یو شمېر هغه افغانان چې د طالبانو لهخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو تر بندیز وروسته، د خپلو ماشومانو د زدهکړو د دوام لپاره ایران ته تللي، د دغه هېواد په ښوونځیو کې د کډوالو ماشومانو د نوملیکنې د محدودیتونوپر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، ایران له تېر کال راهیسې په ښوونځیو کې د کډوالو ماشومانو د نوملیکنې لپاره داسې کړنلاره عملي کړې چې له مخې یې یوازې هغه کورنۍ کولای شي خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي چې په ایران کې د اوسېدو اسناد ولري یا یې مور او یا پلار د دغه هېواد وګړی وي. دوی زیاتوي چې ایران له یوې خوا د ماشومانو د نوملیکنې لپاره د اوسېدو اسناد اساسي شرط ګرځولي او له بلې خوا د کډوالو ویزې نهغځوي. د دوی په وینا، پر دې سربېره، اضافي لګښتونه او له پېچلو اداري پړاوونو سره سره، د ښوونځیو د ظرفیت پوره کېدل هم د ماشومانو د نوملیکنې مخه نیسي. دغه کډوال ټینګار کوي چې د ایران دغو پرېکړو یو ځل بیا د دوی ماشومان له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي. دوی د ایران له حکومته غواړي چې په ښوونځیو کې د افغان ماشومانو د نوملیکنې بهیر اسانه کړي او د هغو محدودیتونو له لګولو ډډه وکړي چې د طالبانو لهخوا د زدهکړو پر وړاندې لګول شوي دي.
یو افغان کډوال حسن (مستعار نوم) چې د خپلو ماشومانو د زدهکړو د دوام لپاره ایران ته تللی، په ښوونځیو کې د کډوالو ماشومانو د نوملیکنې په اړه د دغه هېواد وروستۍ تګلارې د اندېښنې وړ بولي. هغه وايي، ایران له تېر کال راهیسې داسې کړنلاره پلي کړې چې له مخې یې په ښوونځیو کې د ماشومانو د نوملیکنې لپاره د قانوني استوګنې د اسنادو لرل یو اساسي شرط دی؛ په داسې حال کې چې دغه هېواد د کډوالو ویزې نهغځوي.
حسن وايي: «موږ اړ یو چې په ایران کې په ناقانونه توګه ژوند وکړو، ځکه دغه هېواد زموږ ویزې نه تمدیدوي. له همدې امله له ډېرو ټولنیزو فعالیتونو بېبرخې شوي یو او ماشومان مو هم نه شي کولای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ ځکه په ایران کې د زدهکړو لپاره د قانوني استوګنې د اسنادو لرل اړین دي. ان روغتون ته په مراجعه کولو کې هم له ستونزو سره مخ یو. د کورنۍ ښځې له ډېرو ټولنیزو حقونو بېبرخې دي او نه شي کولای په اسانۍ روغتون ته ولاړې شي.»
په ایران کې بل افغان کډوال شبیر (مستعار نوم) وايي، د ښوونځیو مسوولان په بېلابېلو پلمو د کډوالو ماشومانو له منلو ډډه کوي. هغه ټینګار کوي چې ماشومان باید دې ته له پام پرته چې د کوم هېواد وګړي دي، د زدهکړو حق ولري او ټولو ته باید د زدهکړو زمینه برابره شي. د هغه په وینا، دې وضعیت د کورنۍ د راتلونکي او په ایران کې د ژوند د دوام په اړه د دوی کورنۍ له بېبرخلیکۍ سره مخ کړې ده.
دغه کډوال وايي: «موږ څو ښوونځیو ته مراجعه وکړه، خو اولادونه مو یې نوملیکنه نه کړل؛ ځکه د استوګنې اسناد نه لرو او موږ ناقانونه بهرني وګړي ګڼي. دولتي او خصوصي ښوونځیو ته ولاړو، خو هېڅ یوه یې زموږ اولادونه ونه منل. دې وضعیت ته ډېر اندېښمن او ناارامه یم. دوه کاله کېږي چې زما د استوګنې د اسنادو اعتبار پای ته رسېدلی دی. تېر کال مې د هغو د غځېدو لپاره اقدام وکړ او سږ کال مې هم هڅه وکړه، خو بریالی نه شوم. ښوونځي هم د استوګنې د اسنادو نشتوالی پلمه کوي او اولادونه مې زدهکړې نه شي کولای. دې بېبرخلیکۍ ته ډېر اندېښمن یم.»
په ایران کې د افغانستان یو بل کډوال سیر (مستعار نوم) وايي، له زدهکړو د ماشومانو بېبرخې کېدل، له زدهکړو پر شاته پاتې کېدو سربېره، د هغوی پر رواني وضعیت یې هم اغېز کړی دی.
سیر زیاتوي: «زموږ ماشومان په ایران کې د شته محدودیتونو، لکه د ویزو نه تمدید، اداري کاغذبازۍ او پېچلو سیستمونو له امله له زدهکړو پاتې شوي دي. په ښوونځیو کې د هغوی د نوملیکنې لپاره بېلابېل اسناد غوښتل کېږي او دغو شرایطو زموږ د ماشومانو د زدهکړو د دوام مخه نیولې ده. دې وضعیت ماشومانو ته ډېر رواني زیانونه او فشارونه اړولي دي. موږ له مسوولو ادارو غواړو چې د کډوالو ستونزو ته پاملرنه وکړي.»
په ایران کې افغان کډواله شایسته (مستعار نوم) وايي، د ګڼو اسنادو غوښتنه او په ښوونځیو کې د نوملیکنې د بهیر پېچلتیا د کډوالو ماشومانو زدهکړو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی. د هغې په وینا، ډېرې کورنۍ د اړینو اسنادو په برابرولو کې د پاتې راتلو له امله نه شي کولای خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.
دغه نجلۍ وايي: «کورنۍ څو ځله ښوونځیو ته ورځي چې د خپلو ماشومان نوملیکنه کړي، خو له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. زما خور هم له زدهکړو پاتې شوې ده. د نوملیکنې لومړی شرط د قانوني استوګنې د اسنادو لرل دي او له کورنیو بېلابېل اسناد غوښتل کېږي. موږ اړ شوو چې ایران ته راشو او څه موده مو د استوګنې اسناد لرل. خور مې د ایران په یوه دولتي ښوونځي کې تر لومړي ټولګي زدهکړې وکړې، خو کله چې زموږ د استوګنې د اسنادو اعتبار پای ته ورسېد، نور یې ونه شوای کړای چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.»
په ایران کې بل افغان کډوال سالم (مستعار نوم) وايي، کډوالې کورنۍ په ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو د نوملیکنې لپاره د اوږدو پړاوونو تر تېرولو وروسته د هغوی د منلو له ردېدو سره مخ کېږي. دغه کډوال د ایران له حکومته غواړي چې د کډوالو ماشومانو د نوملیکنې شرایط له سره وڅېړي اود افغان کډوالو کډوالو ماشومانو ته د زدهکړو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
دغه سړی وايي: «د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره، زموږ هغه ماشومان چې ویزې نه لري، ښوونځیو ته د ورتګ پر مهال ترې د قانوني استوګنې اسناد غوښتل کېږي. که دا اسناد ونه لرو، ډېر مو سرګردانه کوي. د ماشومانو د نوملیکنې لپاره باید یو لیک ترلاسه کړو، خو ان دا هم معلومه نه ده چې ښوونځي به دغه لیک ومني او که نه. موږ د خپلو اولادونو د نوملیکنې لپاره بېلابېلو ښوونځیو ته ورځو، خو هڅې مو بېپایلې پاتې کېږي. په دې وضعیت کې تر ټولو ډېر زیان زموږ اولادونو او د هغوی راتلونکي ښوونیز راتلونکي ته رسېږي.»
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بېبرخې کړې دي. د دغو بندیزونو په لړ کې د پوهنتونونو، د لوړو زدهکړو او نیمهلوړو زدهکړو د موسسو دروازې هم د ښځو او نجونو پر مخ وتړل شوې. په پایله کې، ځینو کورنیو د خپلو ماشومانو د زدهکړو د دوام لپاره انلاین ښوونځیو ته مخه کړه او ځینو نورو افغانستان پرېښود او د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته لاړې.
خو هغه کورنۍ چې د خپلو ماشومانو د زدهکړو د دوام لپاره ایران ته کډوالې شوې، اوس وايي چې اولادونه یې په دغه هېواد کې په ښوونځیو کې د نوملیکنې پر مهال له محدودیتونو سره مخ دي. دوی د قانوني استوګنې د اسنادو نشتوالی، د ګڼو اسنادو غوښتنه او د ښوونځیو د ظرفیت پوره کېدل د خپلو ماشومانو د نوملیکنې پر وړاندې اساسي خنډونه بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د پوهنې وزارت د رسمي لایحو او مکتوبونو له مخې، زدهکړې د ټولو ماشومانو حق ګڼل شوی، پرته له دې چې تابعیت یا د استوګنې وضعیت یې په پام کې ونیول شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هم وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۸ میلیونه له اوو تر ۱۸ کلونو عمر لرونکې نجونې له زدهکړو بېبرخې دي او هر کال شاوخوا ۲۵۰ زره نورې نجونې هم په دایمي توګه له منځنیو زدهکړو پاتې کېږي.
پر دې سربېره، د ایران پارلمان یوه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې هغه بهرني وګړي او کډوال چې ایران ته په ناقانونه توګه ځي یا په دغه هېواد کې ناقانونه استوګنه کوي، تر ۱۰ زرو یورو پورې د جریمې او له دغه هېواده د شړلو له سزا سره مخ کېږي.


