• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د محصلانو له ناهیلۍ د کارپوهانو تر خبرداریو؛ ولې ځوانان له لوړو زده‌کړو لاس اخلي؟

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792926874]
AI

AI

یو شمېر کارپوهان وايي، اقتصادي ستونزې، ټولنیز فشارونه او سیاسي او ښوونیز محدودیتونه د دې لامل شوي، چې په پوهنتونونو کې د هلکانو د نوم‌لیکنې کچه راټیټه شي. د دوی په باور، په پوهنتونونو کې د ځانګړو سلیقو پلي کولو، د جامو د ډول په اړه جبر، د ځانګړو لیدلورو او ایډیالوژۍ تحمیلولو او د ازاد علمي چاپېریال نشتوالي د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره د ځوانانو انګېزه کمزورې کړې ده. په همدې حال کې، یو شمېر محصلان د باکیفیته زده‌کړو، مناسبو کاري فرصتونو، معقولو علمي ازادیو او داسې سالم او فعال چاپېریال غوښتنه کوي، چې وکړای شي خپل استعدادونه وغوړوي او خپلو موخو ته ورسېږي.

د ښوونې او روزنې کارپوه میاګل وثیق وايي، ښوونیز محدودیتونه، په پوهنتونونو کې د ځانګړو سلیقو تحمیلول، د جامو د ډول په اړه جبر او د ځانګړي فکر او ایډیالوژۍ تپل هغه عوامل دي، چې محصلان له زده‌کړو سره بې‌ علاقې کوي. د هغه په وینا، د کاري فرصتونو نشتوالی او د ځوانانو د ښوونیز او کاري راتلونکي ناڅرګندتیا هم هغه لاملونه دي، چې هغوی د زده‌کړو له دوامه زړه توري کوي.

ښاغلی وثیق وايي: «د هغو علمي کادرونو د استادانو نشتوالی چې اړ شوي هېواد پرېږدي یا طالبانو له دندو ګوښه کړي، هم د محصلانو پر زده‌کړو منفي اغېز کړی دی. پر دې سربېره، اقتصادي ستونزې او د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو مسوولیت ځوانان اړ باسي، چې د زده‌کړو او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو ترمنځ یو انتخاب وکړي.»

دغه کارپوه زیاتوي: «له ادارو او بنسټونو د لوستو کسانو د لېرې کېدو لیدل، د کاري راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا، په استخدام کې واسطه او بډې او له زده‌کړو د ټولنې د نیمايي برخې، یعنې نجونو محرومول هغه نور لاملونه دي، چې هلکان هم له زده‌کړو سره بې‌ علاقې کولای شي. په اوسنیو شرایطو کې له زده‌کړو د نجونو محرومول او له زده‌کړو سره د هلکانو د لېوالتیا کمېدل یوه بې‌سواده ټولنه رامنځته کوي او افغانستان د کلونو لپاره له پرمختګه شاته ساتي.»

د مخکیني حکومت د پوهنې وزارت مرستیال آصف ننګ وايي، په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو وضعیت د ځوړ پر لور روان دی او ښايي دا بهیر په راتلونکي کې هم دوام وکړي. د هغه په وینا، په پوهنتونونو کې د محصلانو د نوم‌لیکنې کمېدل ښايي اقتصادي، ټولنیز او سیاسي لاملونه ولري.

ښاغلی ننګ وايي: «په دولتي پوهنتونونو کې د محصلانو د خوښې څانګې په کافي اندازه نه دي برابرې شوې او په خصوصي پوهنتونونو کې هم زده‌کړې ډېر لګښت لري. په اوسنیو شرایطو کې ډېر ځوانان اړ دي، چې د کار او زده‌کړو ترمنځ یو انتخاب وکړي. پر دې سربېره، په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د ښوونیزو امکاناتو او خدمتونو کمښت هم په څرګند ډول لیدل کېږي. له بلې خوا، محصلان راتلونکي ته ډېره هیله نه لري. ډېری یې هیله‌من وو، چې له فراغت وروسته به د خپلې خوښې په بستونو کې وګومارل شي؛ خو اوس چې د ازادې سیالۍ نشتوالی او په استخدام کې د تخصص او وړتیا کمزوری رول ویني، غوره ګڼي، چې د زده‌کړو د دوام پر ځای د کار او خپلې ګټې وټې په لټه کې شي.»

د کابل پوهنتون محصل احمد (مستعار نوم) وايي، د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه، لکه د محصلانو د جامو پر ډول بندیزونه، د ځینو پوهنځیو حذفول، په یو شمېر پوهنځیو کې د محصلانو د منلو د ظرفیت کمول او د ځینو درسي مضمونونو لېرې کول، هغه لاملونه دي چې د زده‌کړو د دوام لپاره یې د ځوانانو پر لېوالتیا او انګېزې منفي اغېز کړی دی.

د هغه په وینا، د کاري فرصتونو نشتوالی، د روښانه راتلونکي نشتوالی، د محصلانو د ملاتړ لپاره د یوې باوري مرجع نشتوالی، د محصلانو حقونو ته نه پاملرنه او لوستو کسانو ته بې‌پامي هغه نورې ستونزې دي، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د ځوانانو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

دغه محصل وايي: «ځوانان په طبیعي ډول د ژوند په بېلابېلو برخو کې د ازادۍ او خپلواکۍ غوښتونکي دي؛ که هغه د زده‌کړو په برخه کې وي او که د جامو د ډول په ټاکلو کې.»

احمد زیاتوي: «د دغو ټولو عواملو ټولګې د دې لامل شوې، چې د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره د ځوانانو لېوالتیا او انګېزه کمه شي؛ تر دې چې ډېر یې چمتو دي د ژوند ستونزې وزغمي، خو په پوهنتونونو کې له زده‌کړو تېر شي. دا وضعیت ښيي، چې د زده‌کړو لپاره د ځوانانو د انګېزې د زیاتولو په موخه باید د محصلانو معقولو ازادیو، د زده‌کړو د کیفیت لوړولو، د کاري فرصتونو برابرولو او د هغوی د راتلونکي لپاره د روښانه لیدلوري رامنځته کولو ته جدي پاملرنه وشي.»

یو بل محصل شاکر (مستعار نوم) وايي چې په پوهنتونونو کې د محصلانو د نوم‌لیکنې کمېدل یوازې یوه ښوونیزه ستونزه نه ده، بلکې د ژورو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او په ښوونیز چاپېریال کې د شته محدودیتونو انعکاس دی.

د هغه په وینا، اقتصادي ستونزې، د فارغانو بې‌کاري، ښوونیز محدودیتونه او د کافي انګېزې نشتوالی هغه عوامل دي، چې د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره د ځوانانو لېوالتیا کموي.

دغه محصل وايي: «زما له نظره، پوهنتون یوازې د سند ترلاسه کولو ځای نه دی، بلکې د فکري ودې، د شخصیت د روزنې، د تحلیلي وړتیا د پیاوړتیا او ټولنې ته د خدمت لپاره د چمتووالي چاپېریال دی. کله چې محصل احساس کړي، چې له کلونو زده‌کړو وروسته د خپلې پوهې او وړتیاوو د کارولو مناسبه زمینه ورته نشته، نو طبیعي ده چې د خپل ښوونیز راتلونکي په اړه شکمن شي.»

هغه زیاتوي: «په پوهنتونونو کې د محصلانو د نوم‌لیکنې د زیاتولو لپاره باید د باکیفیته زده‌کړو زمینه، کاري فرصتونه، معقولې علمي ازادۍ او د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابر شي؛ ځکه پر پوهنتونونو پانګونه د یوه ملت پر راتلونکي پانګونه ده او د لوړو زده‌کړو کمزوري کول په حقیقت کې د ټولنې د علمي او تخصصي وړتیا د کمزوري کولو په مانا دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو دوو بنسټونو، د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) «په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د ښوونې او روزنې وضعیت» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې په پوهنتونونو کې د نارینه محصلانو ګډون او شمولیت په ۲۰۲۶ کال کې د ۲۰۱۹ کال پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه کم شوی دی.

د راپور له مخې، په روان کال کې شاوخوا ۲۰۸ زره نارینه محصلان د لوړو زده‌کړو په مرکزونو کې نوم‌لیکنه کړي دي؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې د هغوی شمېر شاوخوا ۳۰۶ زره اټکل شوی و.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ یو کس ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.