۸صبح، کندهار: په کندهار ولایت کې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
ځايي سرچینو پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه، ویلي چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د اعظم کلا په سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، پېښه د ۸۰۵ ډوله مسافر وړونکي بس او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.
ترافیکي پېښې له هغو پېښو دي چې وخت ناوخته د افغانستان پر لویو لارو کېږي او د مرګژوبلې ترڅنګ مالي زیانونه هم اړوي.
د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، له ټاکلي حده زیاته چټکتیا، د سړکونو خراب وضعیت او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول هغه عوامل دي چې د ترافیکي پېښو خطر زیاتولای شي.





