یو شمېر ارواپوهان په دې وروستیو کې د جنسیتي نابرابرۍ د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکوي. د دوی په وینا، جنسیتي نابرابرۍ پر نجونو ژورې او ویجاړوونکې رواني او جسمي اغېزې کړې دي. د ارواپوهانو په باور، په کورنیو کې جنسیتي نابرابري په افغانستان کې د ټولنیزې بېعدالتۍ له هغو بڼو ده چې تر ټولو ډېر دوام کوي. دا ښکارنده یوازې د رولونو په توپیر پورې محدوده نه ده، بلکې په کورنۍ کې د واک، فرصتونو او د پرېکړو کولو د حق ناعادلانه وېش هم څرګندوي.
ارواپوهه سمیرا اطهر خبرداری ورکوي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جنسیتي نابرابري زیاته شوې ده. د هغې په وینا، کورنۍ خپلو زامنو ته ډېر ارزښت ورکوي او پر هغوی ډېره پانګونه کوي.
مېرمن اطهر وايي: «ډېرې کورنۍ خپلو لوڼو ته پاملرنه نه کوي. ان په ځینو کورنیو کې د لور لرل د شرم خبره ګڼل کېږي او کورنۍ د لوڼو له لرلو ځورېږي. نجونې په پرېکړو کې د خپل نظر څرګندولو حق نه لري. دا توپیرونه تر ډېره په هغو کورنیو کې لیدل کېږي چې نالوستې دي یا د دیني لارښوونو په تړاو کافي پوهاوی نه لري.»
دغه ارواپوهه زیاتوي: «دا توپیرونه د فشار او خپګان لامل کېږي او ان په ځینو مواردو کې نجونو ځانوژنې ته مخه کړې ده. د هېواد په لېرې پرتو ولسوالیو او ولایتونو کې جنسیتي تبعیض ډېر دی.»
بل ارواپوه عبدالجلال امرخېل وايي، په کورنیو کې د نجونو او هلکانو ترمنځ تبعیض ښايي تر ورځنیو چلندونو پراخې پایلې ولري. د هغه په وینا، کله چې یو ماشوم د خپل جنسیت له امله له مینې، ښوونیزو فرصتونو، له عمر سره مناسبې ازادۍ یا په پرېکړو کې د ګډون له حقه محروم شي، ښايي خپل ځان ته د ارزښت ورکولو احساس، عاطفي خوندیتوب او پر ځان باور یې زیانمن شي.
دغه ارواپوه وايي: « له دې سره هممهاله، د هلکانو داسې روزنه چې ګواکې هغوی ډېر حقوق او امتیازات لري یا باید خپل احساسات څرګند نه کړي، د هغوی پر عاطفي ودې او په راتلونکي کې د اړیکو پر کیفیت منفي اغېز کولای شي.»
ښاغلی امرخېل وايي: «کورنۍ لومړنی چاپېریال دی چې ماشوم پکې د درناوي، ټولنیزې عدالتغوښتنې، مسوولیتمنلو او انساني اړیکو په مانا پوهېږي. که ماشومان په همدې چاپېریال کې له تبعیض سره مخ شي، ښايي دا چلندونه په خپلو ټولنیزو اړیکو کې هم تکرار کړي. نجونې د ارزښتمنتیا لپاره اړې نه دي چې د هلکانو په څېر واوسي او هلکان هم د پیاوړتیا لپاره اړ نه دي چې خپل احساسات پټ کړي. دواړه د ودې فرصتونو، درناوي، رواني خوندیتوب او عادلانه روزنې ته اړتیا لري.»
بلې ارواپوهې سمیرا صدیقي هم په کورنیو کې د جنسیتي نابرابرۍ د زیاتوالي په تړاو خبرداری ورکوي. د هغې په وینا، له دې امله چې ډېرې کورنۍ هلکانو ته ډېره مینه او پاملرنه ښيي، ګڼې نجونې له جدي رواني ستونزو سره مخ کېږي.
دغه ارواپوهه وايي: «جنسیتي نابرابري په لومړي ګام کې د ماشوم پر ځان باور کموي. کله چې کورنۍ، چې د ماشوم د شخصیت جوړېدو لومړنی چاپېریال دی، د هغه شخصیت او جنسیت ته درناوی نه کوي، په حقیقت کې د ماشوم د پر ځان باور د کمزوري کېدو زمینه برابروي. د جنسیتي نابرابرۍ بله پایله ناسمه بېلګه اخیستل دي؛ په دې مانا چې ماشومان ښايي له خپل اصلي هویت او شخصیته لېرې شي او له خپلو وروڼو، چې د کورنۍ له لوري ډېر منل کېږي او پاملرنه ورته کېږي، تقلید وکړي. دا وضعیت د نجونو د شخصیت د کمزوري کېدو لامل هم کېدای شي. په ډېرو کورنیو کې د نجونو وړتیاوې د هغوی د جنسیت له امله ځپل کېږي؛ هغه څه چې په تدریجي ډول د هغوی رواني روغتیا زیانمنوي.»
ارواپوه محمدالله بلوچ وايي، په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې له نجونو سره جنسیتي تعصب پر ټولنیز ناورین بدل شوی دی. د هغه په وینا، د دې ناورین پایلې د نجونو له کوره تښتېدل، جبري ودونه، د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی، د مینې او عادلانه چلند کمښت، سپکاوی او تحقیر، رواني تاوتریخوالی او په پای کې د نجونو په منځ کې د ځانوژنې د فکرونو رامنځته کېدل او د ځان وژنې هڅې دي.
دغه ارواپوه وايي: «تعصب یا هماغه جنسیتي نابرابري داسې وضعیت دی چې پکې یو جنس له خپلو حقوقو، غوښتنو او اړتیاوو برخمن وي، خو بل جنس دغو حقوقو او اړتیاوو ته له لاسرسي محروم پاتې کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د تېرې میاشتې په وروستیو کې ویلي وو چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ښځې او نجونې لا هم له تبعیض، تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ دي. هغه ویلي وو چې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول کېږي او غږونه یېغلي کېږي. ګوترېش زیاته کړې وه: «د ښځو او نجونو بدنونه د جګړې په ډګر بدلېږي» او د هغوی ازادۍ هم د معاملې او امتیاز اخیستلو د وسیلې په توګه کارول کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه وضعیت د انساني کرامت سپکاوی او د بشري وړتیاوو ضایع کول بللي دي.


