د جګړې تازه فصل لپاره تخم راټولول

د امریکې- طالبانو خپلمنځي سولې تړون، داسې تعبېرېده، چې افغان جنګځپلې خاورې ته به سوله، امن او خوشحالي راوړي! خو وروسته له دې چې زرهاوو بندي طالبان، خوشې شول، افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر له لک او څو زرو، ۲۵۰۰ تنو ته راټیټ شو او قطر کې بین الافغاني مذاکرات پېل شول، اوس داسې برېښي، چې د جنګ د بل فصل زنګونه په کړنګېدو شوي!
نړیوال شاهدان دي، چې د امریکې- طالبونو تړون له لاسلیک سره سم، په ټول افغانستان کې، پر امریکایي وسله والو ځواکونو، د طالب مخالفانو له خوا حملې، غلچکي بریدونه او هر راز مزاحمتونه په بشپړ ډول، ختم شول. او داسې انګېرل کېدله، چې پر جنت وطن د سولې لمر په راختلو دی او ژر به وي، چې افغان لوري (دولت او طالبان) به د پلرو- نیکو په دود، د یوې دایمي او ډاډمنې سولې تېږه کښېږدي! خو تېرو شپږو مېاشتو کې، د دواړو پلاویو په ګډو مطبوعاتي اعلامیو کې هرڅه راڅرګند شول، خو د اوربند- یا په نوې اصطلاح (اورکم)، څه څرک ونه لګېد!!!
له بین الافغاني مذاکراتو دمخه طالب لوري، دې کار ته د خپلو زندانیانو خوشې کېدل شرط ایښی ؤ! او دې کار ته د افغانستان دولت، په سختۍ غاړه کښېښود- حتا ځنو لوړ پوړو چارواکو، په خصوصي مجلسونو کې وېلي، چې زندانیان، د دونالد ترامپ په مشرۍ امریکایي دولت، په وچ زور پرې خوشې کړل!
اوس- همدا چې د جوبایدن په مشرۍ د امریکې حکومت له طالبانو سره د هوکړې بیا ارزونه پېل کړه، او د پاتو امریکایی سرتیرو مشروط وتلو خبره راپورته شوه، قطر کې مېشت طالب پلاوی- په دوو ډلو کې، تهران او مسکو او ترکمنستان ته په بېړنیو سفرونو ووتل، چې موخې او پاېلې یې له رسنیو پټ پاتې شول. نو ایا دا فضا، را روان پسرلي کې د جنګ او افغانوژنې، د یوه خونړي فصل د پېلېدلو نغارې، نه کړنګوي!؟
موږ لکه ټول عمره ناکامان- نېږدې نیمه پېړۍ ددې پوښتنې په حلولو تېر کړل؛ خو لا مو د کامیابۍ څرک- د چا خبره (شاخ آهو) کې بند دی: ولې د یو بل له (سر، آزادۍ او مال) څخه لاس نه اخلو؟؟؟
څه وخت به زموږ فردي او جمعي شعور، دغه بلوغ ته رسېږي، چې زما، ستا او هر بل یوه، سوله، ډاډ، خوشحالي، په دې کې ده، چې د یو بل سر و مال ته، په درنښت قاېل شو.

ورته لیکنې

Back to top button