سرچینه: د اتلانتیک شورا
د پاکستان له پوځ سره د دی هېواد اړیکې خورا پېچلې او له یو بل سره تړلي دي، په ځانګړې توګه که موږ د پاکستان حکومت، پوځ او پخواني لومړي وزیر عمران خان ترمنځ اوسنيو اختلافاتو ته پام وکړو. د یادونې وړ ده چې د پوځ اوسنی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۹مه تقاعد کېږي، د پوځ د نوي مشر ټاکل د ننګونو نوې لړۍ رامنځته کوي، په ځانګړې توګه د اقتصادي ناورین په لړ کې سیمه ییز ناورین رامنځته کوي.
لومړی وزیره، تېرې تېروتنې مه تکراروه!
په پاکستان کې د پوځي او ملکي [بنسټونو] ناکام ایتلاف داسې ښکاري چې په یوه ټاکلي وخت کې ټوټه شوی دی. اوسنی حالت د ۱۹۹۰ لسیزې غوندې ښکاري، کله چې د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ (ن) (PML-N) او د پاکستان پیپلز ګوند (PPP) حکومتونو هڅه کوله چې یو داسې ځواکمن پوځي مشر وټاکي چې لومړي وزیر ته نږدې یا د لومړي وزیر تر اغېز لاندې وي؛ دا دروغجن خیالونه وو. نن ورځ لومړی وزیر شهباز شریف د نواز شریف (د پاکستان پخواني لومړي وزیر) پر ځای د کابینې مشر دی. په لندن کې د مشر شریف له خوا چې کومه پرېکړه کېږي، د راولپنډۍ او اسلام آباد ترمنځ واټن رامنځته کېدل به زیات وخت ونه نیسي. د پوځ مشر وفاداري پاکستان او نیم ملیون نارینه او ښځو ته ده، نه یو سیاستوال ته. نواز شریف دا په سختۍ په دې پوه شوی.
له همدې امله، غوره انتخاب چې لومړی وزیر یې کولی شي یو مسلکي انتخاب دی چې بی پری مسلکي وي، په ځانګړې توګه هغه څوک چې د پاکستان د (آی ایس آی) سره اړیکې ونلري، کوم چې د اردو د اوسنۍ اړتیا په پرتله مختلف ذهنیت چمتو کوي. پوځ باید له یوې لسیزې څخه په زیاته موده کې د خپل دوهم شپږ کلن مشر ډله ایز فکر، تبلیغاتي شعور او فکري رکود له منځه یوسي. انتخاب هم باید د فرقه ایزو اندیښنو او یا د بې ثباته اپوزیسیون مشر عمران خان باندې د تکیه کولو اړتیا پورې محدود نه وي. تجربه لرونکي پوځي مسلکي کسان، چې زیاتره یې په ۱۹۸۵ کال کې د پاکستان د ۷۵مې پوځي اکاډمۍ له اوږده روزنیز بیهر څخه استخدام شوي وو، سیالي کوي. غوره کاندید ممکن هغه څوک وي چې د دې پوست لپاره یې تبلیغات نه وي کړي. دا به د لومړي وزیر لپاره احمقانه کار وي چې یو داسې څوک غوره کړي چې هغه د خپل ځان احسانمند بولي.
زه په بشپړ ډول په دې نظر یم چې هېڅوک باید هڅه ونه کړي چې جنرال باجوه په خپله دنده کې پاتې شي؛ کوم کار چې هغه شاید د ځینې دلایلو لپاره ترسره کړي چې خورا څرګند دي په هرصورت، هغه نه غواړي چې دا کار وکړي. د شهباز شریف لپاره دا هوښیارتیا ده چې د پوځ د لوی درستیز په توګه تر ټولو جګپوړی جنرال وټاکي او ژر تر ژره خپله دنده تر سره کړي. په دې توګه، هیڅوک شکایت نشي کولی چې هغه د خپلې خوښې د انتخاب هڅه کوي او عمران خان به د دې انتخاب سره د اختلاف لپاره هیڅ اساس ونه لري. دا فکر چې لومړۍ وزیر کولی شي د جنرالانو له لیست څخه یو څوک په دې انګیرنه غوره کړي چې دا به په راتلونکي کې د هغه لاس پوڅی وي یو احمقانه کار دی. تر ټولو لومړی، د پوځ مشران د اردو ادارې ته وفادار دي. هغه لومړي وزيران چې بل ډول يې ګومان کاوه، لکه نواز شريف، د جنرال (او پخواني ولسمشر) پروېز مشرف په انتخاب پښيمانه دي. البته، یو مشر چې په خالصه توګه د وړتیا له مخې ټاکل کیږي، سیاسي نفوذ به ولري که هغه یې خوښوي یا نه؛ ځکه چې نظام داسې دی چې د واک نور مرکزونه به د سیاسي کړکېچ په وخت کې د لارښوونې او ملاتړ لپاره د اردو مشر ته ګوري، د ننني پاکستان یو تریخ حقیقت دادی. په هر صورت، نوی مشر باید هڅې ګړندۍ کړي چې پوځ یو ځل او د تل لپاره له سیاست څخه وباسي او د خلکو د مشروع اعتراضونو په وړاندې د پوځ د مقاومت لپاره هڅې ګړندۍ کړي. د پاکستان سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي کړکېچ دا اټکل ستونزمن کړی چې د پوځ د نوي مشر له ټاکل کېدو وروسته به څه کېږي.
د پوځ د مشر په توګه د پرویز مشرف د خدمت له وروستي کال راهیسې د پاکستان په سیاست کې د پوځ د مشر د ټاکلو موضوع دومره مهمه او جنجالي نه وه. باید وویل شي چې د پاکستان په سیاست کې د پوځ پر رول دومره بحث او نیوکې نه دي شوي لکه سږ کال. دا نه یوازې د سیاسي بې ثباتۍ او د پاکستان تحریک انصاف د سخت کمپاین له امله، بلکې د اقتصادي بحران له امله هم ده. له همدې امله دا ډیره ستونزمنه ده چې وړاندوینه وشي چې د روان کال تر پایه به د پوځ د نوي مشر له ټاکل کیدو وروسته څه پیښ شي. تاریخ موږ ته ښیي چې په داسې وختونو کې پوځ لږ ښکاره سیاسي رول لوبوي چې دې ادارې ته اجازه ورکړي چې په پاکستاني ټولنه کې خپل مشروعیت پیاوړی کړي. جنرال اشفاق پروېز کیاني د مشرف تر بریا وروسته هم ورته تاکتیکي شاتګ وکړ؛ خو ښايي د جنرال قمر جاوېد باجوه د ځای ناستي ټاکل دومره اسانه نه وي. د مثال په توګه، د ټولنیزو رسنیو فعالیت د تاکتیکي شاتګ معنی لري، پداسې حال کې چې د پردې تر شا د ځواک کارولو ته دوام ورکول ممکن دا ځل کافي نه وي. دوهم، او تر ټولو مهم، اقتصادي بحران نورو اړتیاوو ته اړتیا لري. ایا د پوځ نوی مشر به د یوه باثباته حکومت په اړتیا پوه شي چې د اوږدمهاله پریکړو کولو وړتیا ولري، د دې پر ځای چې سخت ایتلاف ته دوام وکړي چې راتلونکو ټاکنو ته په پام سره اقتصادي پریکړې کوي؟ برسېره پردې، اردو ممکن د انفلاسیون او لوړو مالیاتو له امله د مخ په زیاتیدونکي ناکرارۍ او د ادارې په وړاندې د مخ په زیاتیدونکي تورونو په تړاو اعتراف وکړي. دا هغه مهمې مسلې دي چې د پوځ نوی مشر یې باید حل کړي، چې د یو په هکله په پاکستان کې په ښکاره خبرې کیږي او بل یې ډیر لږ یادیږي.
د پوځ نوی مشر به له دریو سمدستي ننګونو سره مخ وي چې مخکیني یې ورسره مخ نه و: خراب انځور، داخلي اعتراضونه او لالهانده.
د هغه دروند بار سربیره چې د پاکستان د پوځ ټولو مشرانو په غاړه وي، نوی مشر به درې سمدستي ننګونې ولري چې د هغه مخکیني مشران نه وو ورسره مخ شوي.
لومړی د پوځ د مشر خراب انځور دی. ویل کیږي چې د پاکستان د پوځ اوسني لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د عمران خان د لیرې کولو طرحه ډیزاین کړی وه. خو د دې کار په کولو سره یې د پوځ لخوا د عادي سیاسي مداخلو په وړاندې بې ساري تورونه لګولو کې کومک وکړ. نوی مشر باید په عامه خبرو او نظرونو کې د پوځ دریځ بیرته پرځای کړي؛ په یو ژور مختلف ایکوسیستم کې د هغه څه په پرتله چې پخوانیو نوي مشرانو باید تر سره کړي وای.
دوهم، داخلي اعتراضونه شتون لري. پوځي افسران د همدې خلکو څخه دي چې خان پکې ډیر محبوبیت او شهرت لري. د پوځ لخوا د سیاسي لاسوهنې د مخنیوي ادعاګانې باید د تایید وړ شواهدو لخوا تائید شي. خو واک ته د عمران خان د راتګ پرته بل څه ښايي ډېر پوځي نارینه او ښځې سخت ناراضه کړي. نوی مشر باید د خپلو افسرانو غوښتنې له سیاست څخه د اردو د ریښتیني وتلو اړتیاو سره توازن کړي.
درېیمه مسله د پوځ د واکونو د پراخولو لپاره لېوالتیا ده. جنرال باجوه د پوځ د قوماندان یا د لوي درستیز د دندې وضاحت په پراخه کچه پراخ کړی دی. کله چې بیجینګ یا ریاض یا برسلز یا واشنګټن په پاکستان کې څه وغواړي نو د پوځ له مشر سره تماس نیسي. دا تل یوه ستونزه وه، خو د باجوه په مشرۍ دا یو معمول ګرځېدلی دی. د پوځ نوی مشر، د دې لپاره چې ځان په ریښتیا د پاکستان له څو اړخیز ناورینه وباسي، باید په پاکستان کې د ټاکل شويو چارواکو او ډیپلوماټانو له کمزوري کولو ډډه وکړي. د ځینو چارواکو کړنې او سوابقو ته په پام سره، د پوځ هر مشر ښايي په واقعیت کې د هغه څه کولو لپاره مجبور وي چې د هغه په واک کې نه وي. د پوځ نوی لوی درستیز څنګه له داسې مجبوریته ځان وژغوري او د دیپلوماتانو د لوی درستیز، د اقتصاد پوهانو د لوی درستیز او د سولې د کارکونکو د لوی درستیز په توګه د دې ټینګار په وړاندې مقاومت وکړي، د پاکستان په مخ کې به دا ډېره اوږده لاره وي چې بېرته عادي او ریښتینې اقتصادي، سیاسي او امنیتي ودې ته راوګرځي.