د سمنګانو بادام د هېواد د صادراتو یو مهم قلم دی چې له کیفي پلوه نړیوال شهرت لري. په تیرو پنځو کالو کې شاوخوا ددې محصول ۶۰سلنه بهرنیو هېوادونو ته صادرېده او ۴۰سلنه یې په داخلي بازار کې پلورل کېدل؛ خو سږ کال په هېواد کې د سیاسي کړکېچ له امله بهرنیو هېوادونو ته ددې میوې په صادراتو کې کموالی راغلی دی.
په سمنګانو کې بڼوال ددې محصول د بیې له ټیټېدو سرټکوي اوخبرداری ورکوي، که چیرې ددې ارزښتناکې میوې صادراتو ته پاملرنه ونه شي، راتلونکي کلونه به د بادامو له بڼو لاس په سر شي. د دې وچې میوې د بڼوالو او سوداګرو په خبره، د تیر کال په پرتله د بادامو په بیه کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.
حنیف بیک چې ۴۲کاله عمر لري او د خپل عمر زیاته برخه یې په بڼوالۍ او د بادامو ونو په روزنه کې تیره کړې ده. دې بڼوال له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې سږ کال یې له شاوخوا ۲۵جریبه ځمکې څخه ۵۰۰ټنه بادام ترلاسه کړي دي. دا بزګر وايي چې تیر کال یې د «ستاربایي» بادامو یو من له شپږ نه تر اووه نیم زره افغانیو پلورلي، خو سږ کال یې همدا بادام له درې نیم نه تر پنځه زره افغانیو پورې پلورلي دي. ددې بڼوال په وینا، سږ کال ، د سمنګانو په مرکز ایبک ښار کې د بادامو حاصلات د پلور بازار نشتوالي له امله، دا محصول په ډیرو کمو پیسو پلورل شوی دی.
محمد عیسی یو بل بڼوال دی چې د سمنګانو حضرت سلطان ولسوالۍ کې د «قهار بایی» او «مروجی» بادامو ۲۰۰ ونې لري. هغه وايي چې سږ کال د بادام حاصل د تیر کال په پرتله زیات و، خو بیه یې د تیر کال په پرتله ټیټه ده. دا بڼوال زیاتوي چې تیر کال د سیاسي کړکېچ له امله بهر ته د وچې میوې صادرات په ټپه ودرېدل، خو سره له دې هم سوداګرو بادام په مناسبه بیه وپېرل. محمد عیسی وايي چې سږ کال یې قهار بایي بادامو یو من په یو زرو ۹۰۰ افغانیو پلورلی دی؛ په داسې حال کې چې همدا اندازه بادام تیر کال په ۲زره او ۴۰۰ افغانیو پلورل کېدل. د نوموړي په وینا، د تیر کال په پرتله د مروجي بادامو په بیه کې هم تر ۴۰۰ افغانیو پورې کموالی راغلی دی.
په سمنګانو کې د وچې میوې ټولنې مسوولین وايي چې د بادامو په حاصلاتو کې د تیر په پرتله زیاتوالی راغلی دی او بڼوال دې ته په تمه و چې بادام به په ښه بیه وپلوري، خو په هېواد کې اقتصادي کړکېچ ددې لامل ګرځېدلی چې خلک نه شي کولای وچه میوه وپېري.
د وچې میوې ټولنې مسوولینو په خبره، هر کال به د سمنګانو ۶۰ سلنه بادام هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته صادرېدل او ۴۰ سلنه به په داخلي بازارونو کې پلورل کېدل. د راپورونو له مخې، سږکال وچه میوه د هوايي دهلیزونو د بندیدو له امله هند او متحده عربي اماراتو ته صادره نه شوه.
د وچې میوې سوداګر هم په سمنګانو کې د بادامو د بیې ښکته کېدل تایید وي. د دوی په وینا، د وچې میوې نه صادرېدل ددې لامل ګرځېدلي چې په هېواد کې د بادامو بیه راټیټه شي. د ایبکو ښار یوه هټیوال قادر بای سږ کال د ۱۰میلیونو افغانیو په ارزښت بادام پېرلي دي. نوموړی له دې امله خوښ دی چې بادام یې په ټیټه بیه پیرلي دی، خو له هېواده بهر د وچې میوې صادراتو کموالي هغه اندیښمن کړی دی. هغه زیاتوي چې په تیر کلونو کې د سمنګانو بادام ۶۰ سلنه بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل، خو سږ کال د هوايي دهلیزونو تړلو او ګاونډیو هیوادونو ته په صادراتو کې د کموالي له امله، لا هم د سمنګانو بادام د لېږد له پاره زمینه نه ده برابره شوې.
د وچې میوې ټولنې مسوولین سوداګرۍ خونې ریاست څخه غواړي چې له هېواده بهر د وچې میوې صادراتو ته دې پاملرنه وکړي.
خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې سږ کال د افغانستان د بادامو په ګډون له ۵۰ کانتینرو زیاته وچه میوه اروپايي هېوادونو ته صادره شوې ده او دغه بهیر لا هم روان دی. دوی زیاتوي چې د صادراتي توکو لومړۍ جوپه چې په هغه کې وچه میوه هم وه، د روان کال د وري په میاشت کې د هرات بندر له لارې اروپايي هېوادونو ته صادره شوه.
په سمنګانو کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سیمه ییز مسوولین اټکل کوي چې سږ کال به ددې ولایت بڼوال د بادامو له درکه یو میلیارد افغانۍ عاید ترلاسه کړي. د طالبانو د کرنې ریاست د میوو او سبزیو د ترویج مدیر نجیب الله جویا وايي چې د دوی د محاسبې له مخې ددې ولایت د بادام حاصلات شاوخوا ۴زره او ۵۰۰ ټنو ته رسېږي؛ په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، تیر کال بڼوالو له دې اندازې ۲۵سلنه کم بادام راغونډ کړي و او شاوخوا ۸۵۰ میلیونه افغانۍ یې ترلاسه کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګانو بادام نړیوال شهرت او لوړ کیفیت لري. ستاربایي، شکوربایي، خیرالدیني، سنګک، مروجی، صندوقي او کاغذي ددې ولایت مشهور بادام دي. په سمنګانو کې د طالبانو کرنې ریاست سیمه ییز مسوولین وايي چې هڅه کوي د نورو فعالیتونو ترڅنګ، په دې ولایت کې د بادامو روزنې صنعت ته هم پراختیا ورکړي. سمنګان د هېواد په شمال کې پروت دی چې ډیری بڼوال یې د بادامو بڼونه لري او هر کال له دې لارې زیاتې پیسې ترلاسه کوي.