۸صبح، کابل: د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوي ډیلي کې د افغانستان او پاکستان په اړه د هند او روسیې د ځانګړو مشورو د اووم پړاو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت چهارشنبه د تلې پر ۲۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو پر ګډو موضوعاتو او پر نړیوال امنیت د هغو د اغېزو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د «هند او روسیې د ځانګړې او مخکښې ستراتیژیکې ملګرتیا» په چوکاټ کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
د دې غونډې مشري په ګډه د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وندیکتوف پر غاړه وه.
دغه راز، وندیکتوف هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم لیدلي دي.





