• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د سرطان له درده تر رواني کړاوه؛ په غزني کې ناروغان زیارتونه خپله وروستۍ هیله بولي

ایلیا ایلیا
۱۷ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783506131]

د روغتیایي خدمتونو له پراخېدو سره سره، یو شمېر افغانان لا هم د بې اولادۍ، رواني ناروغیو او د سرطان په څېر د ځینو ناروغیو د درملنې لپاره د غزني ولایت زیارتونو ته ځي. دوی وايي د درملنې لوړ لګښتونه، پر عصري طب بې‌باوري او مذهبي باورونه دغو ځایونو ته د دوی د ورتګ اصلي لاملونه دي. دا هېوادوال ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې د دغو ځایونو له زیارت کولو وروسته د دوی د ناروغانو په حالت کې بدلونونه راغلي دي. دوی ټینګار کوي چې د درملنې په موخه زیارتونو ته تګ ان که د بشپړې روغتیا لامل هم نه شي، لږ تر لږه د دوی لپاره منفي پایلې نه لري. د دوی له نظره، دا طریقه د طبي درملنې پرتله لږ لګښت لري او ناروغانو ته روحي ارامتیا بښي. د دغو هېوادوالو په باور، زیارتونه یوازې مذهبي ځایونه نه دي، بلکې د هیلې او درملنې د لټون ځایونه هم ګڼل کېږي.

له دې سره هممهاله، یو شمېر نور هېوادوال له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، زیارتونو ته له تګ وړاندې یې د درملنې بېلابېلې لارې ازمویلي دي، خو کله چې یې پایله نه ده ترلاسه کړې، نو دغو ځایونو ته یې مخه کړې ده. دوی ټینګار کوي چې دا پرېکړه د دوی د ناچارۍ او د خپلو ناروغانو د روغتیا د هیلې له امله ده.

هره ورځ د غزني ښار په ګوټ ګوټ کې بېلابېل زیارتونه په ځانګړې توګه د شمس‌العارفین مقبره چې په «شمس بابا» مشهوره ده، د لسګونو هغو هېوادوالو کوربه وي چې د سرطان، رواني ناروغیو، بې اولادۍ او نورو ستونزو د درملنې لپاره دغو ځایونو ته ورځي.

د شمس بابا مقبره د غزني یوازینی زیارت نه دی چې یو شمېر خلک د خپلو حاجتونو د پوره کېدو او د ناروغیو د رغېدو لپاره ورځي؛ بلکې د سلطان محمود، خواجه بلغار، سید حسن، سید جعفر، بهلول دانا، ابوریحان البیروني مقبرې او په لسګونو نور زیارتونه هم په دغه ولایت کې داسې ځایونه دي چې خپل ځانګړي باوري کسان لري.

د کابل اوسېدونکې حکیمه وايي، په دې وروستیو کې یې خپل ورور چې پر رواني ناروغۍ اخته دی، د درملنې لپاره د غزني د شمس زیارت ته بیولی دی. هغه زیاتوي چې تر دې وړاندې یې د دغه زیارت د اغېزناکتوب په اړه له خلکو ډېر څه اورېدلي وو او له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې خپل ورور دغه ځای ته بوځي. د حکیمې په وینا، دوی تر اوسه خپل ورور ارواپوه یا متخصص ډاکټر ته نه دی بیولی؛ ځکه باور لري چې رواني ډاکټرانو ته ورتګ هېڅ پایله نه لري.

حکیمه وايي: «کله چې زما د ورور مېرمنې له هغه طلاق واخیست، د هغه رواني حالت ورو ورو خراب شو. هغه مو د سخي زیارت او د ابوالفضل زیارتونو ته بوته څو روغ شي او ان یو بند مو یې هم په ملا پورې وتاړه، خو پایله مو ترلاسه نه کړه. اوس خلکو د غزني د شمس زیارت ډېر یاداوه، له همدې امله مو ورور دلته راوستی څو ښه شي.»

د بغلان اوسېدونکی سمیع‌الله وايي، له طبي درملنې د پایلې له نه اخیستو وروسته یې خپله مور چې پر سرطان ناروغۍ اخته ده، د غزني زیارتونو ته بیولې ده. هغه زیاتوي چې د طبي درملنې له دوام سره سره، هیله‌من دی چې دغو ځایونو ته ورتګ به د هغه د مور د حالت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

سمیع‌الله وايي: «په ځلونو مو د مور درملنه وکړه، ان د درملنې لپاره مو هند ته هم بوتله، خو لا هم سرطان د هغې له وجوده نه دی ورک شوی. هغه مو د غزني زیارت ته راوستله څو شاید ښه شي؛ ځکه ډېر ځله مو اورېدلي چې خلک د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره دلته راځي. له همدې امله مو خپله مور راوسته او که ښه شوه، نو نذر یې ادا کوو. دا زیارت وروستی انتخاب و چې د هغې د درملنې لپاره مو غوره کړ.»

بلخوا، یو شمېر ډاکټران وايي که څه هم د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د پخوا پرتله ښه شوي دي، خو لا هم یو شمېر خلک عامه پوهاوي د کچې د ټيوالي ،اقتصادي ستونزو او دودیزو باورونو له امله  ډاکټر ته د ورتګ پر ځای ملایانو او زیارتونو ته مراجعه کوي.

دا ډاکټران خبرداری ورکوي چې روغتیایي مرکزونو ته په ورتګ کې ځنډ، په ځانګړې توګه د سرطان او رواني ناروغیو د ناروغانو لپاره، د ناروغۍ د تشخیص او درملنې بهیر لا پسې سختوي او په ځینو مواردو کې  نه جبرانېدونکې پایلې لرلای شي.

ډاکټره سمیرا شهیر رحیمي وايي، د بېوزلۍ، کم پوهاوي او کلتوري باورونو له امله ملایانو او زیارتونو ته د سرطان او نورو ناروغیو د ناروغانو ورتګ لا هم دوام لري. هغه زیاتوي چې د طبي درملنې په پیل کې ځنډ، په ځانګړې توګه په سرطان ناروغۍ کې، کولای شي له ناروغانو د اغېزناکې درملنې چانس واخلي.

ډاکټره سمیرا شهیر رحیمي وايي: «له بده مرغه په افغانستان کې د فقر، د پوهاوي د ټیټې کچې او کلتوري باورونو له امله، یو شمېر ناروغان ډاکټر ته د ورتګ پر ځای ملایانو او زیارتونو ته ځي. کورنۍ هڅه کوي د دم او دعا له لارې، نه یوازې سرطان، بلکې نورې ناروغۍ هم درمان کړي. که څه هم دا باورونه ښايي له رواني پلوه ناروغ ته ارامتیا ورکړي، خو د سرطان په څېر د ناروغیو پر وړاندې د طبي درملنې ځای نه شي نیولای؛ ځکه د سرطان حجرې خپلې ودې ته دوام ورکوي او د بدن نورې برخې هم اغېزمنولای شي.»

رحیمي زیاتوي: «کله چې یو د سرطان ناروغ ډاکټر ته د ورتګ پر ځای، د ډېر وخت لپاره ملا یا زیارت ته ځي، د درملنې مهم وخت له لاسه وځي او ناروغي پرمختللي پړاو ته رسېږي. همدا اوس زه یو داسې ناروغ وینم چې په لومړنیو پړاوونو کې ملا ته بیول شوی و او ورته ویل شوي وو چې ۱۵ ورځې پرله‌پسې راشه ترڅو په دم، دعا او یوناني درملو روغ شې او ډاکټر ته اړتیا نشته. اوس د هغه وضعیت خورا خراب شوی او کیموټراپي او راډیوټراپي ته اړتیا لري؛ په داسې حال کې چې که پر خپل وخت راغلی وای، د غوره درملنې امکان یې و.»

د ناروغیو د درملنې او شخصي ستونزو د هواري لپاره زیارتونو ته پناه وړل، د یو شمېر افغانانو له پخوانیو دودیزو باورونو دي چې له پخوا زمانو راهیسې تر اوسه پاتې دي. په عامه کلتور کې ځینې زیارتونه د دعا، نذر او توسل ځایونه ګڼل کېږي او یو شمېر خلک د روغتیایي مرکزونو په څنګ کې یا له هغه وړاندې د خپلو ناروغانو د روغتیا لپاره دغو ځایونو ته ورځي.

غزني له هغو ولایتونو دی چې د ګڼو تاریخي زیارتونو او مقبرو د لرلو له امله تل د بېلابېلو ولایتونو د زیارت کوونکو کوربه پاتې شوی دی. یو شمېر باوري کسان دا ځایونه د حاجتونو د پوره کېدو او د ناروغیو د شفا مرکزونه بولي او د بې اولادۍ، رواني ناروغیو او نورو ستونزو لپاره ورته مراجعه کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د لاهې محکمې د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرانو د نیولو حکم صادر کړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.