د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې یو شمېر هېوادوال وايي چې د دوی د ژوند سبک بدل شوی دی. د دوی په وینا، نور یې د زدهکړو او کار د ډېری ارمانونو، شخصي انتخابونو او ورځنیو عادتونو څرک نه لګېږي او د کورنیو اقتصادي او معیشتي ستونزې د دې لامل شوې چې هغه فرصتونه چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې وړاندې یې لرل، اوس د ډېرو خلکو لپاره پر ارمان بدل شي. دوی زیاتوي چې په دې موده کې یې ډېر پلانونه او هیلې د محدودیتونو، د کاري فرصتونو د کمېدو او اقتصادي ستونزو تر اغېز لاندې له منځه تللي او یو شمېر یې هم د ژوند د دوام لپاره کډوالۍ ته اړ شوي دي.
دغو هېوادوالو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې خپل اوسنی ژوند د طالبانو له واکمنۍ وړاندې کلونو سره پرتله کړی او وايي، په دې موده کې یې هغه فرصتونه له لاسه ورکړي چې د ترلاسه کولو لپاره یې کلونه هڅې کړې وې.
یو هېوادوال اسد وايي چې د پخواني حکومت له سقوط او د هبتالله اخوندزاده تر فرمانونو لاندې له پنځو کلونو ژوند وروسته، د ده د ژوند تګلوری داسې بدل شوی چې له سقوط وړاندې کلونو سره د پرتلې وړ نه دی. هغه زیاتوي چې په دې موده کې ډېرځوانان د انتخاب له مخې نه، بلکې د شته شرایطو له امله اړ شوي چې د راتلونکي لپاره په خپلو پلانونو او غوښتنو کې بدلون راولي.
اسد وايي: «د زمري له ۲۴مې وړاندې مو که له هر ځوانه پوښتنه کړې وای چې د راتلونکي لپاره څه پلان لري، حتماً به یې یو هدف او یو ارمان درلود؛ یوه غوښتل پوهنتون ته ولاړ شي، بل غوښتل کار وکړي او بل غوښتل د خپل ژوند لپاره پلان جوړ کړي. خو د حکومت له سقوط وروسته هر څه بدل شول. شرایط داسې شول چې نور مو نه شو کولای د خپل ژوند په اړه هغه ډول پرېکړه وکړو چې غوښتل مو. ډېری ځوانان اړ شول خپل ارمانونه یوې خوا ته کړي او د راتلونکي د جوړولو پر ځای د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅه وکړي. موږ له داسې شرایطو سره ځان عیار کړ چې خپله مو نه وو انتخاب کړي.»
یوه بله هېوادواله ناهید وايي چې تېرو پنځو کلونو د هغې لپاره د راتلونکي مانا بدله کړې او هغه فرصتونه چې یو وخت یې عادي ګڼل، اوس پر هیلو بدل شوي دي. هغه زیاتوي چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې یې د زدهکړو، کار او خپلو لېوالتیاوو د تعقیب لپاره پلان درلود؛ خو اوس ډېر دغه فرصتونه ورته له لاسرسي وتلي دي.
ناهید وايي: «د زمري له ۲۴مې وړاندې راتلونکی هغه څه و چې ما ورته پلان جوړاوه؛ درس مې لوسته، ارمانونه مې پالل او فکر مې کاوه چې په هڅو سره هغه ځای ته رسېدای شم چې غواړم یې. خو نن هغه څه چې یو وخت عادي وو، د یوې نجلۍ لپاره پر هیلو بدل شوي دي؛ درس لوستل، کار کول، انتخاب کول او ان په ازاد د هیلو پالل. کله ناکله له ځانه سره فکر کوم که شرایط بل ډول وای، نن به چېرته وم؛ ښايي پوهنتون ته تللم، ډېر څه به مې زده کړي وای او هنر به مې په پراخه کچه تعقیب کړی وای.»
ناهید وايي: «که یوه ۱۲کلنه نجلۍ له ما وپوښتي چې نن سبا په افغانستان کې لویېدل څنګه دي، ورته وایم چې مانا یې دا ده چې ډېر ژر زده کړې چې ځینې ارمانونه دې پټ کړې؛ نه له دې امله چې واړه دي، بلکې له دې امله چې هغو ته د رسېدو لارې تړل شوې دي.»
یوه بله هېوادواله اسما (مستعار نوم) وايي چې د نظام بدلون د هغې په ژوند کې تر هر څه ډېر د عاید د سرچینې له له منځه تلو او د کورنۍ د اقتصادي توان له کمېدو سره څرګند شو. هغه زیاتوي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې وړاندې یې په یوه رسنۍ کې کار کاوه او مناسب عاید یې درلود؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه او اړ شوه چې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په یوه خصوصي ښوونځي کې کار وکړي. اسما وايي چې اوسنی درې زره افغانۍ معاش یې ان شخصي لګښتونه په سختۍ پوره کوي او نور نه شي کولای له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.
اسما وايي: «د زمري له ۲۴مې وړاندې په یوه رسنۍ کې کار مې کاوه او هغه معاش چې مې اخیست، زما د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه کوله. کله چې طالبان راغلل، خپله دنده مې له لاسه ورکړه او زموږ دفتر هم وتړل شو. د دندې له لاسه ورکول زما لپاره لوی اقتصادي ګوزار و؛ ځکه نور مې نه شو کولای خپلې اړتیاوې پوره کړم. پلار مې دولتي کارکوونکی و او تقاعد شوی و او ورور مې هم په یوه دولتي اداره کې کار کاوه؛ له همدې امله د نظام بدلون زموږ پر کورنۍ هم له اقتصادي پلوه اغېز وکړ.»
بل هېوادوال شهیر وايي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې وړاندې د اقتصادي او ټولنیز وضعیت له پلوه د هغه او ډېرو نورو هېوادوالو ژوند نسبتاً ښه و او خلکو د راتلونکي په اړه لږې اندېښنې لرلې. هغه زیاتوي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته کاري او تحصیلي فرصتونه او فردي ازادۍ محدودې شوې او د هغه فرصتونو یوه برخه چې ځوانانو د راتلونکي د جوړولو لپاره په واک کې لرل، له منځه تللې ده.
شهیر وايي: «پنځه کاله وړاندې له اقتصادي پلوه ژوند نسبتاً هوسا او ښه و او د کار او پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه موجود وو. د دې پنځو کلونو په پیلېدو سره د کار فرصتونه په جدي ډول محدود شول او فردي ازادۍ هم کمې شوې. د کار، زدهکړو او فردي ازادیو فرصتونه هغه مهم شیان دي چې موږ په دې پنځو کلونو کې له لاسه ورکړي دي.
هغه کډوالي هم د دې وضعیت له سختو پایلو څخه بولي او وايي چې ډېری ځوانان د مناسبو فرصتونو د نشتوالي له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي.
شهیر وايي: «د دې دورې له سختو مسئلو یوه کډوالي وه. که د زدهکړو لپاره وه او که د پناه اخیستو لپاره، زموږ له ډلې ډېر کډوال شول. که څه هم کډوالي له یوې خوا رغنده کېدای شي، خو له بلې خوا دا جبري کډوالي او د شرایطو له امله رامنځته شوې وه. د افغانستان شرایطو موږ له هغو فرصتونو لېرې کړو چې باید په خپل هېواد کې مو رامنځته کړي وای. په پایله کې ژوند په سختۍ سره دوام وکړ او کله چې له کډوالۍ بېرته راګرځو، د ژوند بیا برابرول او د کار د فرصت موندل ډېر ستونزمن وي.»
هېوادواله زینب وايي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې وړاندې یې د کار، زدهکړو، ارمان پاللو او د خپل ژوند د بېلابېلو برخو په اړه د پرېکړې کولو امکان درلود؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېر دغه انتخابونه ترې اخیستل شوي دي. هغه زیاتوي چې ان د جامو انتخاب چې پخوا یې د شخصي پرېکړو یوه برخه وه، اوس د طالبانو تر امرونو او محدودیتونو لاندې دی
زینب وايي: «د زمري له ۲۴مې وړاندې مې کولای شول کار وکړم، درس ووایم، د خپل راتلونکي لپاره هیلې ولرم او تر ټولو مهمه دا چې خپله د خپل ژوند په اړه پرېکړه وکړم؛ ان دا چې څه ډول جامې واغوندم. خو اوس اړه یم هغه جامې واغوندم چې نور یې راته ټاکي او نه شم کولای لکه پخوا د خپل ژوند د تر ټولو ساده انتخابونو په اړه پرېکړه وکړم.»
د ښځو او نارینهوو د ژوند په سبک کې بدلون، سیاسي او ټولنیز بدلونونه او د ښځو پر کار او زدهکړو محدودیتونه د تېرو پنځو کلونو یوازې یوه برخه پایلې دي. په دې موده کې د خلکو اقتصادي وضعیت هم بدل شوی او ډېری کورنۍ د عوایدو له کمېدو، د کاري فرصتونو له له منځه تلو، د بیو له لوړوالي او د پېرلو د ځواک له کمېدو سره مخ شوې دي.
په کابل ښار کې یو هټیوال رستم وايي چې دغه بدلونونه د قرطاسیې او ښوونیزو اړتیاوو بازار ته هم رسېدلي دي. د هغه په وینا، د دغو توکو پلور د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې د وړاندې وخت پرتله شاوخوا ۶۰ سلنه کم شوی؛ هغه کمښت چې د نوموړي په باور تر ډېره د نجونو پر زدهکړو د محدودیت، د کورنیو د پېرلو د ځواک د کمېدو او د ښوونیزو توکو د بیو د لوړوالي له امله رامنځته شوی دی.
رستم زیاتوي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې وړاندې نجونې د قرطاسیې د هټیو د پام وړ پېرېدونکې وې؛ خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو له بندیز وروسته د نجونو پېرېدونکو شمېر د پام وړ کم شوی دی. د هغه په وینا، که څه هم یو شمېر خصوصي ښوونیز مرکزونه تر دولسم ټولګي پورې نجونو ته زدهکړه ورکوي، خو د دغو مرکزونو ظرفیت د ښوونځیو د زدهکوونکو له شمېر سره د پرتله کولو وړ نه دی.
دغه پلورنکی وايي: «د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې وړاندې نجونو د هلکانو پرتله د قرطاسیې د پېرلو لپاره ډېره لېوالتیا او انګېزه لرله او زموږ د مشتریانو لویه برخه یې جوړوله؛ خو اوس چې ډېری نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته نه شي تلای، زموږ پلور خورا کم شوی دی. زما د شخصي تجربې له مخې، زموږ پلور شاوخوا ۶۰ سلنه کم شوی او دا کمښت د نجونو د زدهکوونکو د اړتیا وړ توکو په برخه کې لا ډېر محسوس دی.»
د رستم په وینا، د زدهکړې په سبک کې بدلون او د ډیجیټلي وسایلو کارونې هم د قرطاسیې پر بازار اغېز کړی دی. هغه وايي، ډېری زدهکوونکي له شپږم او اووم ټولګي وروسته د پخوا په څېر له قرطاسیې استفاده نه کوي او یو شمېر د پوهنتون محصلان هم د مطالعې او یادښت لیکلو لپاره تر ډېره له خپلو ګرځنده ټیلیفونونو استفاده کوي.
رستم د ښوونیزو توکو د بیو لوړوالی د پلور د کمېدو بل لامل بولي او وايي، یو درجن کتابچې چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې وړاندې په شاوخوا ۶۰ افغانۍ وې، اوس له ۸۰ تر ۹۰ افغانیو پلورل کېږي. د هغه په وینا، د بیو لوړوالی د کورنیو د عوایدو له کمېدو سره یوځای د دې لامل شوی چې ډېری کورنۍ یوازې د خپلو اولادونو اړین وسایل واخلي.



