• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د پاکستان په لیلام کې د افغان سوداګرو پانګه؛ د طالبانو د سیاستونو بیه څوک پرې کوي؟

امین کاوه امین کاوه
۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792955185]

۸صبح ورځپاڼې ۵۷ مخه اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د شاوخوا ۱۹ افغان سوداګریزو شرکتونو ترانزیتي توکي چې څه باندې ۱۴۰ کانتینره کېږي، د پاکستان په کراچۍ بندر کې له لیلام سره مخ دي. د دغو اسنادو ۵۵ مخه د پاکستان د ګمرک پرلپسې خبرتیاوې دي چې افغان سوداګریزو او ترانزیتي شرکتونو ته صادرې شوې دي. دا اسناد ښيي چې د پاکستان ګمرک دغو شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې که په ټاکلې موده کې ورنه شي او خپل توکي له ګمرکه خلاص نه کړي، بارونه به یې د دغه هېواد د ګمرکي مقرراتو له مخې لیلام شي. هغه توکي چې له لیلام سره مخ دي، بوره، خوراکي او صنعتي غوړي، د ماشومانو وچې شیدې، د تولید لومړني مواد، د مرمرو محصولات، مستعمل موټر او ځينې نور توکي دي. په کراچۍ کې د طالبانو سوداګریزې اتشې دې ستونزې ته د پاملرنې په موخه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لیک استولی او د اداري څار لپاره یې د پاکستان د ګمرک خبرداري ورلېږلي دي. ورته مهال یو سوداګر وايي چې په کراچۍ بندر کې د سوداګرو شاوخوا ۳۴۵ کانتینره توکي بند دي. د نوموړي په خبره، د کانتینرو د کرایې او د ځنډ جریمې دومره لوړې شوې چې لګښت یې د توکو له ارزښته هم زیات شوی دی.

۸صبح ورځپاڼې ۵۷ مخه اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د پاکستان ګمرک افغان سوداګرو ته پرلپسې خبرداري صادر کړي دي. په دغو اسنادو کې ځينو شرکتونو ته خبرداری ورکړل شوی چې د افغانستان د ترانزیتي بارونو د اوږدمهاله پاتې کېدو له امله به یې توکي د پاکستان په کراچۍ بندر کې لیلام شي. په دغو لیکونو کې ښکاري چې د افغانستان د خصوصي سوداګرۍ او پانګونې خونه هم له جریانه خبره ده.

په کراچۍ کې د طالبانو سوداګریزې اتشې د دغه ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته په یوه لیک کې لیکلي چې د پاکستان ګمرک ځينو افغان سوداګریزو شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې که په ټاکلې موده کې ورنه شي او خپل توکي له ګمرکه خلاص نه کړي، بارونه به یې د دغه هېواد د ګمرکي مقرراتو له مخې لیلام شي.

په دغه لیک کې راغلي چې د افغانستان د ترانزیتي توکو د پام وړ برخه چې په ۲۰۲۵ کال او مخکې پېرودل شوې، د بېلابېلو ستونزو له امله له اوږدې مودې راهیسې د کراچۍ په بندر کې بنده ده.

د دغو مکتوبونو په دوام کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان چارو رییس او د سوداګرۍ د عمومي ریاست سرپرست عبدالوکيل مسلم، د ۷۰۳۴ ګڼې مکتوب له لارې خبره د افغانستان خصوصي سوداګرۍ او پانګونې خونې ته راجع کړې، څو د توکو خاوندان له موضوع خبر شي او د احتمالي زیان د مخنیوي لپاره یې اړین اقدامات وشي.

د پاکستان د ګمرک خبرداري

دا اسناد ښيي چې د پاکستان ګمرک خپل خبرداري د «وروستۍ خبرتیا» تر سرلیک لاندې او د دغه هېواد د ۱۹۶۹ کال د ګمرکونو د قانون د ۸۲مې مادې پر بنسټ صادر کړي دي. په دغو خبرتیاوو کې د همدغه قانون ۱۲۹مې مادې او د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ د ۲۴مې SRO ۱۲۱(I)/۲۰۱۴ مقرره د ۴۸۴-M قاعدې ته هم اشاره شوې ده.

د خبرداریو د متن له مخې، که توکي ګمرکي تمځای ته له رسېدو وروسته په قانوني موده کې له ګمرکه ترخیص نه شي، د ګمرک په ګودام کې زېرمه نه شي، بل ځای ته ونه ولېږدول شي یا د بندر له ساحې ونه ایستل شي، د قانون له مخې د پاکستان ګمرکي اداره کولی شي د ټاکل شویو شرایطو په پام کې نیولو یې لیلام کړي.

په دغو خبرداریو کې راغلي چې لومړنۍ مهلت ۳۰ ورځې دی او په ځانګړو شرایطو کې تر ۱۰ نورو ورځو پورې غځېدای شي. په دغو مکتوبونو کې ویل شوي چې د پاکستان ګمرک د بارونو له خاوندانو غوښتي، که د لیلام د بهیر د درولو په اړه د کومې صلاحیت لرونکې مرجع حکم ولري، د ټاکل شوې مودې تر پای ته رسېدو مخکې دې اړوندې ادارې ته وړاندې کړي.

په دغو اسنادو کې د پاکستان محکمه، د استیناف محکمه او د دغه هېواد د فدرالي محتسب اداره د هغو صلاحیت لرونکو مراجعو په توګه یادې شوې چې د لیلام د بهیر د درولو حکمونه یې د ګمرک ادارې ته وړاندې کېدای شي.

د ګمرکي اسنادو د ثبت شویو معلوماتو له مخې، د میرویس کټوازي شرکت بار ۳۲ شل‌فوټه کانتینرې، د اکبري‌زاده نړیوال شرکت بار ۲۰ کانتینرې او د وزیرسن ګروپ بار ۲۴ کانتینره غټه دانه بوره لري. د بهیر بهار شرکت هم د بورې څلور کانتینره لري. د صنعتي غوړیو په برخه کې بیا د بشیري شرکت درې ۴۰ فوټه کانتینرې، د امجد آرمان شرکت ۱۲ شل‌فوټه کانتینرې او د عظمت سفیر شرکت دوه ۴۰‌فوټه کانتینرې لري. د سمیع صداقت شرکت بار ۱۴ کانتینره نباتي غوړي او د عادل ګلزار شرکت بار ۱۵ کانتینره خوراکي غوړي دي. د تک ستاره پایپ پلاستیک شرکت دوه ۴۰‌فوټه کانتینرې د پولی‌پروپیلین خام مواد لري او د الکوزي کولا شرکت اووه ۴۰‌فوټه کانتینرې د تولید او بسته‌بندۍ توکي لري. د حبیب ګلزار موټرز شرکت یو ۴۰‌فوټه کانتینر د انجن غوړي او سړوونکي مایعات او د سرای سادات خان شرکت یو ۲۰‌فوټه کانتینر تنباکو لري. د نجیب ګلاب شرکت هم د ماشومانو د وچو شیدو یو کانتینر او د امان آریانا شرکت یو ۲۰‌فوټه کانتینر پیچونه او مهرې لري. پر دې سربېره، د حشمت مهمند شرکت د مرمرو دوه کانتینره محصولات او د متحد شمال ختیځ شرکت د څارویو یو کانتینر مواد لري.

د پاکستان د ګمرک په لیکونو کې چې د طالبانو سوداګریزې اتشې ته سپارل شوي او له همدې لارې سوداګرو ته لېږل شوې، راغلي چې د خبرداریو لاندې بارونه له شاوخوا ۱۹ افغان شرکتونو سره تړاو لري. د دغو اسنادو له مخې، یاد توکي خوراکي مواد، خوراکي او صنعتي غوړي، د تولید خام مواد، د مرمرو محصولات، د څارویو د خوراک مواد، مستعمل موټر او ځينې نور توکي دي.

میرویس کټوازی، اکبري‌زاده نړیوال، وزیرسن ګروپ او بهیر بهار هغه شرکتونه دي چې د سپینې تصفیه شوې بورې یا غټې دانې بورې بارونه یې په اسنادو کې ثبت شوي دي.

په دغو لیکونو کې راغلي چې د میرویس کټوازي شرکت بار ۳۲ کانتینره او شاوخوا ۱۵ زره او ۶۰۰ بوجۍ بوره لري چې د هرې بوجۍ وزن ۵۰ کیلوګرامه دی. د اکبري‌زاده نړیوال شرکت لپاره هم ۲۰ کانتینره او تر ۱۰ زرو ۴۰۰ ډېرې بوجۍ بوره ثبت شوې ده. وزیرسن ګروپ د غټې دانې بورې ۲۴ کانتینره او د بهیر بهار شرکت څلور کانتینره چې شاوخوا دوه زره او ۸۰ بوجۍ بوره پکې ده، هم په دغه نوملړ کې شامل دي.

د خوراکي غوړیو په برخه کې د سمیع صداقت شرکت بار شاوخوا ۳۶ زره او ۲۶۰ لس‌لیټري ډبې نباتي غوړي او د عادل ګلزار شرکت بار شاوخوا ۱۵ زرو ۸۱۵ کارتنه نباتي غوړي دي.

دغه راز، په دغو اسنادو کې د بشیري، امجد آرمان، عظمت سفیر او حبیب ګلزار موټرز شرکتونو نومونه د غوړیو، معدني تېلو، د انجن غوړیو او سړوونکو مایعاتو اړوند یاد شوي دي.

په دغو اسنادو کې د نجیب ګلاب شرکت د ماشومانو وچې شیدې، د تک ستاره پایپ پلاستیک شرکت د پولی‌پروپیلین خام مواد، د الکوزي کولا شرکت د تولید او بسته‌بندۍ توکي، د متحد شمال ختیځ شرکت د څارویو د خوراک مواد، د امان آریانا شرکت پیچونه او مهرې او د حشمت مهمند شرکت د مرمرو محصولات هم یاد شوي دي. سربېره پر دې، په اسنادو کې د د تنباکو او مستعملو موټرو بارونه هم ثبت شوي دي.

دا اسناد ښيي چې د خبرداریو لاندې کانتینرو شمېر څه باندې ۱۴۰ اټکل شوی دی. دا بارونه د توکو د ډول، حجم، ترانزیتي لارې او د مالک شرکت له مخې له یو بل سره توپیر لري. ټاکل شوې وه د دغو بارونو یوه برخه له کراچۍ بندره د چمن او تورخم له لارو افغانستان ته ولېږدول شي.

سوداګر زلمی عظیمي وايي، د سوداګرو شاوخوا ۳۴۵ کانتینره توکي د کراچۍ په بندر کې بند دي. د نوموړي په خبره، د کانتینرو د کرایې او مالیاتو لګښتونه دومره لوړ شوي چې د توکو له ارزښته هم اوښتي دي. هغه زیاتوي، له چین، خلیجي هېوادونو او مالیزیا وارد شوي بارونه، د مالکانو د بې وسۍ له امله چې نه توانېږي دا لګښتونه او درنې جریمې پرې کړي، په بندر کې پاتې دي او اوس پاکستانۍ حکومت غواړي لیلام یې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، پاکستان د روان میلادي کال په لومړیو کې ترانزیتي او سوداګریزې لارې وتړلې او له افغان سوداګرو یې وغوښتل چې خپل توکي د پاکستان له بندرونو وباسي.

هغه مهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي و چې د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۵ زره کانتینره او بارونه دې د پاکستان له لارې افغانستان ته د لېږدولو پر ځای، د دغه هېواد له بندرونو وایستل شي او افغانستان ته یې د بېرته صادرولو لاره چاره برابره شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي
خبرونه

په ننګرهار کې د ماشومانو پرسر شخړه کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792947301]
په روزګان کې یو ځوان وژل شوی
خبرونه

په روزګان کې یو ځوان وژل شوی

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792945682]
یونیسکو: یوازې ۴۳ سلنه هېوادونو رسنیز سواد په ښوونیز نصاب کې شامل کړی
ټولنه

یونیسکو: یوازې ۴۳ سلنه هېوادونو رسنیز سواد په ښوونیز نصاب کې شامل کړی

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792945034]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.