۸صبح، لوګر: په لوګر کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
سرچینو سهشنبه د تلې پر ۲۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا کس محمدداوود نومېده او د لوګر د مرکز اړوند په «علي خان کلا» سیمه کې وژل شوی دی.
ځايي سرچینې وايي چې شخړه د دوو کورنیو ترمنځ شوې او د وژل شوي کس پلار هم ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ورته پېښو له کبله تلفات اوښتي دي.





