۸صبح، کابل: ملګري ملتونه وايي، کلیوالې ښځې د ټولنو په پرمختګ او د لا پاېيدونکي او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت وړ راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري.
دغه سازمان پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه، د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د دغو ښځو د هڅو ستاینه کړې او د هغوی د فعالیتونو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.
ملګري ملتونه وايي، ښوونیزو، روغتیايي او مالي خدمتونو ته محدود لاسرسی د کلیوالو ښځو له مهمو ستونزو دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې د خوړو نړیوال ناورينونو، اقتصادي ستونزو او اقلیمي بدلونونو د کلیوالو ښځو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۰۷ کال کې د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ونوموله، څو د پرمختګ او جنسیتي نابرابرۍ پر وړاندې مبارزه کې د کلیوالو ښځو رول روښانه کړي.





