• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د سپټمبر له یوولسمې ۲۵ کاله وروسته؛ امریکا او د بریا او ماتې دوه ‌ګونی انځور یې

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۲۱ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789237957]
Maureen Dahill + 10 MIN READ

Maureen Dahill + 10 MIN READ

د سپټمبر له یوولسمې ۲۵ کاله وروسته لا هم دا پوښتنه پر ځای ده: ایا امریکا په افغانستان کې بریالۍ شوه که ماتې یې وخوړه؟ د دې پوښتنې ځواب چې څنګه ښکاري، دومره اسانه هم نه دی. له همدې امله، په زغرده د امریکا د ماتې یا بریا خبره نه شي کېدای. هر څه له دې سره تړلي چې په افغانستان کې د امریکا موخې او د دغه هېواد د بریا معیارونه څنګه تعریفېږي. که د افغانستان جګړه یوازې د طالبانو د برخلیک له کړکۍ وکتل شي، ښايي پایله روښانه وي: امریکا په پای کې ماتې وخوړه. که خبره د القاعدې او نړیوالۍ ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له لیدلوري وارزول شي، انځور به توپیر ولري. که معیار دولت جوړونه، د سیاسي او ټولنیزو بنسټونو رامنځته کول او په افغانستان کې د یوه نوي سیاسي نظام ټینګول وټاکل شي، د بریاوو او ناکامیو له ګډ ترکیب سره مخ کېدای شو.

که موخه له القاعدې سره جګړه وګڼل شي

امریکا د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پر افغانستان پوځي یرغل وکړ؛ ځکه القاعده په دغه هېواد کې مېشته وه او د طالبانو رژیم د دغې شبکې بنسټګر او لومړني مشر اسامه بن‌لادن ته پناه ورکړې وه. له همدې امله، د واشنګټن لومړنۍ موخه له القاعدې سره مبارزه او د ترهګریزو عملیاتو پر پناه ځای د افغانستان له بدلېدو مخنیوی و، نه دا چې طالبان د یوه کورني ځواک په توګه له منځه یوسي. دا توپیر د جګړې په ارزونه کې بنسټیز ارزښت لري. القاعده د امریکا له برید وروسته ډېره کمزورې شوه او د سازماني او عملیاتي وړتیا لویه برخه یې له لاسه ورکړه؛ نه یوازې په افغانستان بلکې په سوریې او نورو سیمو کې هم. اسامه بن لادن په پاکستان او ایمن الظواهري په کابل کې ووژل شول؛ دوه مهمې پېښې چې ښيي امریکا د نړۍ په هره برخه کې د خپلو دوښمنانو د څارلو وړتیا لري. له همدې کبله، که معیار د القاعدې له منځه وړل یا د دې ډلې د وړتیاوو کمول او د سپټمبر د یوولسمې په کچه د یو بل برید د تکرار مخنیوی وټاکل شي، امریکا ته ماتې نه شي منسوبېدای.

بنسټ جوړونه وشوه، خو ناپایداره پاتې شول

که معیار دولت ‌جوړونه وټاکل شي، ارزونه لا پېچلې کېږي. د دوو لسیزو په اوږدو کې د امریکا او د متحدانو په ملاتړ یې ملي اردو او پولیس جوړ شول، پارلمان رامنځته او ټاکنې وشوې، سیاسي ګوندونه او رسنۍ پراخې شوې او مدني ټولنې ته د فعالیت زمینه برابره شوه. د افغانانو یو نسل د سیاسي مشارکت، زده‌کړو او مدني ازادیو له تجربو سره لوی شو. دا ټولې ریښتینې لاسته ‌راوړنې دي او له پامه نه شي غورځول کېدای. خو بنسټيزه کمزوري د دغو لاسته ‌راوړنو په بنسټیزولو او پایداره کولو کې وه. د دغو بنسټونو او جوړښتونو ډېر یې د لوېدیځ پر مالي، سیاسي او امنیتي ملاتړ تکیه و. د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د شل کلن جمهوریت چټک سقوط وښوده چې د «بنسټونو د جوړولو» او «پایداره کولو» ترمنځ لوی واټن و. له دغه اړخه، امریکا د یوه مډرن دولت د جوړښتونو په رامنځته کولو کې بریاوې لرلې، خو پایښت کې یې ناکامه شوه.

البته، باید وپوښتل شي چې ایا دولت ‌جوړونه د امریکا بنسټيزه موخه وه؟ نه. پوهېږو چې جګړه له القاعده سره د مبارزې په موخه پیل شوه، خو د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، د ښځو حقونو، بنسټ‌ جوړولو او… وروسته ارزښت وموند. له همدې کبله، په افغانستان کې د دوو لسیزو په اوږدو کې ټول هغه څه چې رامنځته شول، د امریکا د موخو برخه نه شي بلل کېدای. بل پلو، ښايي د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې ډیموکراسي او بشري حقونه هم ارزښتونه وي او هم په نورو هېوادونو کې د لاسوهنې د مشروعیت لپاره وسیلې. دا دوه تر ډېره یو بل نه نفي کوي. ښايي دولتونه هم پر خپلو اعلان شویو ارزښتونو باور ولري او هم له همدغو ارزښتونو څخه د خپلو امنیتي او جیوپولیټیکي موخو د ډاډمنولو لپاره ګټه واخلي.

که له طالبانو سره جګړه موخه وګڼل شي

که موخه له طالبانو سره مبارزه وګڼل شي، ځواب څرګند دی: امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم نسکور کړ، خو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته، واک بېرته د طالبانو لاس ته ولوېد. له همدې امله، له افغانستانه د امریکا وتل او په دغه هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل د واشنګټن بریا نه شي ګڼل کېدای. د طالبانو همدا رمزداره بیا واکمنېدو هغو روایتونو ته چې ګواکې د امریکا او طالبانو ترمنځ پټه معامله شوې، لاره چاره برابره کړه: یعنې واشنګټن طالبان له واکه لرې کړل، خو په پای کې یې خپله تشه بېرته همدغو ته وسپارله. البته، واک ته د طالبانو رسېدل په یوازې سر دا نه ثابتوي چې امریکا له پیله داسې سناریو جوړه کړې وه؛ خو له طالبانو سره د واشنګټن مخامخ خبرې، د شل کلن جمهوریت له پامه غورځول، د دوحې هوکړه او د امریکايي ځواکونو وتل د خلکو په ذهنونو کې د پردې تر شا جوړجاړی پیاوړې کوي. د جمهوریت په شلو کالو کې امریکايي چارواکو هېڅکله هم په رسمي ډول طالبان «ترهګر» ونه بلل. کله چې د امریکا اصلي موخه له ترهګرۍ سره جګړه وي او طالبان یې هم له انده ترهګر نه وي، څرګنده ده چې دا ډله په اجنډا کې نه راځي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یوناما: په درېیو میاشتو کې لږ تر لږه څلور پخواني نظامیان وژل شوي دي
خبرونه

یوناما: په درېیو میاشتو کې لږ تر لږه څلور پخواني نظامیان وژل شوي دي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792062571]
یوناما: په تېر یوه کال کې د پولې په اوږدو کې ۵۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي
خبرونه

یوناما: په تېر یوه کال کې د پولې په اوږدو کې ۵۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792062093]
د غزني پر تاریخي ودانیو یادګار لیکل؛ هغه بې‌پروايي چې کلتوري میراث ګواښي
راپورونه

د غزني پر تاریخي ودانیو یادګار لیکل؛ هغه بې‌پروايي چې کلتوري میراث ګواښي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792061490]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.