• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کارپوهان: د اوبو لګولو دودیزه بڼه د افغانستان د اوبو سرچینې ضایع کوي

ایلیا ایلیا
۱۵ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788683440]

د کرنې چارو یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې د اوبو لګولو د دودیزو سیسټمونو د پراخې کارونې په تړاو اندېښنه ښيي. دوی وايي چې د وچکالۍ د زیاتېدو او د اوبو سرچینو د کمېدو په شرایطو کې د دغو طریقو دوام د اوبو د لویې برخې د ضایع کېدو او د کرنې په برخه کې د اوبو د موثریت د کمېدو لامل کېږي. د دوی په وینا، د اوبو لګولو د نویو وسایلو لوړ لګښت، د پانګونې کمښت، د اړینو زیربناوو نشتوالی او د کروندګرو محدود پوهاوی په هېواد کې د اوبو لګولو سیستمونو د پراختیا پر وړاندې لوی خنډونه دي.

دغه کارپوهان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې کروندګر د کمزوري مالي توان له امله نه شي کولای د اوبو لګولو  سیستمونه بدل او له نوې ټکنالوژۍ ګټه واخلي. دوی ټینګار کوي چې د اوبو لګولو د عصري سیستمونو پراختیا، د مالي اسانتیاوو برابرول او اړینو وسایلو ته د کروندګرو لاسرسی د اوبو د ښه مدیریت او د کرنې د تولید د زیاتوالي لپاره اړین دی. د دوی په وینا، تر هغې چې د اوبو لګونې طریقې اصلاح نه شي، د وچکالۍ پر وړاندې د افغانستان د کرنې زیانمتیا به زیاته شي. دوی خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام د کرنیزو محصولاتو د کمېدو او د اوبو د مدیریت لپاره د پانګونې د نشتوالي په صورت کې په هېواد کې د خوړو د ناامنۍ د زیاتېدو لامل کېدای شي.

د کرنې چارو یو کارپوه محمد سالم ساعي وايي چې د اوبه لګونې د دودیزو طریقو پراخې کارونې، د اوبو سرچینو پر کمولو سربېره، د کرنې په برخه کې د اوبو ضایع کېدل زیات کړي دي. هغه زیاتوي چې د اوبو لګولو عصري ټکنالوژۍ ته د کروندګرو محدود لاسرسی، اقتصادي ستونزې، د کرنیزو ځمکو کوچنیوالی او ټوټه‌ټوټه والی او د پوهاوي کمښت هغه اساسي عوامل دي چې په افغانستان کې د اوبو لګونې د دودیزو طریقو د دوام لامل شوي دي.

دغه کارپوه وايي: «زموږ کروندګر تر ډېره لا هم له دودیزو طریقو ګټه اخلي. یو اساسي دلیل یې دا دی چې تر اوسه نه یو توانېدلي چې په بېلابېلو سیمو کې د عصري کرنې طریقې پراخې او کرنیزې ټولنې ته یې ور وپېژنو. له بلې خوا، د ځمکو نامناسبوالی هم یوه ستونزه ده؛ ځکه ځمکې د اندازې او بڼې له پلوه توپیر لري او نه شو کولای په ټولو ځمکو کې د اوبو لګولو  یو ډول عصري سیستم پلی کړو.

د ساعي له نظره، د اوبو لګولو د عصري سیسټم په برخه کې د پانګونې کمښت د دې لامل شوی چې د کرنیزو ځمکو د اوبو مدیریت لا هم په دودیزو طریقو ترسره شي. هغه زیاتوي چې د سطحي اوبو کمښت یو شمېر کروندګر دې ته اړ کړي چې د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه تر ډېره له ژورو څاګانو ګټه واخلي. د هغه په وینا، که د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو دوامداره استفاده وشي او اغېزناک مدیریت موجود نه وي، د کرنې په برخه کې د اوبو بحران به لا پسې زیات شي.

ساعي وايي: «د اقلیمي بدلونونو، د اوبو د کمښت او د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره د روښانه تګلارې د نشتوالي له امله د کرنې سکټور سخت زیانمنېږي. اوبو ته د لاسرسي کمېدل تر ځمکې لاندې او روانو اوبو لا ډېر فشار راولي او که سم مدیریت نه شي، د دې وضعیت دوام به په اوږدمهال کې د افغانستان د کرنې لپاره جدي پایلې ولري.»

د کرنې چارو بل کارپوه قطب‌الدین یعقوبي وايي چې د خاورو د کانالونو او د اوبو د لېږد د دودیزو طریقو له امله کرنیزو ځمکو ته تر رسېدو مخکې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې اوبه ضایع کېږي. هغه زیاتوي چې تبخیر، د کانالونو له خاورې د اوبو جذبېدل، د کانالونو نامناسب جوړښت او د اوبه لګونې د سیستمونو ناسم مدیریت د اوبو د دې کچې د ضایع کېدو اصلي عوامل دي. د هغه په وینا، د پرله‌پسې وچکالیو او د اوبو د سرچینو پر کمولو سربېره، د دې وضعیت دوام کولای شي کرنیز حاصلات او د کروندګرو عواید کم کړي او په اوږدمهال کې د کرنیزو ځمکو د خرابېدو لامل شي.

ښاغلی یعقوبي وايي: «د اوبو لګولو په دودیزو سیسټمونو، په ځانګړې توګه د ویالو او د خاورو د کانالونو له لارې د اوبو د لېږد پر مهال، معمولاً له ۳۰ تر ۴۰ سلنې اوبه تر ځمکې ته له رسېدو مخکې له منځه ځي. یوه برخه اوبه د لېږد پر مهال تبخیرېږي او بله برخه خاورینو کانالونو له امله ځمکې ته ننوځي. د کانالونو نامناسب جوړښت او د اوبه لګونې ناسم مدیریت هم د اوبو ضایع کېدل زیاتوي. د اوبو سرچینو د کمېدو او پرله‌پسې وچکالیو ته په کتو، د دې طریقې دوام کولای شي د کرنیزو محصولاتو کچه راټیټه، د تولید لګښت لوړ او د کروندګرو عواید کم کړي. په اوږدمهال کې دا وضعیت ان د کرنیزو ځمکو د خرابېدو او پر وچو او شاړو ځمکو د دغو کرنیزو ځمکو د یوې برخې د بدلېدو لامل کېدای شي.

یعقوبي د اوبو د ضایع کېدو د کمولو لپاره د څاڅکي او باراني اوبه لګونې په ګډون د عصري سیستمونو کارول یوه حل‌لاره بولي او وايي چې دغه سیستمونه د اوبو موثریت زیاتولای شي. هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د دغو طریقو کارونه لا هم محدود ده او د پراختیا لپاره یې تخنیکي روزنې او د کروندګرو ملاتړ ته اړتیا ده.

دغه کارپوه وايي: «که  کروندګر د اوبو لګونې د څاڅکو او باراني سیسټم  په څېر له عصري طریقو ګټه واخلي، د اوبو ضایع کېدل د پام وړ کمولای شي. دغه سیستمونه اوبه په پلان شوي ډول نبات ته رسوي او د اوبو د سپما ترڅنګ د اوبو لګولو مدیریت او د تولید اغېزناکتوب هم ښه کولای شي. خو په افغانستان کې د دغو طریقو کارونه تر ډېره د څېړنیزو پروژو او محدودو بېلګو تر کچې پاتې دي او د پراختیا لپاره یې باید تخنیکي روزنې او لازم ملاتړ برابر شي.»

په همدې حال کې، د اوبو چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې په لنډمهال کې د اوبو لګولو پر عصري سیسټمونو د دودیزو سیسټونو بدول عملي نه دي او باید د ځمکې او کرنیزو محصولاتو له ډول سره سم ترسره شي. دوی زیاتوي چې د اوبو د لېږد کانالونو معیاري کول، د کانالونو د ځینو برخو پوښل او د اوبو لګولو د مناسبو طریقو کارول کولای شي د اوبو د ضایع کېدو کچه د پام وړ راکمه کړي. د دوی په وینا، د کرنې په برخه کې د اوبو مدیریت یوازې د اوبو لګولو د سیستم په بدلون پورې محدود نه دی؛ بلکې د کمو اوبو مصرفوونکو او اقتصادي ارزښت لرونکو محصولاتو ټاکل هم د اوبو د موثرې کارونې لپاره مهم دي.

د اوبو چارو کارپوه نجیب‌الله سدید وايي چې په لنډمهال کې پر عصري سیستمونو د اوبو لګولو د دودیزو طریقو بشپړ بدلول عملي حل لاره نه ده؛ ځکه د ځمکو ډول او د محصولاتو د اوبو اړتیاوې توپیر لري. هغه زیاتوي چې په ځینو سیمو کې د کانالونو په اصلاح او د اوبه لګونې د طریقې په بدلون سره د اوبو ضایع کېدل د پام وړ کمېدای شي.

ښاغلی سدید وايي: «په لنډمهال کې پر عصري طریقو د اوبو لګولو د ټولو دودیزو طریقو بدلول یوه معقوله حل‌لاره نه ده؛ ځکه په ځینو سیمو کې لا هم دودیزو طریقو ته اړتیا شته او د څاڅکو په بڼه د د اوبو لګول هم د ټولو ځمکو او ټولو نباتاتو لپاره اغېزناک نه دي. خو په هغو برخو کې چې د سیسټم د بدلون امکان شته، د مناسبو طریقو په کارولو سره د اوبو د پام وړ ضایع کېدو مخه نیول کېدای شي. د اوبو د لېږد کانالونه هم په لږ لګښت معیاري کېدای شي؛ داسې چې د کانالونو د پخولو یا د مناسبو پوښونو په کارولو سره ځمکې ته د اوبو د ننوتلو مخه ونیول شي. په ځینو سیمو کې کانالونه پوښل کېدای شي څو  د اوبو تبخیر کم شي.»

سدید ټینګار کوي چې په افغانستان کې د کرنې د اوبو ستونزه یوازې د اوبه لګونې د طریقو په اصلاح نه حل کېږي، بلکې د محصول ډول هم باید د اوبو له سرچینو او اقتصادي ارزښت سره برابر وټاکل شي. هغه وايي، د ځینو ډېرو اوبو مصرفوونکو محصولاتو کرل، په داسې حال کې چې اقتصادي ارزښت یې محدود وي، پر اوبو لا ډېر فشار راولي او د نفوس د زیاتېدو او اوبو ته د اړتیا د ډېرېدو په شرایطو کې دا بهیر پایښت نه شی موندلای.

دغه کارپوه وايي: «په افغانستان کې د کرنې موضوع یوازې د اوبو لګولو تر موثریت پورې محدوده نه ده؛ د کښت ډول هم ډېر مهم دی. موږ داسې محصولات لرو چې د ډېرو اوبو له مصرف سره سره کروندګر ته لوړ اقتصادي عاید نه برابروي. که د اوبو لګونې سیستم اصلاح کړو او کانالونه معیاري کړو، خو بیا هم د اوبو ډېر مصرفوونکو محصولاتو کر ته دوام ورکړو، په اوږدمهال کې د اوبو سرچینې نه شو مدیریت کولای. د نفوسپه زیاتېدو سره د اوبو غوښتنه هم زیاتېږي او د خوړو تولید ته اړتیا هم زیاتېږي. له همدې امله باید هغو محصولاتو ته ډېره پاملرنه وشي چې اقتصادي ارزښت یې لوړ او د اوبو اړتیا یې کمه وي، لکه زعفران، اېنجه، بادام، پسته او ځینې ځانګړي نباتات. که داسې ونه شي، په کرنه کې د اوبو زیات مصرف د خوړو د خوندیتوب د کمېدو، بې‌کارۍ د زیاتېدو او کډوالۍ د پراخېدو لامل کېدای شي.»

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی و چې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي وو چې افغانستان د وچکالۍ له څو اړخیز او سخت ناورین سره مخ دی؛ هغه ناورین چې د هېواد په نیمايي ولایتونو کې یې د کروندګرو او مالدارانو ژوند ګډوډ کړی دی.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې اقلیمي وضعیت په چټکۍ سره د بدلېدو په حال کې دی. د ځمکې تودوخه په ځینو سیمو کې د وچکالۍ او په ځینو نورو کې د توپانونو، سختو ورښتونو او ویجاړونکو سېلابونو لامل شوې ده.

افغانستان په داسې حال کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیان‌منو هېوادونو ګڼل کېږي چې د شین کوریزو ګازو په تولید کې یې ونډه یوازې ۰.۱۹ سلنه ده. خو بیا هم د اقلیمي بدلونونو له امله د زیان‌منو هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.

اقلیمي بدلونونو په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کرنې برخه سخته اغېزمنه کړې ده؛ هغه برخه چې لا هم د هېواد د نږدې ۸۰ سلنې خلکو د ژوند اصلي سرچینه بلل کېږي. بې‌وخته ورښتونه او سېلابونه هم د کرنیزو محصولاتو د له منځه تلو او کمېدو لامل شوي او د افغانستان ډېرې سیمې لا هم له وچکالۍ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې ډېرې کرنیزې ځمکې په دودیزو طریقو اوبه کېږي او یوازې لږ شمېر کروندګر له عصري سیستمونو، په ځانګړې توګه د څاڅکو له اوبه خور سیسټمه  ګټه اخلي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د هند نوموتی فلمي لوبغاړی نانا پاټیکر په ۷۵ کلنۍ کې مړ شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.