دایټالیا هیواد په شمال ختیځ کې مرګونو سیلابونو او زمکې ښویدنې تر اوسه، تر ۳۶ زرو زیات کسان بېځایه کړي دي.
د اي ايف پي د راپور له مخې، د ايټاليا په شمال ختيځ کې سيمه ييزو چارواکو، د باران د زياتوالي له امله، د شنبې په ورځ، (مۍ ۲۰) د بېړني حالت موده غځولې ده.
په ایټالیا کې د سیلابونو او زمکې ښویدنې له امله تر اوسه ۱۴ کسان وژل شوي او د «ایمیلیا رومانیا» سیمې د ښارونو او کلیو سړکونه، له اوبو ډک شوي دي.
د ایټالیا صدراعظمې (جورجیا میلوني) ویلي دي چې پخپل هیواد کې د بیړني حالت له امله به په جاپان کې د اوو بډایه هېوادونو سرمشریزې سره ژر خدای په اماني وکړي.
په دې وروستیو ورځو کې بارانونو او سیلابونو، په دغه هېواد کې تر ۳۰۵ زیاتې د زمکې ښویدنې پېښې رامنځته کړي. ددغو پېښو په پایله کې، د «راونا» په ښار کې، تر ۵۰۰ ډېر سړکونه ویجاړ شوي دي.
ددغه ښار چارواکو له ډېر خطر سره مخ سیمو اوسېدونکو څخه غوښتي، چې له خپلو کورونو ووځي.
ايټاليا تر دې مخکې هم د ورته پېښو شاهده وه.