د دې راپور موندنې ښيي چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په شپږو کلیو کې تر ۲۵۰ ډېر ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. د راپور د موندنو له مخې، په دغو کلیو کې هېڅ روغتیايي کلینیک نشته او خلک هم له سختې بېوزلۍ او دوامدارې بېکارۍ سره مخ دي. همداراز، ډېرې امیندواره ښځې د وینې له کمښت سره مخ دي او د زېږونونو ترمنځ مناسبه موده نه مراعاتېږي. ان ځینې ښځې تر زېږون یوازې ۴۰ ورځې وروسته بیا امیندواره شوې دي. دغه عوامل، پر بېوزلۍ، روغتیايي خدمتونو ته پر محدود لاسرسي او د تغذیې په اړه د کافي پوهاوي پر نشتوالي سربېره، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د پېښو په زیاتېدو کې رول لرلای شي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی و چې اټکل کېږي په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې تر څلور میلیونو ډېر ماشومان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري او تر یو میلیون ډېر ماشومان به پر شدیدې حادې خوارځواکۍ اخته وي.
د راپور د موندنو له مخې، د بادګاه، کیکاوس، آبپران، مرغابي، غلبیان او آبباریک کلیو د ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي. په دغو کلیو کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او کورنۍ یې هم د خوارځواکۍ د لاملونو او مخنیوي د لارو چارو په اړه کافي پوهاوی نه لري.
روغتیايي سرچینې وايي، پرلهپسې امیندوارۍ او د زېږونونو ترمنځ د مودې لنډوالی د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د زیاتېدو له لاملونو دي. دوی ټینګار کوي چې ځینې ښځې ان له زېږون ۴۰ ورځې وروسته بیا امیندواره شوې دي.
یوه باوري سرچینه وايي: «د خلکو وضعیت ډېر خراب دی. په ډېرو سیمو کې کلینیکونه نشته او د تګ راتګ لارې هم ډېرې خرابې دي. د کیکاوس په کلي کې ډېر ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. همداراز، په دغو سیمو کې ډېری امیندواره ښځې د وینې له کمښت سره مخ دي.»
دغه سرچینه زیاتوي: «بېوزلي، د پوهاوي ټیټه کچه او ماشومانو ته د میندو له خوا د شیدو نه ورکول د دې ناروغۍ د زیاتېدو له لاملونو دي. ځینو میندو لا د زېږون ۴۰ ورځې هم نه وي پوره کړې چې بیا امیندواره شوې وي. میندې مناسبه تغذیه نه لري او اړینو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه شي موندلای؛ له همدې امله، ډېر ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.»
د راپور موندنې هم ښيي چې د خوارځواکو ماشومانو د ډېری میندو عمرونه د ۱۶ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي. دغه میندې د کم عمرۍ له امله د امیندوارۍ او زېږون په پړاوونو کې له ستونزو سره مخ کېږي چې د ماشومانو د شیدو ورکولو ستونزې هم پکې شاملې دي.
د راپور د موندنو له مخې، د کیکاوس، آبباریک، آبپران، غلبیان او درهشاخ په کلیو کې هېڅ روغتیايي کلینیک نشته او په دغو کلیو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ دی.
یوه باوري روغتیايي سرچینه وايي: «یوازې د کیکاوس په کلي کې مې په یوه ورځ ۲۵ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان ولیدل. ښايي په دې کلي کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر تر دې هم ډېر وي.»
د ګرزیوان ولسوالۍ د یو شمېر کلیو اوسېدونکي د بېوزلۍ او بېکارۍ د دوام، د تګ راتګ د لارو د خراب وضعیت، د کاري فرصتونو د نشتوالي او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، ډېر خلک ان لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري او په ورځني ژوند کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
په یوه تازه مورد کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د «لوږې پر وړاندې د اقدام» بنسټ خبرداری ورکړی چې اټکل کېږي په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې تر څلور میلیونو ډېر ماشومان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. د دغو دوو بنسټونو د راپور له مخې، تر یو میلیون ډېر ماشومان هم ښايي پر سختې حادې خوارځواکۍ اخته شي. د یونیسف په وینا، دا شمېرې د ۲۰۲۶ کال پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي. همداراز، اټکل کېږي چې نږدې درې میلیونه ماشومان به پر منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ اخته شي. د دغه راپور له مخې، د هغو ولایتونو شمېر چې د خوارځواکۍ له بحراني کچو سره مخ دي، ښايي په ۲۰۲۷ کال کې له ۱۰ څخه ۱۴ ولایتونو ته لوړ شي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیايي وضعیت په ارزونه کې راپور ورکړی و چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۳.۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي. دغه سازمان بېوزلي، د روغتیايي بنسټونو کمزورتیا، د پانګونې کموالی او د نړیوالو مرستو کمېدل په افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو له لاملونو بللي وو.
همداراز، یونیسف په یوه بل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۰ سلنه له دوو کلونو کم عمره ماشومان له خوراکي بېوزلۍ سره مخ دي او نږدې نیمايي یې د خوراکي بېوزلۍ په سخت حالت کې دي. د دغه سازمان په وینا، دغه ماشومان له خوراکي تنوع بې برخې دي او ډېری یې یوازې له یوې یا دوو خوراکي ډلو خواړه ترلاسه کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام هم په خپلو ګڼو راپورونو کې ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي. دغه پروګرام بېوزلي، بېکاري، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د بشري مرستو کموالی او د مرستو د لېږد په لارو کې ګډوډي د دې ناورین د پراخېدو له لاملونو ګڼي.


