۸صبح، کابل: طالبانو ادعا کړې چې د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پراختیايي پروژو قراردادونه منظور کړي او په ۱۰ نورو پروژو کې یې بدلونونه راوستلې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس شنبه د وږي پر ۲۱مه راپور ورکړی چې دا پرېکړه د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې شوې ده.
د راپور له مخې، په منظور شویو پروژو کې د بغلان د خوستفرنګ او د پکتیا د سیدکرم ولسوالیو د روغتونونو جوړول، د کابل ښار د ځينو سړکونو رغول او په څو ولایتونو کې د برېښنا رسولو پرمختیایې پروژې شاملې دي.
د راپور په حواله، د دغو پروژو د پلي کېدو لګښت د دوی له بودیجې ورکول کېږي.
ورته مهال د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون پرېکړه کړې چې د دوو پروژو قراردادونه دې د کاري نیمګړتیاوو له امله لغوه شي.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، څلور نورې پروژې به هم د تدارکاتي ستونزو له امله بېرته داوطلبۍ ته وړاندې شي.
د دغو پروژو د کار د پیل او د پلې کېدو د مودې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.





