یو شمېر ګونډې ښځې وایي چې د سختو اقتصادي شرایطو او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي چې د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړې دي د خلکو په کورونو کې د پاککارۍ او جامو مینځلو کارونه وکړي او د اقتصادي ستونزو پر زغملو سربېره، له سپک چلند او ناسمو ټولنیزو قضاوتونو سره هم مخ کېږي. د دوی په وینا، دا ډول چلند د ژوند د لګښتونو د فشار او د اولادونو د روزنې د مسوولیتونو ترڅنګ د دوی ژوند لا سخت کړی او د یوازیتوب او بېوسۍ احساس یې پیاوړی کړی دی.
د څلورو ماشومانو مور زینب (مستعار نوم) وایي، د خپلو اولادونو پالنې هغه له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړې ده. نوموړې چې د ژوند د لګښتونو د برابرولو او د اولادونو د پالنې په برخه کې له ډېرو ننګونو سره مخ ده، زیاتوي چې د ځوانۍ له امله کله چې د پاککارۍ او جامو مینځلو لپاره د خلکو کورونو ته ځي، د خلکو له خبرو او قضاوتونو سره مخ کېږي.
دغه مېرمن وایي: «ماشومان مې واړه دي او زه خپله هم نالوستې یم. ستونزې مې خورا ډېرې دي. ځکه چې ځوانه یم، کله چې د کار لپاره د خلکو کورونو ته ځم، خلک زما په اړه خبرې کوي. که کار هم ونه کړم، ستونزې مې لا ډېرېږي.»
زینب وایي: «څلور یتیم ماشومان لرم چې باید د هغوی زدهکړې او روزنې ته پام وکړم. که له کوره ووځم، د هغوی درسونو ته رسيدهګي نه شم کولای. که د کار لپاره د خلکو کورونو ته لاړه شم، داسې څوک نشته چې زما د ماشومانو ساتنه وکړي. که هغوی د چا په کور کې هم پرېږدم، بیا یې هم په سمه توګه پالنه نه کېږي. د کور کرایه، د برېښنا او اوبو پیسې په سختۍ ورکوم. هره میاشت د کور د کرایې په توګه دوه زره او ۷۰۰ افغانۍ ورکوم. زوی مې د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې دی او د دې لپاره چې راتلونکی یې خراب نه شي او زما په څېر نالوستی پاتې نه شي، کار کولو ته یې نه پرېږدم. که زدهکړې مې کړې وای، کولای مې شول په یو ځای کې کار وکړم او ورسره هممهاله د خپلو ماشومانو په پالنې پسې هم ورسېږم، څو څوک زما په اړه خبرې ونه کړي. که د کار لپاره له کوره ووځم، ماشومان مې بېسرپرسته پاتې کېږي او که ونه وځم، له لوږې او د ژوند له ستونزو کړېږي. په اوسنیو شرایطو کې د کونډو ښځو ستونزې لا ډېرې شوې دي.»
افسانه (مستعار نوم) وایي: «پنځه کاله کېږي چې مېړه مې شهید شوی دی. پنځه ماشومان لرم. کله چې مې مېړه شهید شو، غبرګونې لوڼو مې درې میاشتې عمر درلود او ډېر سخت شرایط مې لرل. په کرایي کور کې اوسېږم او درې ماشومان مې په خصوصي ښوونځي کې زدهکړې کوي. د مېړه له شهادت وروسته مې په یوه بانک کې دنده واخیسته؛ خو معاش مې لږ دی او د کورنۍ لګښتونه او د کور کرایه پرې نه شم پوره کولای. غوښتل مې چې ماشومان مې دولتي ښوونځي ته ولېږدوم، خو هغوی راته وویل چې په دولتي ښوونځي کې زدهکړې نه کوي.»
دغه مېرمن زیاتوي: «کله مې چې ماشومان خپلې غوښتنې مطرح کوي، زه یې د پوره کولو وس نه لرم. یوازینی کار چې له لاسه مې کېږي، ژړل دي. د ورځې دندې ته ځم او د شپې چې کور ته راستنه شم، بیا د شپې تر دوو بجو پورې د جامو په مینځلو، د خوړو په چمتو کولو او په درسونو کې د ماشومانو پر مرسته بوخته یم. ژوند راته ډېر ستونزمن شوی دی. مېړه مې هغه څوک و چې په هره ستونزه کې مې پرې تکیه کوله؛ خو اوس ان هغه مسوولیتونه هم زه پر غاړه لرم چې د هغه پر غاړه وو.»
افسانه وایي، هر کله چې لږ ښې او منظمې جامې واغوندي، د مېړه د کورنۍ غړي یې تر شا ناوړه خبرې کوي او له بل سړي سره د اړیکې لرلو تور پرې لګوي. د هغې په وینا، د مېړه وروڼو یې دا خبرداری هم ورکړی چې که بیا واده وکړي، ماشومان به ترې واخلي.
شراره (مستعار نوم)، چې د مېړه له مړینې وروسته اړ شوې له لېور سره واده وکړي، وایي چې د هغې له رضایت او موافقې پرته د خپل مېړه ورور ته په نکاح شوې او په دې اړه هېچا د هغې نظر نه دی پوښتلی.
دغه مېرمن زیاتوي: «مېړه مې د سرطان پر ناروغۍ اخته و او یو کلن زوی لرم. درې میاشتې کېږي چې مېړه مې وفات شوی دی. د هغه د مړینې په درېیمه ورځ، په داسې حال کې چې لا مې د ژوند د ملګري د له لاسه ورکولو ټکان نه و هېر کړی، خپل لېوره ته یې په نکاح کړم. هېچا رانه ونه پوښتل چې ایا دې واده ته راضي یم او که نه. د مېړه ورور مې بله ښځه او څلور ماشومان هم لري. د هغه ښځه راسره ډېر ناسم چلند کوي او تل راته پېغورونه راکوي. زما د ژوند ټولې چارې د هغې په امر پر مخ ځي؛ له دې چې څه ډول جامې واغوندم، تر دې چې چېرته لاړه شم. کاشکې یې ماته وخت راکړی وای چې لومړی مې د خپل مېړه د له لاسه ورکولو غم او ویر کړی وای او د خپګان موده مې تېره کړې وای، بیا مې د خپل راتلونکي او ژوند په اړه خپله پرېکړه کړې وای.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ګڼو او یو له بل سره تړلو ګواښونو سره مخ دي او په دوی کې هغه ښځې چې د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، د لوږې له لوړ ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د بشري مرستو په برخه کې ویلي چې هغه ښځې چې د ساتنې له لږو مرستو او اسانتیاوو برخمنې دي، د ناامنۍ او بېلابېلو فشارونو له ګواښ سره ډېرې مخ کېږي.


