هغوی د حضور او فعالیت له امله مستعار یاد شوي دي.
ایلیا: څه تضمین شته چې که جبهې په واک کې رول ولري، ښځې به یو ځل بیا له رهبرۍ او سیاسي پرېکړو ونه ایستل شي؟
سیفي: ښځې به د نارینهوو په څېر په ټولو سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو، په ځانګړې توګه د هېواد په رهبرۍ کې مهم رول ولري. له طالبانو وروسته نظام کې به هېڅ ډول تبعیض او جنسیتي توپیر نه وي.
ایلیا: د طالبانو ضد جبهې له تېرو حکومتونو او انحصاري جوړښتونو سره څه توپیر لري او څنګه به د تېرو تېروتنو له تکراره مخنیوی کوي؟
سیفي: موږ د افغانستان له تاریخه په زدهکړې سره، پر یوه غیرمتمرکز، انتخابي او عدالتمحوره نظام باور لرو؛ داسې نظام چې ټول وګړي پکې د مالکیت احساس وکړي او ستر مسوولیتونه د افرادو د وړتیا او استعداد له مخې ورکړل شي نه د قوم، ژبې، سیمې او … پر بنسټ.
ایلیا: د افغانستان د راتلونکي لپاره د جبهو مشخصه سیاسي طرحه څه ده؟ د کوم ډول سیاسي او انتخاباتي نظام او د واک د وېش وړاندیز کوي؟
سیفي: د راتلونکي نظام ډول به د افغانستان نارینه او ښځې په خپله رایه ټاکي. دا ځل به موږ داسې نظام ولرو چې معیار به یې شخص او قوم نه، بلکې وړتیا، خدمت او رښتینولي وي.
ایلیا: که واک ته ورسېږئ، د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو او بېرته کار ته ښځو د ستنېدو لپاره به په ځانګړي ډول په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې کوم مشخص اقدامات وکړئ؟
سیفي: د طالبانو د ماتې په صورت کې به زموږ لومړنی لومړیتوب د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل او کار ته د ښځو بېرته ستنول وي. همداراز به په خپل ټول توان هڅه وکړو چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د علمي محرومیتونو له امله رامنځته شوي زیانونه جبران کړو. له نړیوالو علمي بنسټونو به هم وغواړو چې د تحصیلي بورسونو په برابرولو سره، یو ځل بیا د افغانستان په تحصیلي بنسټونو کې د ظرفیت لوړولو زمینه برابره کړي.
ایلیا: ایا ښځې اوس د جبهو د رهبرۍ او پرېکړو په کچه رښتینی او اغېزناک حضور لري؟
سیفي: په اوسنیو شرایطو کې ښځې په خپل عدالتغوښتونکي غږ سره د طالبانو د جنایتونو په ځانګړې توګه د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې، ځورونې او جنسي تېري د افشا کولو په برخه کې مهم رول لري. دغه غږونه د نورو جبمهو ترڅنګ، د هغو وسلهوالو مبارزینو او چریکانو روحیه پیاوړې کوي چې د آزادۍ او عدالت لپاره مبارزه کوي، او دا کار یې د ډېرې ستاینې وړ دی.
ایلیا: د سیاسي مخالفانو حقونه او آزادۍ به څنګه تضمین شي او ایا جبهې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خپلو مخالفانو سره خبرو او یوې ټولګډونې سیاسي هوکړې ته چمتو دي؟
سیفي: په راتلونکي نظام کې به د ټولو افرادو حقونه او آزادۍ خوندي وي او هر فرد یا سیاسي جریان به دا حق ولري چې د سولهییزې سیاسي مبارزې له لارې د مثبتو بدلونونو د رامنځته کولو لپاره په سیاسي ډګر کې حضور ولري.
ایلیا: که طالبان له واکه لېرې شي، ایا جبهې به واک یوه لنډمهالي حکومت ته او بیا یو انتخابي او ټولګډوني نظام ته وسپاري، که ځانونه د حکومت کولو مستحق ګڼي؟
سیفي: د طالبانو د لېرې کېدو په صورت کې جبهې مکلفې دي چې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو زمینه برابره کړي او د نظام د ډول، اساسي قانون، بیرغ او نورو د بحث وړ موضوعاتو د ټاکلو لپاره د ټاکنو د ترسره کېدو زمینه په سولهییزه توګه برابره کړي.
د ۸صبح خبریاله مینه
مینه: ایا ښځې د مقاومت د جبمهو په پرېکړو او رهبرۍ کې رښتینی حضور لري؟ که هو، په کومه کچه او له کومو واکونو سره؟
سیفي: هو، ښځې د مقاومت د جبهو په پرېکړو او د رهبرۍ په جوړښت کې رښتینی حضور لري. هغوی د رهبرۍ په کچه، اوږه په اوږه له نورو مبارزینو سره ولاړې دي. لکه څنګه چې نن له نورو مبارزینو سره یوځای ولاړې دي، د بریا په سبا به هم په هماغه ځای کې وي.
مینه: که تاسو د یوې داسې نجلۍ پر ځای وای چې په افغانستان کې ژوند کوي او له څلورو کلونو راهیسې له زدهکړې، کار او ډېرو بنسټیزو حقونو محرومه ده، له خپل ځانه به مو څه غوښتل؟
سیفي: هماغه کار چې د افغانستان باعزته ښځو په تېرو پنځو کلونو کې ترسره کړ؛ یعنې چوپې کښېنناستې او د عدالتغوښتنې غږ یې پورته کړ. هغوی تاریخ جوړ کړ. د هغوی زړورتیا په تاریخ کې ثبت شوه او د راتلونکو نسلونو لپاره په بېلګې بدلې شوې، څو هېڅ زور او ظلم ته غاړه کېنږدي او چوپې کښېننې.
د ۸صبح خبریاله خورشید
خورشید: د طالبانو مخالفې جبهې څنګه تضمینوي چې د دوی وسلهواله مبارزه به ملکي وګړو ته زیان نه رسوي او د طالبانو له لوري د خلکو د غچ اخیستنې پر وړاندې به یې څه مسوولیت مني؟
سیفي: تر اوسه مو خپله ټوله هڅه کړې چې زموږ په غلچکي بریدونو کې هېڅ ډول ملکي تلفات رامنځته نه شي؛ دا په خپله یوه ستره لاسته راوړنه ده او تر پایه به دې اصل ته ژمن پاتې شو. طالبان پر خلکو له پیله تر اوسه، که پر وړاندې یې عملیات وشي او که نه ونه شي، په استبداد او ظلم سره حکومت کړی او د دې ډلې بنسټ پر ظلم اېښودل شوی دی. له همدې امله، زموږ د عملیاتو موخه د هغه ظالم دښمن ماتول دي چې خلک یې له ظلم، تبعیض او استبداده تر پوزې راوستي دي.
خورشید: ولې د طالبانو مخالفې جبهې سره له دې چې ګډ هدف لري، تر اوسه نه دي توانېدلي چې متحدې شي او د دې یووالي پر وړاندې اصلي خنډونه څه دي؟
سیفي: جبهې له یو بل سره په مخالفت کې نه، بلکې په یوه مثبت رقابت کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي. دغه مثبت رقابت د هېواد په هره برخه کې د چریکي عملیاتو د زیاتېدو لامل شوی دی.
خورشید: څه تضمین شته چې د طالبانو له لېرې کېدو وروسته به دغه جبهې له یو بل سره وسله والې نښتې ونه کړي او افغانستان به یو ځل بیا په کورنۍ جګړې او ملوکالطوایفۍ کې ښکېل نه شي؟
سیفي: د ۱۳۷۱ کال له تحمیلي جګړو چې په ۱۳۷۵ کال کې د طالبانو لاسته د کابل تر سقوط پورې یې دوام وکړ، موږ زده کړي چې هېڅکله داسې جګړې ته داخل نه شو؛ داسې جګړې ته چې بیه یې زموږ خلک ورکړي او ګټه یې د افغانستان د خلکو دښمنان ترلاسه کړي.
خورشید: ایا جبهې د لږو تلفاتو او ډېرو لاسته راوړنو لپاره د ګډ هدف د ترلاسه کولو په موخه واحد او مشخص سیاسي پروګرام او ستراتیژي لري؟
سیفي: تر هغه چې موږ د غلچکي عملیاتو په پړاو کې یو، اړینه ده چې دغه عملیات په محرم ډول پلان او ترسره شي. خو کله چې د تعرضي او جبههیي عملیاتو پړاو ته ورسېږو، ټول لوري پر همغږۍ باور لري او په عین حال کې همغږي د بریا لپاره یوه جدي اړتیا هم ګڼل کېږي.
د ۸صبح خبریاله آدرینا بهزاد
آدرینا: ولې د جبهو مشرانو سره له شلو کلونو فرصت، واک او پراخ کورني او بهرني ملاتړ، ونه شوای کړای چې د طالبانو د بېرته ستنېدو او د دې ډلې د تاوتریخوالي د تکرار مخه ونیسي؟
سیفي: هغه جبهې چې د جمهوریت له سقوط وروسته جوړې شوې، له هغو ځوانانو څخه جوړې دي چې د جمهوریت پر مهال یې هېڅ ډول لوی واک او لوړ مقام نه درلود، څو د طالبانو د بېرته ستنېدو مخه ونیسي. ان ځینې له دغو ځوانانو څخه د جمهوریت له سقوط مخکې له خپلو دندو هم ګوښه شوي وو. خو له دې سره سره، همدغو ځوانانو د جمهوریت پر مهال هم په لومړۍ کرښه کې په خپل ټول توان له دښمن سره جګړه کوله او د افغانستان خلکو د هغوی د ډېرو سرښندنو بېلګې لیدلې دي.
آدرینا: ولې د افغانستان ښځې او نجونې باید نن د مقاومت پر جبهو باور وکړي او ستاسو د لیدلوري او کړنلارې او د تېرو سیاسي تجربو ترمنځ څه توپیر شته؟
سیفي: موږ باور لرو چې د طالبانو له ماتې وروسته به ټول خلک د افغانستان مالکین وي او ټولو ته به د خدمت فرصت برابر شي. موږ به هېڅکله د تحمیلي جګړو او استبدادي حکومتونو تاریخ ته ونه ګرځو.
آدرینا: د افغان د ښځو او نجونو د آزادۍ او راتلونکي لپاره په دقیقه توګه کوم پروګرام او عملي اقدام لرئ؟
سیفي: زموږ د مبارزې هدف د افغان ښځو او نارینهوو لپاره د آزادۍ او عدالت راوستل دي، څو هغوی ټولو هغو حقونو ته ورسېږي چې وړ یې دي؛ لکه په عزت سره د ژوند حق، د تعلیم او تحصیل حق، د کار حق او د وړتیا او علمي استعداد پر بنسټ لوړو مقامونو ته د رسېدو حق، نه د قوم، ژبې، سیمې او … پر بنسټ.
آدرینا: د افغانستان په رهبرۍ، پرېکړو او سیاسي راتلونکي کې د ښځو لپاره څه ځای په پام کې لرئ او څه تضمین ورکوئ چې د هغوی حقونه به یو ځل بیا د سیاسي مصلحتونو قرباني نه شي؟
سیفي: لکه څنګه چې ښځې نن د استبداد پر وړاندې د مبارزې په لیکو کې د نارینهوو ترڅنګ ولاړې دي، له بریا وروسته به هم د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې هماغه حق ولري.
آدرینا: د جبهو د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کوم عملي او مشخص پروګرام لرئ او خلک به کله د هغه محسوسې پایلې وویني؟
سیفي: موږ په کوردننه او بهر له خپلو هېوادوالو سره په اړیکه کې یو. د طالبانو د ماتې لپاره د خلکو روحیه په رښتیا د ستاینې وړ ده او د افغانستان اکثریت خلک په دې برخه کې له موږ سره همغږي دي. ژر یا وروسته به د طالبانو د ډلې د ماتې او د خپل ولس د بریا شاهدان شو.
د ۸صبح خبریاله بهنیا
بهنیا: د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره ستاسو مشخصه او اوږدمهاله ستراتیژي څه ده؟ ایا وروستي بریدونه د اوږدمهالي پلان او ستراتیژۍ برخه دي، که یوازې مقطعي عملیات دي؟
سیفي: زموږ مشخصه ستراتیژي له بېلابېلو چریکي، تعرضي، نفوذي او استخباراتي بریدونو جوړه ده. د دغو عملیاتو ترڅنګ، موږ په کوردننه او بهر د هېواد له اغېزناکو شخصیتونو سره په اړیکه کې یو، څو د طالبانو له ماتې وروسته، له ځنډ پرته د وړتیا پر بنسټ د یوه جوړېدونکي حکومت پروګرامونه عملي کړو. وروستي عملیات به تر هغه وخته په بېلابېلو بڼو دوام وکړي چې طالبان په بشپړه توګه مات شي.
بهنیا: خلک، په تېره بیا ښځې، کله او د کومې نقشې پر بنسټ د بنسټیز بدلون تمه کولای شي؟
سیفي: موږ یو ځل بیا ژمنه کوو چې د افغانستان نارینه او ښځې به له هر ډول تبعیض پرته، ټولو هغو حقونو ته ورسېږي چې مستحق یې دي.
بهنیا: د نظامي مبارزې ترڅنګ، د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره څه پروګرام لرئ؟ او ایا اوس مهال ستاسو په تشکیلاتي جوړښت او پرېکړو کې ښځې حضور لري؟ که هو، څه رول لري؟ او که نه، ولې؟
سیفي: د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوو، څو د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان خلک د یوه مشروع حکومت او نظام شاهدان وي او په هره برخه په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې مثبت بدلون تجربه کړي.
بهنیا: له دې امله چې موږ اوس مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بېلابېلو جبهو حضور او بریدونه وینو، ایا په پام کې لرئ چې د طالبانو پر وړاندې په ګډه اقدام وکړئ؟ یعنې ایا کوم اتحاد شته که نه؟
سیفي: کله چې موږ د چریکي بریدونو له هغه پړاوه تېر شو چې محرمیت یې بنسټ جوړوي، ټولې جبهې پر همغږۍ باور لري او په دې برخه کې سره متفق یو.
د ۸صبح خبریاله آیت
آیت: د مقاومت د جبهو په کورني جوړښت کې د ښځو رول څه دی؟ ایا ښځې یوازې د جګړې د قربانیانو او د ملاتړ د موضوع په توګه مطرح دي، که په پرېکړو او رهبرۍ کې هم رښتینی رول لري؟
سیفي: موږ د افغانستان د ټولو خلکو، ښځو او نارینهوو لپاره چې د طالبانو په اسارت کې دي، مبارزه کوو. زموږ موخه د آزادۍ او عدالت ټینګول دي، څو هېڅوک ونه کړای شي د افغانستان د ښځو او نارینهوو پر وړاندې تبعیض وکړي. په دې لاره کې به هغه څه چې د افغانستان د ښځو او نارینهوو مسلم حق دی، تحقق ومومي.
آیت: د افغانستان لپاره د مقاومت د جبهو وروستۍ موخې څه دي؟ ایا هدف یوازې د طالبانو د حکومت بدلون دی، که د یوه نوي سیاسي نظام د رامنځته کولو لپاره هم طرحه شته؟
سیفي: موږ له طالبانو د وروسته دورې لپاره هم مشخصه طرحه او پروګرام لرو؛ داسې طرحه چې د افغانستان خلکو ته په کې خپل حقونه ورکړل شي، بې له دې چې د هغوی قوم، جنسیت یا مذهب ته پام وشي.
د ۸صبح لیکواله شمسیه
شمسیه: که د مقاومت جبهې واک ته ورسېږي، د ښځو او نجونو د زدهکړې، پوهنتون او کار د حق لپاره څه عملي تضمین وړاندې کوي او د تېرو پنځو کلونو د محرومیتونو د جبران لپاره به څه وکړي؟
سیفي: د ټولو هغو جبهو یوه له اساسي غوښتنو چې نن د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل دي. له دې سره سره، د طالبانو د واکمنۍ د کلونو د محرومیتونو د جبران لپاره باید جدي اقدامات او نه ستړې کېدونکې هڅې وشي، څو دا تشه ډکه شي.
شمسیه: په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د جبهو د عملیاتو د ناکامۍ لاملونه څه دي او اوس د بریا لپاره کوم مشخص پروګرام لرئ؟
سیفي: موږ نن له داسې ډلې سره جګړه کوو چې شل کاله یې د جمهوریت د نظام او د هغه د متحدانو پر وړاندې په چریکي تاکتیکونو مبارزه کړې او د چریکانو د کمزوریو او په لومه کې د هغوی د اچولو د لارو چارو په اړه یې ډېره تجربه ترلاسه کړې ده. همدا تجربه د دې لامل کېږي چې په ځینو مواردو کې چریکان اسیر، شهید یا تیتوپرک شي. خو دا د ناکامۍ په مانا نه ده؛ بلکې هر شهادت او هره قرباني د طالبانو د ډلې پر وړاندې د مبارزې اراده لا پیاوړې کوي.
شمسیه: څه تضمین شته چې د جبهو د بریا په صورت کې به افغانستان یو ځل بیا له کورنۍ جګړې، د واک له انحصار او د تېرو تېروتنو له تکرار سره مخ نه شي؟
سیفي: د هغه درک چې زه یې د جبهو او د هغوی د موخو په تړاو لرم، دا ډول پېښه له امکانه لېرې ګڼم او باور نه لرم چې تکرار به شي.
شمسیه: د یوه خوندي او آزاد افغانستان د جوړولو لپاره د جبهو عملي پروګرام څه دی او ایا د بریا په صورت کې به واک د یوه ټولګډوني سیاسي نظام له لارې خلکو ته وسپاري؟
سیفي: یقیناً د راتلونکي برخلیک به د خلکو رایې ټاکي. د جوړېدونکي نظام او جوړښت ډول به هم، د خلکو په رایه او اراده پورې تړلی وي.
د ۸صبح لیکواله ښایسته
ښایسته: افغان ښځې نن له خپلو تر ټولو لومړنیو بشري او ټولنیزو حقونو محرومې دي. که سبا سیاسي واک ستاسو په لاس کې وي، څه مشخص تضمین شته چې ښځې به یو ځل بیا د سیاسي معاملو او د واک د مصلحتونو قرباني نه شي؟ ایا چمتو یاست چې د ښځو حقونه په راتلونکي قانون او سیاسي جوړښت کې د نه معامله کېدونکې سرې کرښې په توګه تضمین کړئ؟
سیفي: د افغان ښځو حقونه به د یوې نه معامله کېدونکې سرې کرښې په توګه وپېژندل شي او تضمین به یې په راتلونکي قانون او سیاسي جوړښت کې په روښانه توګه درج او څرګند وي.
شایسته: افغانستان یوازې د یوه حکومت په نسکورېدو نه جوړېږي. که طالبان سبا له واکه لېرې شي، د یوه ټولګډوني سیاسي نظام د جوړولو لپاره ستاسو مشخص پروګرام څه دی؟ داسې نظام چې په هغه کې هېڅ قوم، مذهب، ژبه او جنسیت د حذفېدو احساس ونه کړي او خلک به څنګه وکړای شي له دغه پروګرام او ستاسو له کړنو حساب وغواړي؟
سیفي: موږ په خپل ټول توان مبارزه کوو، څو د افغانستان خلک له طالبانو وروسته د داسې نظام شاهدان وي چې هر وګړی په هغه کې د مالکیت احساس وکړي. هر ډول قومي، مذهبي، ژبنیز او جنسیتي تبعیض جرم وګڼل شي او معیار به خدمت، وړتیا، علم او توانايي وي، څو ټول وکړای شي د خپلو خلکو د خدمت جوګه وګرځي او په نظام کې ونډه ولري.
ښایسته: که سبا واک ستاسو لاس ته درشي، د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو او د نجونو د زدهکړې د حق د تضمین لپاره به مو لومړنی عملي اقدام څه وي؟ او که دا ژمنه عملي نه شوه، څوک او څنګه به د خلکو پر وړاندې ځوابویونکی وي؟
سیفي: موږ خپل ځان مسوول ګڼو چې افغان ښځو ته زدهکړې، کار او رایې حقونه بېرته راستانه کړ.
تمنا، د ۸صبح لیکواله
تمنا: ولې د مقاومت جبهې په تېرو پنځو کلونو کې نه دي توانېدلې چې د قومي تړاوونو له پولې هاخوا د خلکو پراخ باور او ملاتړ ترلاسه کړي؟
سیفي: اصلي دلیل یې دا دی چې طالبان په خپل روایت جوړونه کې کله مذهبي او کله قومي مسایل راپاروي. له بده مرغه، دې چلند د افغانستان د خلکو پر افکارو منفي اغېزې کړې دي. زه د خلکو له لوري د پراخ او لازم ملاتړ د نشتوالي اصلي دلیل تر ډېره د طالبانو د رواني جګړو په همدغو تاکتیکونو کې وینم.
تمنا: ولې د مقاومت جبهو د جبهو او د طالبانو د نورو مخالفانو ترمنځ د اتحاد لپاره اغېزناکې هڅې نه دي کړې او یوه ګډه او همغږې مبارزه نه ده رامنځته شوې؟
سیفي: د جبهو مبارزه اوس د یوه مثبت رقابت په بڼه او د یوه واحد هدف، یعنې د هېواد د آزادۍ او د خلکو د ژغورنې لپاره روانه ده او زه دا د افغانستان د خلکو په خیر ګڼم.
د ۸صبح لیکواله مهتاب
مهتاب: ایا د مقاومت جبهې د افغانستان د راتلونکي په رهبرۍ، سیاسي جوړښت او پرېکړو کې د ښځو د رښتیني او برابر حضور لپاره مشخص پروګرام لري؟
سیفي: افغان ښځې به د نارینه وو په څېر له طالبانو وروسته نظام کې خپل ځای له جنسیتي تبعیض پرته او د هغوی د وړتیا، استعداد او پوهې پر بنسټ ولري.
مهتاب: که د مقاومت جبهې واک ته ورسېږي، څه عملي او مشخص تضمین شته چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه، لکه زدهکړه، کار، د انتخاب آزادي او سیاسي مشارکت به د مصلحتونو او سیاسي پرېکړو قرباني نه شي؟
سیفي: ټولې جبهې، په ځانګړې توګه د آزادۍ او عدالت غورځنګ د خپلې وسلهوالې مبارزې یو له اصلي دلیلونو د افغانستان د ټولو خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، د اساسي حقونو تحقق ګڼي. په دې برخه کې هېڅ شک نشته چې د طالبانو له دورې وروسته نظام کې به د افغانستان خلک د یوه ښه راتلونکي شاهدان وي؛ داسې راتلونکی چې دعلم او نړیوال پرمختګ له روان کاروان سره د یوځای کېدو پر بنسټ ولاړ وي، هغه کاروان چې په ډېرې چټکۍ مخته روان دی.





