په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې د ماشومانو د شکنجې دوو ویډیوګانو د خلکو غبرګونونه راپارولي دي. په یوه ویډیو کې چې ځايي سرچینو له ۸صبح سره شریکه کړې، لیدل کېږي چې د کندهار په سپینبولدک کې دوه طالب جنګیالي یو ماشوم پاکستان ته د مالونو د لېږدولو په تور شکنجه کوي او نور ماشومان هم په کتار کې ناست دي، څو د طالبانو له لوري ووهل شي. له دې سره هممهاله، په یوه دیني مدرسه کې د یوه ماشوم د شکنجې په بله ویډیو کې چې ویل کېږي په تخار ولایت کې ثبت شوې، لیدل کېږي چې یو کس چې ماشوم ورته «قاري صاحب» وايي، د هغه له زاریو او ژړا سره سره ماشوم په کیبل او لغتو وهي. د ټولنیزو شبکو کاروونکو له ماشومانو سره تاوتریخجن چلند غندلی او له کورنیو یې غوښتي چې خپل ماشومان هغو دیني مدرسو ته ونه لېږي چې د ماشومانو خوندیتوب پکې نه تضمینېږي.
طالب جنګیالیو په تېرو پنځو کلونو کې په ځلونو په عام محضر کې تورن کسان وهلي او په ځینو مواردو کې یې پر هغوی ډزې هم کړې دي. په دې وروستیو کې یوه ویډیو ۸صبح ته رسېدلې چې ښيي دوه طالب جنګیالي یو ماشوم په سخت وهي. سرچینې وايي، طالبانو دغه ماشومان پاکستان ته د مالونو د لېږدولو په تور شکنجه کړي؛ په داسې حال کې چې طالبان خپله هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مالونو په قاچاق او لېږد کې په پراخه کچه لاس لري.
۸صبح ته د کندهار په سپینبولدک کې د ماشومانو د شکنجې یوه ویډیو رسېدلې چې ښيي دوه طالب جنګیالي، سره له دې چې حاضر کسان د ماشوم د خوشې کېدو غوښتنه او زارۍ کوي، یو ماشوم ډېر سخت وهي. په ویډیو کې د هغو ماشومانو غږونه هم اورېدل کېږي چې د دې صحنې شاهدان دي او وايي چې دا کار «ګناه» لري. هغه سرچینې چې دا ویډیو یې ۸صبح ته رالېږلې، وايي هغه ماشومان چې په ویډیو کې لیدل کېږي، په کتار کې ناست دي او طالبان یې ټول په نوبت شکنجه کوي.
د کندهار کې په سپینبولدک کې ځایي سرچینې تاییدوي چې یو شمېر بېوزله ماشومان د چمن او سپینبولدک ترمنځ پر لاره ځینې مالونه په قاچاقي ډول له کرښې یوې او بلې خوا ته لېږدوي. د سرچینو په وینا، دغه ماشومان په داسې حال کې د طالبانو له لوري شکنجه کېږي چې دغه ځواکونه خپله هم هره شپه په سلګونو له مالونو بار موټرونه په قاچاقي ډول افغانستان ته دننه کوي. دوی زیاتوي چې په قاچاقي لارو کې که څوک طالبانو ته پیسې ورنه کړي، د دې ډلې له لوري نیول کېږي او وروسته له صحرایي مجازاتو سره مخ کېږي.
له دې سره هممهاله، په ټولنیزو شبکو کې بله ویډیو هم په پراخه کچه لاس په لاس کېږي چې پکې لیدل کېږي یو کس د یوې دیني مدرسې یو زدهکوونکی د نورو په مخکې سخت وهي. د ټولنیزو شبکو کاروونکو ویلي چې دغه ماشوم شکنجه کوونکی کس خپله نابینا دی. د کاروونکو په وینا، هغه د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او اوسمهال د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې په یوه دیني مدرسه کې اوسېږي.
په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې یو سړی چې ماشوم ورته «قاري صاحب» وايي، د ماشوم له زاریو سره سره هغه څملوي او له نورو ماشومانو هم غواړي چې د هغه لاسونه او پښې کلکې ونیسي. ترهغې وروسته چې ماشوم پړمخې څملوي، دغه سړی د ماشوم پر کوناټو په کیبل وهي او وروسته یې تر لغتو لاندې کوي او پر سر او مخ یې ګوزارونه کوي. د ماشوم له ژړا او زاریو سره سره، د هغه غوښتنو ته هېڅ پام نه کوي.
د ټولنیزو شبکو کاروونکو پر هغو پلرونو او میندو په نیوکې سره چې خپل ماشومان داسې دیني مدرسو ته لېږي، ویلي چې زدهکړه باید په داسې چاپېریال کې ترسره شي چې درناوی او خوندیتوب پکې وي. د دوی په وینا، په ځینو دیني مدرسو کې د ماشومانو شکنجه اوږده مخینه لري او دا ډول چلند کولای شي ماشومان په راتلونکي کې تاوتریخجن کړي او د هغوی چلند غیر عادي وګرځوي.
د ټولنیزو شبکو یوې کاروونکې فرزانې ایوبي د دې ویډیو په شریکولو سره لیکلي: «دا هغه څه نه دي چې زدهکړه او روزنه ورته ویل کېدای شي؛ زدهکړه باید له مینې، درناوي او خوندیتوب سره مله وي، نه له وېرې، تاوتریخوالي او شکنجې سره. هېڅ پلار او مور باید د خپل ماشوم د ځورونې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي. هغه ماشوم چې د زدهکړې لپاره ښوونځي یا جومات ته ځي، حق لري چې په خوندي چاپېریال کې وي، نه دا چې له تاوتریخوالي او سپکاوي سره مخ شي.»
د ټولنیزو شبکو یوه بل کاروونکي بهرام بهرام لیکلي: «د داسې صحنې لیدل رښتیا هم د انسان زړه دردوي. د یوه بېګناه ماشوم په دې ډول په لرګي په وحشیانه او بېرحمانه توګه وهل، نه زدهکړه ده، نه روزنه او نه دینداري؛ دا ښکاره تاوتریخوالی او د یوه ماشوم د انساني کرامت تر پښو لاندې کول دي.»
ښاغلي بهرام زیاته کړې: «پلرونو او میندو ته په څرګندو ټکو وایم: خپل بېګناه ماشومان هر هغه چا ته مه سپارئ چې پر ځان یې د ملا یا قاري نوم ایښی وي. د دین زدهکړه یوازې د دغو ناپوهه او تاوتریخجنو کسانو انحصار نه دی. که څوک د زدهکړې لپاره ماشوم وېروي، سپکوي او په لرګي یې وهي، باید د دغه تاوتریخوالي ځواب ورکړي.»
یحیی حازم سپندییار لیکلي: «زما په اند هغه قاري چې داسې ظلم او بېعدالتي کوي، خپله هم د ظلم او بېعدالتۍ په پراخې کړۍ کې ښکېل دی. هغه قاري هم له زانګو داسې د ظلم ځایونو ته استول شوی چې ټوله ماشومتوب یې په ژړا، چیغو او اوښکو او اسویلیو بې له کومې غېږې، بې له کومې تسلۍ او بې له مورنۍ مینې او پلرني ملاتړه تېر کړی دی.» د هغه په وینا، له هغه قاري هم د ظلم او تاوتریخوالي د کړۍ له امله انسانیت اخیستل شوی؛ داسې کس هغه څه نه دي لیدلي او نه یې تجربه کړي چې نور یې کوي، څو دی یې هم ترسره کړای شي.
تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په ګڼو راپورونو کې په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او بدني مجازاتو په تړاو خبرداری ورکړی او د بدني مجازاتو پر بندیز او د ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.


