• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

جبري بې‌ځایه کول؛ طالبانو په سرپل کې د یوه کلي د اوسېدونکو کورونه ویجاړ کړي دي

نیما نیما
۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793517619]
Social Media

Social Media

د سرپل ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سیداباد عربیه کلي اوسېدونکي وایي، طالبانو پرون شاوخوا ۲۰ کورونه ویجاړ کړي او ځمکې یې پښتنو کوچیانو ته سپارلې دي. د دې کلي اوسېدونکي وایي، دوی عرب‌توکمه دي او په سرپل کې د طالبانو والي د دوی ځمکې په اسحاق‌زي قوم پورې اړوند کسانو ته سپارلې دي. له دې سره هممهاله، په هغو ویډیویي کلیپونو کې چې د دې کلي اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره شریک کړي، لیدل کېږي چې درنې ماشینرۍ د دوی کورونه او ونې ویجاړوي. د دوی په وینا، کله چې خلکو د دې اقدام پر وړاندې اعتراض وکړ، طالب جنګیالیو پرې ډزې وکړې. د کلي اوسېدونکي طالبان په قومي تبعیض تورنوي او وایي، دغه ډله د دوی د کورونو په ویجاړولو او په نورو کسانو یې د ځمکو په وېشلو سره د قومي تصفیې او د سیمې د ټولنیز او جغرافیایي جوړښت د بدلولو په هڅه کې دي.

د سرپل ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سیداباد عربیه کلي یو شمېر اوسېدونکي وایي، پرون د غرمې شاوخوا درې بجې طالب جنګیالي په پوځي موټرو کې دې کلي ته ورغلل او د دوی د کورونو په ویجاړولو یې پیل وکړ. دوی طالبان په قومي تبعیض تورنوي او وایي، د دې ډلې جنګیالیو د خلکو د کورونو د ویجاړولو پر مهال له ځايي اوسېدونکو سره له سپکاوي ډک چلند کړی او ښځې، ماشومان او نارینه یې سپک او توهین کړي دي.

د دې کلي اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبانو د دوی ځمکې په اسحاق‌زي قوم پورې اړوند کوچيانو ته سپارلې او د ځايي خلکو کورونه یې ویجاړ کړي دي. د دوی په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، اسحاق‌زیو ادعا کړې وه چې دا کلی د دوی دی. د کلي اوسېدونکي زیاتوي چې طالبانو په ۱۴۰۲ کال کې د کلي نیمايي اوسېدونکي په زور کډه کولو ته اړ کړي وو او پرون یې پاتې اوسېدونکو ته هم د خپلو کورونو د خالي کولو امر کړی او د هغوی د سترګو په وړاندې یې کورونه وران کړي دي.

د سیداباد عربیه کلي اوسېدونکي وایي، د دوی د کورونو د ویجاړولو او خالي کولو امر په سرپل کې د طالبانو والي قاري بختیار معاذ صادر کړی دی. د دوی په وینا، تر ۲۰ ډېرو طالب جنګیالیو چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، له څلورو هاموي ټانکونو سره په کلي کې ځای پر ځای شول او وروسته یې د ماشینرۍ په وسیله د دوی کورونه ویجاړ کړل او ورته یې امر وکړ چې کلی پرېږدي.

د کلي اوسېدونکي ټینګار کوي چې د دې ولسوالۍ له عرب‌توکمو اوسېدونکو سره د هغوی د قومیت او د جمهوري نظام د ملاتړ له امله د طالبانو له خوا دا ډول چلند کېږي. دوی اندېښنه لري چې د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د اوسېدو لپاره هېڅ سرپناه نه لري او نه پوهېږي چې په داسې شرایطو کې د ځان او کورنیو لپاره څنګه سرپناه برابره کړي.

د ځايي اوسېدونکو د ادعا له مخې، شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ اړ شوې دي چې خپل کلي پرېږدي او د طالبانو له خوا د خلکو د کورونو د خالي کولو او ویجاړولو لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده. دوی ټینګار کوي چې د هغو کورنیو یو شمېر غړي چې کورونه یې ویجاړ شوي او کډې کولو ته اړ شوې دي، د خپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته پناه وړې ده. د دوی په وینا، طالبانو د دغو کورنیو د کورونو ټول وسایل او سامانونه هم د بلدوزرونو په وسیله تر خاورو لاندې کړي دي.

د کلي اوسېدونکي وایي، طالبانو ان پر ښځو او ماشومانو هم رحم نه دی کړی او د ژمي موسم په درشل کې یې له خپلو کورونو ایستلي او بې‌سرپناه او بې‌ځایه کړي دي. دوی وایي، طالب جنګیالیو د سیمې اوسېدونکو ته ویلي دي: «هر چېرته چې مو زړه وي، لاړ شئ؛ دا ځای ستاسو نه دی.»

۸صبح په یوه بل راپور کې موندلې وه چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د سرپل ولایت یو شمېر اوسېدونکو په اتو کلیو کې د شاوخوا شپږ زره جریبه ځمکې د نیولو پر وړاندې اعتراض کړی و. ډيری دغه اوسېدونکي ازبک او تاجک توکمه وو. دوی ویلي وو چې ځمکې یې د ملکیت د اسنادو له عادلانه څېړنې پرته نیول شوې او د خپلو اعتراضونو په غبرګون کې له پوځي چلند سره د مخ کېدو ګواښونه ورته شوي دي.

دغه راز، د ۸صبح په یوه بل راپور کې راغلي چې په غور کې د طالبانو والي د دې ډلې د قومونو او قبایلو وزارت په همکارۍ د دولت‌یار ولسوالۍ د شاوخوا ۶۰۰ کورنیو د کډه کولو امر کړی و. د دغه امر له مخې، د سیمې ځايي اوسېدونکي اړ وو چې ژر تر ژره خپل د اوسېدو ځایونه پرېږدي. پر دې سربېره، هغوی ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې خپلې شتمنۍ، کرنیز حاصلات او ان د خپلو کورونو دروازې او کړکۍ هم له ځان سره یوسي او اړ وو چې سیمه تش لاس پرېږدي.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په یوه راپور کې ویلي چې د دایکندي ولایت په څو کلیو کې شاوخوا زر کورنۍ په زور له خپلو ځمکو او کورونو ایستل شوې دي. د دغه راپور له مخې، یو شمېر دغه کورنۍ د دې فرصت له ترلاسه کولو پرته چې د خپل ملکیت له حقونو دفاع وکړي، اړ شوې چې خپل د اوسېدو ځایونه پرېږدي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د دایکندي او اروزګان ولایتونو په ۱۵ کلیو کې لږ تر لږه ۲۸۰۰ هزاره‌تنه اوسېدونکي په زور کډه کړل شوي وو. دغې کورنۍ د طالبانو د چارواکو د امر له مخې اړ شوې وې چې خپل کورونه او ځمکې پرېږدي.

د بښنې نړیوال سازمان په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې یې خپور کړی و، ویلي وو چې طالبانو د ځمکې پر سر د شخړې له امله د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي یو شمېر هزاره‌ اوسېدونکي په زور له خپلو کورونو ایستلي دي. د دغه راپور له مخې، اغېزمنې شوې کورنۍ له مناسبې سرپناه او د تاوان له ترلاسه کولو پرته بې‌ځایه شوې دي. دغه سازمان د دغو کورنیو د ملکیت د حقونو د نقض او له ګواښ سره د هغوی د امنیت او معیشت د مخ کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.