یو شمېر نجونې په ټولنیزو شبکو کې له ځورونې شکایت کوي او وايي، چې د دا ډول چلند تجربه یې پر رواني روغتیا ناوړه اغېز کوي او روحي وضعیت ته یې ناوړه پایلې لري. د دوی په وینا، په مجازي فضا کې ناوړه ګټه اخیستنه نه یوازې د نجونو رواني ارامتیا له منځه وړي، بلکې پر ژوند یې نوي محدودیتونه هم تپلای شي. دوی ټینګار کوي، چې د دا ډول ځورونو له امله له موبایله د ګټې اخیستنې او په ټولنیزو شبکو کې د فعالیت حق هم ترې اخیستل کېږي.
رویا (مستعار نوم) وايي، چې د ټولنیزې شبکې له لارې یې د یوه ټولګیوال له ناوړه ګټې اخیستنې وروسته، نږدې یو کال کېږي چې له موبایله د ګټې اخیستنې او په مجازي فضا کې د فعالیت اجازه نه لري. د هغې په وینا، دې پېښې نه یوازې په ټولنیزو شبکو کې د فعالیت ازادي ترې اخیستې، بلکې پر ژوند یې ژورې روحي او رواني اغېزې هم کړې دي
دغه نجلۍ وايي: «د پوهنتون یوه پخواني ټولګیوال مې زما د سنیپچټ حساب هک کړی و. هغه په پیل کې زما د عکسونو په مټ پر ما فشار راوست او غوښتل یې چې ورسره اړیکه ټینګه کړم. کله چې مې غوښتنه ونه منله، ګواښ یې وکړ چې یا به پیسې ورکوم او یا به مې عکسونه خپاره کړي. دا موضوع زما د کورنۍ غوږونو ته ورسېده او وروڼو مې هغه وواهه. د هغه موبایل یې مات کړ او زما موبایل یې هم راڅخه واخیست. له هماغه وخته تر اوسه نږدې یو کال کېږي چې د موبایل د کارولو اجازه نه لرم.»
رویا زیاتوي: «څو میاشتې مې ډېر خراب روحي وضعیت درلود او د خپګان احساس مې کاوه. لا هم د دې وضعیت له امله ډېره خواشینې یم او له ډېرې مودې راهیسې مې له خورلڼو سره اړیکې پرې شوې دي. دغه راز، په ټولنیزو شبکو کې فعالیت نه شم کولای او له دې امله د ډېر محدودیت او خپګان احساس کوم.»
خدیجه (مستعار نوم) هم په ټولنیزو شبکو کې له ځورونې شکایت کوي. هغه وايي، چې ځینې کاروونکي د نجونو تر لیکنو او عکسونو لاندې غیر اخلاقي او له سپکاوي ډکې نظرونه پرېږدي، چې پر روح او روان یې منفي اغېز کوي.
هغه وايي: «څو ورځې وړاندې مې په انسټاګرام کې خپل یو عکس خپور کړ، خو ځینو کاروونکو یې لاندې ډېرې نامناسبې څرګندونې وکړې، چې زه یې خواشینې کړم. له بده مرغه، په ټولنیزو شبکو کې دا ډول ځورونه یو دود ګرځېدلې ده؛ حال دا چې دا ډول چلند د نجونو پر رواني روغتیا منفي اغېز کولای شي او هغوی له روحي پلوه ځورولای شي.»
زینب (مستعار نوم) وايي، چې په مجازي فضا کې ځورونه یوازې په ټولنیزو شبکو کې د پیغامونو په لېږلو او پرلهپسې اړیکو نیولو پورې محدوده نه ده؛ بلکې ځینې کسان د نامناسبو ویډیوګانو، عکسونو او سټېکرونو په لېږلو هم ښځې او نجونې ځوروي او خواشینې کوي.
هغه وايي: «څه موده مخکې یوه کس زما په نوم په فېسبوک کې جعلي حساب جوړ کړی و او له هغه حسابه یې غیر اخلاقي عکسونه او ویډیوګانې خپرولې. خورلڼو او خپلوانو مې راسره اړیکه نیوله او پوښتل یې چې ولې دا ډول مطالب خپروم او په دې کار خپل عزت ته زیان رسوم. اړه وم چې هر یوه ته جلا جلا وضاحت ورکړم، چې دا حساب زما نه دی او هېڅ اړیکه ورسره نه لرم.»
زینب په مجازي فضا کې د دا ډول چلندونو د مخنیوي لپاره د اغېزناکو لارو چارو د نشتوالي په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره زیاتوي: «له بده مرغه، په افغانستان کې له دې ډول پېښو سره اغېزناک او مخنیوی کوونکی چلند نه کېږي، څو هغه کسان چې دا ډول کړنې ترسره کوي، د پایلو له وېرې یې له تکرارولو ډډه وکړي.»
تقوا (مستعار نوم) هم، چې په مجازي فضا کې د ځورونې تجربه لري، وايي، د ماسټرۍ دورې د تحصیلي بورسونو په اړه د معلوماتو د تبادلې لپاره په جوړو شویو دوو واټساپي ډلو کې له غړیتوب وروسته، بېلابېلو کسانو د ګڼو شمېرو له لارې ځوروله؛ دې چارې هغه لا ډېره خواشینې او اندېښمنه کړې وه.
هغه وايي: «څه موده مخکې په څو واټساپي ډلو کې له ځورونې سره مخ شوم. د دغو ډلو ډېری غړي هلکان وو. په پیل کې مې فکر کاوه، چې دا ډلې یوازې د تحصیلي بورسونو په اړه د خبرو او معلوماتو د تبادلې لپاره جوړې شوې دي؛ خو ورو ورو له داسې چلندونو سره مخ شوم، چې راته خواشینوونکي او ځوروونکي وو.»
تقوا زیاتوي: «ځینو کسانو له درناوي او اصولو پرته، راته پرلهپسې پیغامونه رالېږل او نامناسبې او بېځایه خبرې یې کولې. دې چلند اړه کړم، چې یو شمېر یې بلاک کړم څو د ځورونې د دوام مخه ونیسم. دغه راز مې موضوع د هغې یوې ډلې له مسوول سره شریکه کړه، چې موږ دواړو پکې غړیتوب درلود او د ځوروونکو کسانو پر وړاندې مې د جدي اقدام غوښتنه وکړه؛ ځکه باور مې درلود، چې ښايي نورې نجونې هم له داسې چلند سره مخ شي. د موضوع تر تعقیب وروسته، دغه کسان له ډلې وایستل شول.»
نویده (مستعار نوم) وايي، چې په افغانستان کې د نالوستو په ګډون د ټولنې د بېلابېلو طبقو ډېر کسان له فېسبوک ټولنیزې شبکې کار اخلي. د هغې په وینا، ځینې کسان د نجونو په نومونو جعلي حسابونه جوړوي، د نجونو ځانګړو ډلو ته ننوځي او هغوی ته د ملګرتیا غوښتنې لېږي.
هغه وايي: «کله چې په پیغامونو کې ورسره خبرې کوې او په مستقیم ډول ترې پوښتنه کوې، چې ایا نجلۍ یې، نو اعتراف کوي چې هلک دی او وايي، چې ته یې خوښه شوې یې.
په ټیلیګرام کې هم وضعیت همداسې دی. که په کومه ډله کې غړې وې یا ستا د ټیلیفون شمېره له هغوی سره وي، کولای شي ستا د ټیلیګرام حساب پیدا کړي او پیغام درولېږي. د پیغامونو د غوښتنو په برخه کې هم له سپکوونکو او ناوړه الفاظو ډک پیغامونه وینې او ځینې کسان نامناسبې غوښتنې درنه کوي. که یوه نجلۍ پر دغو کسانو باور وکړي، ورسره اړیکه ټینګه کړي او خپل عکسونه ورولېږي، وروسته هماغه عکسونه د هغې د ګواښلو او تر فشار لاندې راوستلو لپاره کارول کېږي.»


