۸صبح، کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۹لېږديز کال کې د هېواد په کچه ۱۳ زره او ۲۴۳ مټریک ټنه سټروس، چې په کې کینو، مالټې، نارنج او لیمو شامل دي تولید شوي دي.
ننګرهار د اووه زره ټنه کینو، مالټې، نارنج او لیمو په تولید سره، د سټروسو تولیدوونکو ولایتونو د نوم لړ په سرکې دی.
د ياد وزارت په وينا، د نارنجو د تولید په برخه کې بیا کونړ له نورو ولایتونو مخکې دی. تېرکال له دې ولایت څخه ۲۰۰۲ مټریک ټنه نارج تر لاسه شوي دي. او د سټروسو د تولید له اړخه لغمان او خوست هم درېیم او څلور ځايونه لري.
ياد وزارت زياتوي، د هېواد په کچه په ټولیزه توګه په یوزرو ۹۵۲ هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دې ډلې ۶۱ هکټاره یې د کینو او مالټې بڼونه، ۴۱۵ د نارنجو بڼونه او ۴۴۹ هکټاره یې د لیمو بڼونه دي.