(۲۲ کلن ذبيح الله افضلي، د فراه ولايت اوسېدونکی او د افغانستان ترټولو ځوان غرختونکی دی)
۸صبح: مننه چې موږ ته مو وخت راکړ او چمتو شوئ چې د ۸صبح له پښتو مجلې سره مرکه وکړئ. ښاغلی افضلي، د لومړي پوښتنې په توګه غواړم وپوښتم چې، کېدای د خپلو ولايتي سفرونو په هکله معلومات راکړئ، موخه مو څه ده چې بېلابېلو ولايتونو ته ځئ او هلته د لوړو غرونو څوکو ته پورته کېږئ، کېدای شي په خلص ډول د دې سفرونو موخه مو راته وواياست؟
افضلي: مننه له تاسې او د ۸صبح پښتو مجلې څخه چې موږ ته مو د مرکې فرصت راکړ. له دې سفرونو زما موخه غرختنه ده، غره ته ختل يوه څانګه او مسلک دی چې په دې وروستيو کې ډېر مينه والو او پلويان لري او له هر هېواد او د نړۍ له هرې سيمې خلک په دې برخه کې وياړونه ترلاسه کوي او هر هغه څوک چې د خپل هېواد په استازيتوب د نړۍ د غرونو يوې لوړې څوکې ته پورته شي، نو دا ورته د وياړ ځای دی. زموږ سفرونه هم د هېواد له مختلفو سيمو لکه نورستان او باميان څخه پیل شول. موږ لومړی چې کومې سيمې ته ځو نو موخه مو له هر اړخه د سيمې ارزول وي، چې په راتلونکي کې هلته د غره ختلو پروګرام عملي کړو. اوس غرختنه زموږ لپاره مينه او یا هم ويلی شم چې زموږ لپاره يوه دنده ده. دغه څانګه موږ ته يو ډول سکون رابښي. دا چې څه موده د ښار له شور او ککړې هوا له زيانونو لیرې واوسو نو د طبعيت غېږې ته پناه وړو.
۸صبح: ښاغلی افضلي څومره موده کېږي چې دا سفرونه مو پيل کړي او په دې سفر کې څوک ستاسې ملتيا کوي؟ ايا کوم بنسټ، اداره او يا هم څوک مو ملاتړ کوي؟ د لګښتونو په اړه مو که راته ووياست؟
افضلي: بايد ووايم چې له بده مرغه، د هېچا لخوا زموږ ملاتړ نه کېږي. موږ په خپلو منځونو کې د «Hike Ventures» په نامه يو ډله جوړې کړې، د ډلې لپاره مو مشر ټاکلی دی، وېبپانه لرو، همداراز په ټولنيزو رسنيو کې ځانګړي اکونټونه لرو او په خپلواک ډول خپل فعالیت کوو. تر دې دمه هېچا له موږ څخه مالي ملاتړ نه دی کړی او تراوسه مو هرڅه په خپلو شخصي لګښتونو کړي دي. ولايتونو ته چې کوم سفرونه کوو، دا ټول په خپلو شخصي لګښتونو کوو چې له نېکه مرغه سږکال مو وکولی شول زما په ګډون ۹ غړو د هندوکش غرونو اړوند د «نوشاخ» په نامه ترټولو لوړه څوکه چې ۷۴۹۲ متره لوړوالی لري، فتحه کړو. په دې ډله کې له موږ سره د فاطمې سلطاني په نامه ۲۲ کلنه نجلۍ هم وه چې په دې سفر کې یې ګډون درلود او دا ترټولو ځوانه نجلۍ ده چې دومره لوړ ځای ته تراوسه پورې پورته کېږي. نوشاخ د هېواد ترټولو لوړه څوکه ده چې د هندوکش غرونو دويمه لوړه برخه ګڼل کېږي او د آسیا په کچه پنځلسمه لوړه څوکه ده.
نوشاخ د بدخشان ولايت په شمال لويديځ کې له پاکستان سره په پوله کې موقعيت لري.
۸صبح: افضلي صېب، په دغو سفرونو کې تاسې ډېرو سيمو ته ځئ، داسې سيمې چې ښايي لومړني وګړي تاسې واوسئ چې هلته ځئ، د معلوماتو په اساس تاسې داسې سيمو ته هم تللي ياست چې هلته د تګ راتګ امکانات نشته او حتی له خطره هم خالي نه دي؛ د دغسې سفرونو پرمهال څه احساس کوئ، هرو مرو به مو داسې سفرونه له وېرې سره مله وي، کېدای شي په دې اړه معلومات راکړئ؟
افضلي: هو، موږ داسې سيمو ته ډېر ځو چې ډېر کم خلک تګ راتګ ورته کوي او يا هم ډېرې لیرې پرتې سيمې او کلي دي چې هلته هرڅوک نشي تللی او داسې ځايونو ته هم تللي يؤ، د بېلګې په ډول، په ۲۰۱۸ز کال کې يوازې زه د کابل ترټولو لوړ غر څوکې ته چې د «خاوند» به نامه يادېږي او ۴۵۴۲متره لوړوالی لري د دوه درې ورځو په موده کې ولاړم او راغلم. همداراز بېلابېلو ولايتونو لکه بدخشان، نورستان، پنجشېر، باميان، هرات، کندهار او نورو سيمو ته زه او زموږ همکارن سفرونه کوي، له نېکه مرغه په دغو سفرونو کې له کومې جدي پېښې سره مخ شوي نه يؤ. بايد يادونه وکړم چې تر دې دمه د هېڅ لوري، دولت او يا هم د طالبانو له لخوا کومې ستونزې سره نه يو مخ شوي. د سفرونو پرمهال زموږ يوازينۍ ستونزه له غلو سره مخامخېدل دي، چې له بده مرغه څو ځله زموږ همکاران په ځینو سیمو کې درول شوي او پيسې او نور توکي ترې اخيستل شوي دي.
۸صبح: د کورنۍ په اړه مو راته وواياست، ايا کورنۍ مو له دې کاره خوښه ده؟ ملاتړ مو کوي او په دې اړه خو اندېښنه نه کوي؟
افضلي: کورنۍ مې په لومړيو کې مخالفت کاوه، که څه هم هېڅکله يې راته نه دي ويلي چې مه ځه، يوازې دومره راته وايي چې ډېر احتياط کوه. کله به مو چې هوډ درلود يوې ناامنه سيمې ته ولاړ شو، نو زموږ مخه به يې نيوله او مجبور ؤ چې د دوی خبره ومنو او لاړ نشو. خو اوس چې وغواړو د افغانستان هرې سيمې ته سفر وکړو، کورنۍ مې څه نه راته وايي؛ ځکه چې اوس مو په دې برخه کې د هېواد، کورنۍ او ځان لپاره برياوې او وياړونه ترلاسه کړي دي. له نېکه مرغه کورنۍ مې ملاتړ کوي. په ټوله کې بايد ووايم چې کورنۍ مې اوس قناعت کړی او په دې باوري دي چې په دې برخه کې کولی شو ډېرې نورې لاسته راوړنې هم ولرو. په لومړيو کې مو چې کله د غره ختلو په برخه کې فعاليت پيل کړ، نو زموږ کورنيو دې کار ته زړه نه ښه کاوه، ځکه هغه وخت په افغانستان کې دې برخې ته دومره چا پاملرنه نه کوله، خو اوس له نېکه مرغه ډېرو ځوانانو د غرختنې څانګې سره لېوالتيا پيدا کړې، په کابل کې دمګړی له ۲۰۰ زیات ځوانان له موږ سره غړیتوب لري خو بايد يادونه وکړم، د هغو کسانو شمېر اوس هم د ګوتو په شمېر دی چې په دې برخه کې په مسلکي ډول کار کوي.
۸صبح: ستاسې د سفرونو انګېزه، ستاسې اصلي ملاتړي او په ټول کې هغه کسان چې د مالي ملاتړ په پرتله تاسې ته له معنوي اړخه ډاډ درکوي او هڅوي مو، څوک دي؟
افضلي: زما اصلي ملاتړ کوونکي، زما کورنۍ او زما ملګري دي. کله چې دوی زموږ فعاليتونه ګوري نو هڅوي مو او يادونه بايد وکړم چې د کورنۍ او ملګرو ترڅنګ رسنۍ او په ځانګړي ډول د ټولنيزو رسنيو فعالين هم زموږ ملاتړي دي.
۸صبح: افضلي صېب د ولايتي سفرونو په ترڅ کې مو ترټولو ستونزمن سفر کوم ولايت، کومې سیمې او کوم غره ته ؤ چې تاسې پکې له ډېرو ستونزو سره مخ شوئ؟
افضلي: بايد ووايم چې، کال په کال موږ ته د غرختنې مسلک اسانه کېږي، ځکه چې ځان ورته جوړوو، روحيه او انګېزه اخلو او ډېر تمرين کوو. تمرين ځکه ډېر کوو چې غرختل ورزش ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې خپله ورزش نه دی. غرختنه بايسکل ځغلونې، ځغاستې، لامبو او ځان جوړونې يا جېم ته اړتيا لري او يو غرختونکی مجبور دی چې د دې ورزشونو په چوکاټ کې تمرينات وکړي. د غره ختنې د سختۍ په اړه بايد ووايم، تېر کال موږ د «شاه فولادي» لوړې څوکې ته ولاړو چې د کوه بابا غرونو ترټولو لوړه برخه ده چې ۵۱۴۲ متره لوړوالی لري او له بده مرغه موږ ونشو کولای چې دا څوکه فتحه کړو، ځکه چې ډېرې ستونزمنې او ربړوونکې لارې لري، خو سږ کال مو وکړای شول له هرات څخه دوه کسان دا څوکه څوکه د يوې مياشتې په موده کې فتحه کړو او دا مو ترټولو ستونزمن سفر ؤ، يوه اونۍ مو بې خوبي تېره کړه، د اړتيا وړ خوراکي توکي مو خلاص شول او همداراز د اکسيجن له اړخه هم ستونزو سره مخ شو. نورستان او پنجشېر ته مو هم هڅه کړې ده، تللي يؤ او په راتلونکې هم پلان لرو چې د دې ولايتونو ځينو لوړو غرونو ته پورته شو.
په پنجشېر کې د «ميرسمير» په نامه يوه لوړه څوکه ده چې ۵۸۰۹ متره لوړوالی لري او له شاوخوا ۵۰ کلونو راهيسې د افغانستان او د ځینو بهرنيو هېوادونو لکه امريکا، هسپانيې، ايتاليا او پولند غرو ختونکو په ګدون ډېرو هڅو کړې چې فتحه يې کړي، خو نه دي بریالي شوي او موږ هم هڅه کړې دا کار وکړو، خو تر دې دمه نه يو توانېدلي او هڅه کوو چې دا وياړ په خپل نامه ثبت کړو.
۸صبح: ښاغلی افضلي کېدای شي د خپلو زده کړو په اړه معلومات راکړئ، هيله مو څه ده چې په کومه برخه کې لوړې زده کړې وکړئ او همداراز راته وواياست چې د غرختنې ترڅنګ نورو کومو برخو سره لېوالتيا لرئ؟
افضلي: په ۲۰۱۶ز کال کې له ښوونځي فارغ شوم، له يو کال ځنډ وروسته مې د کانکور په ازموينه کې برخه واخيسته او کمپيوټرساينس ته بریالی شوم خو د اقتصادي ستونزو له امله مې ونشو کولی چې زده کړو ته دوام ورکړم او د درېیو سمسترو له لوستلو وروسته زده کړې رانه په نيمايي کې پاتې شوې. په راتلونکې هوډ لرم چې په خپله څانګه غرختنې يا هم جيولوژی، جغرافيې او تجارت کې زده کړې وکړم. لويه هيله مې دا ده چې د غره ختنې په برخه کې ډېر کار وکړم او د نړۍ لوړې څوکې فتحه کړم او د هېواد لپاره وياړونه راوړم.
۸صبح: ځوانانو او په ځانګړي ډول هغو ځوانانو ته مو پيغام څه دی چې ورزش نه کوي، خپل وخت بې ځايه تېروي او د ټولنې په ويښتيا کې فعاله ونډه نلري؟
افضلي: د هېواد اوسنيو شرايطو ته په کتو، بايد ووايم چې زموږ هېواد ځوانانو ته ډېره اړتيا لري، ځوانان د دې هېواد راتلونکی جوړوي. له ټولو ځوانانو مې هيله ده چې د خپلې خوښې مسلک کې زيار وګالي او ټولنې او هېواد ته د خدمت جوګه شي.
۸صبح: د وروستۍ پوښتنې په توګه، ښاغلی افضلي له دولتي او نادولتي بنسټونو او ملي سوداګرو مو هيله څه ده؟
افضلي: له دولتي او نادولتي بنسټونو مې هيله ده، که مالي ملاتړ مو نه کوي، لږترلږه له معنوي اړخه زموږ ترشاه ودرېږي، موږ ته روحيه او انګېزه راکړي او زموږ د خنډ او ځنډ سبب نه کېږي. باید یادونه وکړم چې افغان دولت د غرختنې فدراسیون د مشرۍ لپاره داسې شخص ګومارلی چې له بده مرغه هېڅ فعاليت نلري او آن زموږ د فعاليت مخه ډب کوي.
له اړوندو دولتي ادارو مو هيله دا ده چې غرختنې او ورزش ته پاملرنه ډېره کړي، هېره دې نه وي چې د دولتي بنسټونو په پرتله خصوصي برخه د غره ختنې او نورو ورزش څانګو ته ډېره پاملرنه کوي او له دواړو دولتي او شخصي بنسټونو مو هيله ده چې زموږ مالي ملاتړ وکړي ځکه دا برخه ډېر لګښت لري.