۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د پخوانیو نظامیانو نیول او وژل په افغانستان کې د طالبانو د غیرانساني سیاستونو نښه بللې او د دغو پېښو د خپلواکې او رڼې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
فایق چهارشنبه د تلې پر ۲۲مه، په یوه پیغام کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د مشر له لوري د «عمومي بښنې» له اعلان سره سره، دا لړۍ لا هم روانه ده.
هغه هدفي وژنې، شکنجه، په زور لادرکه کول او په توقیف کې مړینه د بشري حقونو جدي سرغړونې بللې دي.
فایق په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما)، د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي او نړیوالو بنسټونو د دغو پېښو د خپلواکې او رڼې څېړنې غوښتنه کړې ده.
هغه دغه راز ټینګار کړی چې د دغو پېښو عاملان باید وپېژندل شي او د خپلو کړنو په اړه ځوابویونکي وګرځول شي.





