په وروستیو ورځو کې «جماعت تبلیغ» د افغانستان په شمال کې د تبلیغي پروګرامونو په جوړولو سره خپل فعالیتونه زیات کړي دي. په تخار او وروسته په سرپل ولایت کې د دې جماعت د پروګرامونو د تصویرونه ښيي چې د لېرې او نږدې سیمو زرګونه اوسېدونکي په دغو پروګرامونو کې ګډون کوي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د هر ډول غونډو جوړول منع کړي، خو د جماعت تبلیغ له پروګرامونو ملاتړ کوي او امنیت یې هم ساتي. په همدې حال کې، د دیني چارو څېړونکی محمد محق وايي، جماعت تبلیغ او هغه تګلاره چې دغه خوځښت غوره کړې، یوه مثبته ځانګړنه لري او هغه دا ده چې د واک ترلاسه کولو په موخه فعالیت نه کوي او په اصل کې د سیاسي اسلام تر چتر لاندې نه راځي. خو ښاغلی محق په افغانستان کې د دیني غونډو او نندارو پر پراخېدو په نیوکې وايي چې د علمي، کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو محدودېدو د هغه څه لپاره لاره هواره کړې چې نوموړی یې «جعلي او پړسېدلی دینداري» بولي. د هغه په باور، د داسې «خندوونکو» نندارو دودېدل، د اخلاقو او معنویت د پیاوړتیا پر ځای ټولنه له بنسټیزو موضوعاتو لېرې کوي او دینداري د «سپي جنګولو» او «چرګ جنګولو» په څېر د ولسي لوبو تر کچې راټیټوي. له بلې خوا، یو شمېر هېوادوال وايي چې د دې بهیر هڅول او پراخول خلک له خپلو کورنیو او ټولنیزو مسوولیتونو لېرې کوي. د هغوی په وینا، د جماعت تبلیغ ډېر غړي په میاشتو، میاشتو له خپلو کورنیو بېخبره پاتې کېږي، ماشومان یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي او د پلار له مینې بېبرخې وي.
په وروستي مورد کې د جماعت تبلیغ یوه لویه غونډه تېره پنجشنبه په سرپل ولایت کې جوړه شوې ده. په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې ښيي چې په دې تبلیغي پروګرام کې خلکو پراخ ګډون کړی دی.
د دغو پروګرامونو جوړوونکي د دغو غونډو موخه «د ایمان، لمانځه او د نفس د اصلاح ارزښتونو یادونه او مسلمانانو ته د اسلامي لارښوونو د عملي کولو بلنه» بولي. د هغوی په وینا، دغه غونډې د مسلمانانو د راټولېدو او د هغوی ترمنځ د مینې د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي، څو د دیني عالمانو له خبرو د خپل فردي او ټولنیز ژوند د اصلاح لپاره ګټه واخلي.
په همدې حال کې د دیني چارو څېړونکی استاد محمد محق وايي، جماعت تبلیغ او هغه تګلاره چې دغه جریان یې غوره کړې، یوه مثبته ځانګړنه لري او هغه دا ده چې د واک په لټه کې جریان نه دی او په اصل کې د سیاسي اسلام تر چتر لاندې نه راځي. د هغه په وینا، جماعت تبلیغ له جوړېدو راهیسې پر دې اصل ولاړ دی چې په سیاست کې لاسوهنه ونه کړي او دین له سیاست سره ګډ نه کړي. له دې پلوه، د حزب التحریر، اخوانالمسلمین، جهادي سلفیانو او نورو غورځنګونو پرتله دا یو مثبت جریان بلل کېدای شي. له دې سره جوخت، جماعت تبلیغ هڅه کوي چې ځینې اخلاق او فضیلتونه هم تبلیغ او دود کړي.
ښاغلی محق زیاتوي: «که دا وضعیت د افغانستان د اوسني حالت او شرایطو په اډانه کې وګورو، دا نندارې او غونډې چې لیدل کېږي، د هیلهورکوونکې ښکارندې په توګه نه شي ارزول کېدای. له جماعت تبلیغ پرته هم د افغانستان په ټولنه کې له دې امله چې د علمي، کلتوري، هنري او هغو فعالیتونو لپاره چې ټولنې ورته اړتیا لري، زمینه محدوده یا تړل شوې، یوه تشه رامنځته شوې ده چې دا تشه د ظاهراً دیني جریانونو له خوا ډکېږي. که جماعت تبلیغ هم نه وي، د ننني افغانستان د ټولنې له اړتیا څخه زیات دیني توکي هم تولیدېږي او هم تکثیر او وېشل کېږي. په اصل کې باید مادي، معنوي او کلتوري توکي د مخاطبانو د اړتیا له کچې سره سم تولید او ووېشل شي؛ که نه، نو ناورین رامنځته کولای شي.»
دغه دیني څېړونکی وايي: «جماعت تبلیغ په داسې حالت کې دې بازار ته ورګډېږي او هغه ډول چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې لیدل کېږي، زرګونه کسان د یوې ډېرې ساده دیني موضوع لپاره راټولېږي چې ماشومان یې هم پرې پوهېږي او نالوستي خلک هم ترې خبر دي. په دې منځ کې داسې نوې خبره نشته چې د ټولنې د دیني پوهاوي او علمي کچې له لوړولو سره مرسته وکړي. دا دیني کار نه دی؛ بلکې یوه خندوونکې ننداره او د دین د فولکلوري لوبو او ولسي نندارو، لکه وزلوبې تر کچې راټیټول دي. په طالبي فضا کې په افغانستان کې د دین کار د سپي جنګولو، چرګ جنګولو، وزلوبژ، زرک جنګولو او ورته نورو لوبو تر کچې راټیټ شوی دی.» د هغه په وینا، په داسې حالت کې هر شهرتغوښتونکی او بېپروګرامه کس یا ډله فرصت مومي چې د دین له نوم او تقدسه په ګټې اخیستنې ځانته ټولنیز ځای او مخاطبان پیدا کړي او بېکاره او بېروزګاره خلک له یوې صحنې بلې صحنې ته بوځي.
استاد محق زیاتوي: «د دې ټولو پایله دا ده چې د ټولنې انرژي د دې پر ځای چې د رغونې، اقتصادي ودې، د صنعت د پرمختګ، کارموندنې، د خطرونو د مخنیوي، د بېوزلۍ او محرومیت د کمولو، د تبعیض او بېعدالتۍ د له منځه وړلو او د ټولنې د مادي او معنوي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره ولګېږي، څو د خلکو حقونه په ښه ډول خوندي شي، د دین په نوم پر بېګټې او بېځایه ساعتېرۍ لګېږي. له دې امله، دینداري داسې حالت ته ورته شوې چې په اقتصادي برخه کې ورته «حباب» ویل کېږي. کله ناکله موږ د کورونو د بیو حباب وینو. حباب د یوه شي د بیې بېځایه لوړوالي او کاذب پړسېدو ته ویل کېږي؛ یعنې یو شي ته د هغه له واقعي ارزښته ډېره بیه ټاکل کېږي. د دیندارۍ حباب، یا جعلي خو پړسېدلې دینداري، ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده او د ټولنې هویت یې په یوه ډول ځان کې رانغاړلی دی. هغه ورځ چې دا حباب وچوي، تر شا به یې یوه اخلاقي، علمي او کلتوري غمیزه رامنځته شي؛ ځکه دا ډول دینداري د ادیانو د موخې له مخې د لوړو اخلاقو او دیني معنویت په وده کې هېڅ مرسته نه کوي. برعکس، ریاکاري او نور ناوړه کړنې د دین په نوم ترویجوي او خلک له بنسټیزو موضوعاتو بېخبره او لېرې کوي.»
له بلې خوا، د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو هم د دغو پروګرامونو بر جوړېدو نیوکه کړې او پوښتلي یې دی: «د مسلمانانو د کوم حالت اصلاح؟ د دې هېواد کوم درد دوا کوي؟» هغوی بیا خپله ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې دا پروګرامونه له د عامو خلکو له غولولو پرته بل څه نه دي، وخت ضایع کوي او پیسې لګوي.
یوه کاروونکي نصیر احمد عمري لیکلي دي: «په ظاهره له پردیو خلکو سره ښه اخلاق کوي، خو په خپلو کورونو کې ښه چلند نه لري؛ موږ په خپلو دوو سترګو ولیدل.»
خواجه بصیر احمد صدیقي بل کاروونکي پوښتنه کړې ده: «ما یې ځینې لیدلي چې قرآن او حدیث په سمه توګه نه شي لوستلای؛ نو څنګه بلنه ورکوي؟»
بل کاروونکي عبدالله شیرزاد لیکلي دي: «مګر دا یو اسلامي هېواد نه دی چې د بلنې غورځنګ جوړوي؟ دا ټول د بېکارۍ له امله دي او ډېر کسان د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره پکې ګډون کوي.»
د فېسبوک یوه کاروونکي نیاز رازقي لیکلي دي: «باید علم زده کړل شي؛ له کیسه کولو هېڅ څه نه ترلاسه کېږي.»
د فېسبوک یوه کاروونکي محمد لیکلي دي: «د دوی د دې غونډې هېواد ته څه ګټه ده؟ د غونډې شاوخوا سړکونه بندوي او د امنیتي تدابیرو له امله د سیمې پر اوسېدونکو محدودیتونه لګوي. لاړ دې شي او یو نېک کار دې وکړي؛ پیسې دې راټولې کړي او د اوبو یوه څاه دې جوړه کړي، یا دې بل داسې د خیر ښېګڼې کار وکړي چې ګټه یې خلکو ته ورسېږي. دا نه د دین خدمت دی او نه د دین د زغم لرونکي او غوره څېرې تبلیغ دی.»
فضلالدین لیکلي دي: «کار یې نېک دی، خو کاشکې دغه جماعت یوه ورځ د ښار د پاکوالي او نظافت لپاره هم اقدام وکړي. هر یو دې یونیالګی کېنوي یا دې په خپله سیمه کې یوه نیالګي ته اوبه ورکړي. په یوه کال کې به زرګونه نیالګي کېنول شي او چاپېریال ته به هم ګټه ورسوي.»
د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو هم تایید کړې چې دغه پروګرام د سرپل ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې جوړ شوی او د دې ډلې جنګیالو یې د امنیت د تامین مسوولیت پر غاړه درلود


