• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ولسمشر غني: د افغانستان لپاره د نړیوالو اړیکو نوی باب پرانیستل کېږي

د ۸صبح پښتو مجله

 د ۸صبح پښتو مجله د ۸صبح پښتو مجله
۱۳ غويی/ثور ۱۴۰۰ - ۳ مې ۲۰۲۱ [t_time:1620060401]

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، هېواد له انزوا سره نه مخ کېږي؛ بلکې د نړیوالو اړیکو نوی باب پرانیستل کېږي.
ښاغلي غني د غويي په اوومه نېټه په ارګ کې د اوبو او برېښنا اونۍ په پروګرام کې وويل چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د اقتصادي مرستو په برخه کې هېڅ بدلون رانه شي.
هغه زیاته کړه چې حکومت به په راتلونکو څو اونیو کې له کورنیو سرچینو د اقتصادي تزریق او د نړیوالو سرچینو د بیاځلې ټاکلو یوه روښانه تګلاره خلکو ته اعلان کړي.
ولسمشر ډاډ ورکړ چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، افغان هوايي او امنیتي ځواکونه تمویلېږي او د وسایلو په برابرولو کې به کومه ستونزه رامنځته نه شي. هغه زیاته کړه چې په بېلابېلو برخو کې به د نړیوالې ټولنې مرستې دوام وکړي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې افغانستان به خپل اهمیت له لاسه ورنه کړي.
له بلې خوا ښاغلي غني جوته کړه چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره یوازینی بدلون چې رامنځته شوی دادی چې، هېواد ته فرصت ورکړل شي، آزادي، ولسواکي، سولې ته ژمنه، ملي یووالی، اسلامي هویت او خپله نړیواله بې طرفي په واقعي توګه ولري.
هغه زیاته کړه چې په اوسنیو شرایطو کې نړیواله بې طرفي یوه اړتیا ده. ولسمشر غني هیله څرګنده کړه چې په ټوله منځنۍ آسیا، ایران په تېره بیا پاکستان کې باید دا تدبیر له نورو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره عملي شي.
هغه له نړیوالې ټولنې مننه وکړه او اوسنی وضعیت یې یو نوی باب وباله او وې وېل چې په دې پړاو کې به هماغه شان چې افغانان په سختو او ښو شرایطو کې یې یو بل ته د وحدت او یووالي لاسونه سره ورکړي بیا هم سره یو موټی شي.
ولسمشر غني وویل چې د جمهوریت غېږه پراخه ده؛ ځکه جمهوریت نه د هغه دی او نه د بل چا، ځکه په ټولو افغانانو پورې اړه لري.
د ویلو ده چې د بایډن ادارې د اعلان له مخې، بهرني ځواکونه به د روان زيږدیز کال د سپتمبر تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ووځي او دا بهیر له همدا اوسه پيل شوی دی.
له بلې خوا، د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د بېلابېلو خبر پاڼو په خپرولو سره د غويي اتمې د مجاهدینو د بریا له امله مبارکي ویلې ده.
د ولسمشر په پيغام کې راغلي: اوس ددې وخت رارسېدلی چې طالبان له تاریخ څخه په عبرت اخیستو د هېواد د راتلونکي په اړه فکر وکړي او د ملي او ډېموکراتیکو بهیرونو له لارې د خلکو ارادې ته په مراجعه وکړي.
عبد الله عبدالله هم په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د هېواد د مجاهد ولس قربانیو ثابته کړه چې د ملت برخلیک یوازې د دوی په لاسونو بدلون موندلی شي.
محمد اشرف غني، د غويي اتمه د خلکو د آزادۍ او مبارزې ورځ بللې چې د ټولو قومونو او توکمونو د قربانۍ، عزم او ملي يووالي نښه ده.
ولسمشر ویلي مجاهدینو له بري وروسته طلایي فرصت له لاسه ورکړ او په هېواد کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ناورین د رامنځته کېدو لامل شوه.
محمد اشرف غني د هېواد اوسنی حالت حساس بللی او ټینګار یې کړی چې تېرو ترخو تجربو ته په پام سره باید د سولې روان بهیر په ښه توګه مدیریت شي.
۱۳۷۱هجري لمریز کال د غويي اتمه نېټه د پخواني شوروي د ملاتړي رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل
خبرونه

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792005348]
اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي
خبرونه

اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792003688]
ګوتېرېش: په نړۍ کې بشري حقونه قصداً له پامه غورځول کېږي
خبرونه

ګوتېرېش «د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانیزم» د پیاوړتیا لپاره څه باندې درې میلیونه ډالر بودیجه وړاندیز کړې

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792000663]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.