د امريکا ولسمشر جو بايډن یو ځل بیا ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلې موخې ته رسېدلې او د شوې پرېکړې له مخې به یې ځواکونه د سپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه وباسي.
بایډن وویل چې، امريکا دوه لسيزې وړاندې د القاعده ډلې له لوري د ګواښونو د ختمولو په موخه افغانستان ته ځواکونه راولېږل او د اسامه بن لادن په وژلو سره دغه موخه ترلاسه شوه.
د بايډن په وينا، اوس د دې وخت رارسېدلی چې امريکا له افغانستانه خپل ځواکونه بهر کړي او دا جګړه پايته ورسوي. له بله پلوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په افغانستان کې هېڅ لوری نه غواړي یو ځل بیا کورنۍ جګړه پيل شي. انتوني بېلنکن له سي اېن اېن سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د امریکايي عسکرو له وتو وروسته به، یوه تشه رامنځته شي چې له مخې یې طالبان له پوځي لارې واک ته ورسېږي او یا به هم په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شي؟ دا یوه احتمالي سناریو وبلله.
هغه په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پیل د هېڅ لوري په ګټه نه بولي. بلینکن وايي چې د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید د افغان مسلې د حل لپاره له خپل نفوذه کار واخلي.
له بلې خوا، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد هم وايي چې نوموړی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ددغه هېواد د راتلونکي په اړه هیله من دی.
خلیلزاد د غويي په اوومه نېټه د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په وینا کې هیله څرګنده کړه چې افغان دولت او طالبان په ګډه سیاسي لاره غوره کړي ځکه د جوړجاړي او همکارۍ لپاره موکه برابره شوې، امریکا او نړیواله ټولنه د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
نو اې افغانانو! دا چې بهرنیان زموږ په اړه ډول ډول قضاوتونه کوي، راځئ د لنډ وخت لپاره د یو بل غاړې خوشې کړو او د دوو وروڼو په شان سره کښينو. له نږدې نیمې پېړۍ جګړې نه مو څه ترلاسه کړل؟ آیا له ورانۍ، وژنې، بې کورۍ، ناخوالو او سلګونو کړاوونو پرته یې کومه پایله لرلې ده؟ ولې موږ تر خپله منځه سولې ته نه شو رسېدای؟ آیا تل به پردي موږ ته لوری ټاکي او یا به مو سره پخلا کوي؟ ولې موږ له دومره ناخوالو او تجربو وروسته د یو بل منل نه دي زده کړي؟
هر افغان دا پوښتنه کوي، چې دا ناخوالې او جګړې تر کله!!!
راځئ د جګړو او شخړو ادبیاتو له کارولو ډډه وکړو، د سرونو سودا نوره پای ته ورسوو، ځکه نننی افغان انسان یوازې د سولې او ژوند کولو په هیله شپې سبا کوي. دلته چې کله د مذاکرې او خبرو غږ واورېدل شي نو د ټولو هیلې تاندې او دا باور پياوړی شي چې ښايي افغانانو د سیاسي بلوغ پړاو ته ګام اېښی وي، لنډه دا چې جګړه او شخړه د افغانانو ترمنځ ده او یوازې دوی کولای شي چې هغې ته د پای ټکی کېږدي.