۸صبح، کابل: د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په تېرو دوه لسيزو کې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو پر ماموريت ۱۲ ميليارده يورو لګښت راغلی دی.
دغه موضوع د المان د بهرنيو چارو وزارت مسؤلينو د جرمني په پارلمان کې د دغه هېواد د کیڼاړخي فرکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې مطرح کړې ده.
امريکا چې په افغانستان تر ټولو ډېر ځواکونه لري، څو ورځې وړاندې يې اعلان وکړ چې د سپټمبر په ۱۱ نېټه به په بشپړه توګه خپل ځواکونه بهر کړي. دغه نېټه په امریکا کې پر دوو سوداګريزو مرکزونو د القاعده شبکې د ترهګریزو بریدونو له شلمې کلیزې سره سمون خوري.